په پنجشېر ولایت کې د چاپېریال ساتنېاونۍ او خپلواکۍ سلمه کلیزه ولمانځل شوه

د چاپېریال ساتنې اونۍ او خپلواکۍ سلمه کلیزه، د چنګاښ په ۳مه نېټه د چاپېریال ساتنې ملي ادارې له خوا د پنجشیر ولایت مقام په همکارۍ د دې ولایت د غونډو په تالار کې ولمانځل شوه.

په دې مراسمو کې د چاپېریال ساتنې ملي ادارې عمومي رئیس، شاه زمان میوندي د پنجشېر والي، انجنیر کمال الدین نظامی، د جمهوري ریاست سلاکارانو: حاجي مختار رشيدي او مولوي احمد شاه شاکر، دچاپېریال ساتنې ملي ادارې مسلکي معین، انجنیر عزت الله صدیقي، د پالیسۍ او نړیوالو اړیکو معین، ادریس ملیار، د ادارې سلاکارانو او رئیسانو، د ولایتي شورا رئیس، ولایتي مسوولینو، علمای کرامو، او قومي مشرانو، ګډون کړی وو.

د چاپېریال ساتنې ملي ادارې عمومي رئیس، شاه زمان میوندي د غونډې له سمبالوونکو مننه وکړه او د چاپېریال ساتنې او خپلواکۍ د ارزښت په هکله یې هر اړخیزه وینا وکړه او و یې ویل: پنجشېر ولایت د ښکلو درو، #طبیعيسرچینو، #وحشيژوو، طبیعي #کنګلونو او قیمتي دانو په درلودلو سره له ځانګړي چاپېریالي اهمیت څخه برخمن دی؛ خو #اقلیميبدلون او د ځمکې ګرموالي پرې ناوړه اغېزه کړې ده؛ نو موږ اړ یو چې له خپلو طبیعي سرچینو او #ژوندبڼو څخه چې الله تعالی په وړیا توګه موږ ته راکړي دي، د اوسنيو او راتلونکو نسلونو طبیعي پانګه ده، په سمه توګه یې وساتو او په دوامداره توګه ترې استفاده وکړو.

د پجشېر والی، ښاغلي نظامي ګډونوالو ته ښه راغلاست ووایه، د طبیعي سرچینو د اهمیت او ساتنې په اړه یې وینا وکړه، نوموړي د وحشي ژوو، کبانو، او #الوتونکو بې رحمانه #ښکار ته اشاره وکړه، او ویې له نېکه مرغه سږ کال قومي مشرانو او ولسونو موږ ته ډاډ راکړی چې #ځنګلونه به بیا رغوي او د ښکار مخنیوی به کوي؛ خو په دې برخه کې یې د حکومت مرسته اړینه وبلله. نوموړي له ګډونوالو غوښتنه وکړه چې هر یو تن باید چاپېریال ساتونکی اووسي.

همدا راز د ولایتي شورا رئیس او د پنجشېر ولایت د چاپېریال ساتنې رئیس د خپلواکۍ د سلمې کلیزې، چاپېریال ساتنې اونۍ او راتلونکو پلانونو او برنامو په اړه تفصیلي خبرې وکړې.

غونډه د حماسي ترانو، ډالیو او تقدیرپاڼو په وېشلو سره پای ته ورسېده.

د چاپېریال ساتنې اوخپلواکۍاونۍ، په ننګرهار ولایت کې د شاندارو مراسمو په ترڅ کې ولمانځل شوه

د #چاپېریال ساتنې ملي ادارې، د ننګرهار ولایت مقام په همکارۍ، د چاپېریال ساتنې او خپلواکۍ اونۍ: (خپلواکي زموږ عزت-پاکه هوا زموږ روغتیا) تر عنوان لاندې د غبرګولي په ۲۹مه نېټه، د #هوا_ککړتیا سره د مبارزې په موخه د ولایت مقام د غونډو په تالار کې ولمانځله.

په دې غونډه کې د چاپېریال ساتنې ملي ادارې عمومي رئیس، شاه زمان میوندي د ننګرهار والي، شاه محمود میاخېل، د ولسمشر ستر سلاکار، الحاج مختار رشیدي، دچاپېریال ساتنې ملي ادارې مسلکي معین، انجنیر عزت الله صدیقي، د ادارې سلاکارانو، لوړپوړو ولایتي چارواکو، علمای کرامو، د پوهنتون استادانو، مدني ټولنو او ولسي تړون غړو، د رسنیو استازو، امنیتي مسوولینو او قومي مشرانو ،ګډون کړی وو.

د غونډې په پیل کې ښاغلي شاه زمان میوندي ګډونوالو ته ښه راغلاست ووایه او د ګران هېواد افغانستان د خپلواکۍ سلمې کلیزې په ویاړ یې حاضرینو ته مبارکي ورکړه، د خپلواکۍ او چاپېریال ساتنې د ارزښت په اړه یې هر اړخیزه وینا وکړه او زیاته یې کړه: پاک چاپېریال، #پاکېاوبهاوهوا د انساني ټولنې اړتیا ده، چې پرته له دې، ژوند خورا ستونزمن دی؛ نوموړي له ټولو هېوادوالو، په خاصه توګه د ننګرهار ولایت پتمنو ولسونو څخه غوښتنه وکړه، چې چاپېریال ساتنې ته جدي پاملرنه وکړي او د #ځنګلونو، #ژوندبڼو، #طبیعي_سرچینو په ساتنه، د هوا او اوبو د ککړتیا په مخنیوي کې د چاپېریال ساتنې ملي ادارې سره هر اړخیزه همکاري وکړي.

د ننګرهار والي، ښاغلي شاه محمود میاخېل، چاپېریالي موضوع اړینه وبلله او د چاپېریال خرابوالی یې د هېواد اقتصاد ته لویه صدمه وبلله، چې ښه بېلګه یې د ځنګلونو، شنو او #زرغونو_ساحو له منځه تلل دي، نوموړي له ټولو ګډونوالو غوښتنه وکړه چې په چاپېریال ساتنه کې ونډه واخلي، ده، هره ورځ د چاپېریال ساتنې ورځ وبلله او له طبیعي سرچینو څخه یې په ګټورې استفادې ټینګار وکړ.

همدا راز د ننګرهار ښاروال، مدني ټولنې استازي او ځینو اړوندو ولایتي رئیسانو هم د ننګرهار ولایت د چاپېریالي ستونزو او موضوعاتو په اړه ویناوې وکړې او ګډونوالو ته یې معلوماتي پرېزنټېشنونه وړاندې کړل.

د غونډې په پای کې ښاغلي صديقي د ګډونوالو نیوکې، نظرونه او وړاندیزونه واورېدل، پوښتنو ته ځوابونه ورکړل او پروګرام یې د هر اړخیزه چاپېریالي معلوماتو په وړاندې کولو سره پای ته ورساوه.

د څو اړخیزو چاپېریاليهوکړهلیکونو په اړه ملي کنفرانس ترسره شو

په همکارۍ د ( د څو اړخیزو چاپېریالي هوکړه لیکونو) تر عنوان لاندې ملي کنفرانس، د غبرګولي په ۲۱مه نېټه د چاپېريال ساتنې ملي ادارې عمومي رئيس، شاه زمان ميوندي، د دې ادارې د پالیسۍ او نړیوالو اړیکو معین ادریس ملیار، د (UNEP) مؤسسې رئيس محمد حسنين او د اړوندو سکتوري ادارو استازو په ګډون، د دې ادارې د حشمت خان ډنډ د کنفرانسونو په تالار کې ترسره شو.

په پیل کې د چاپېريال ساتنې ملي ادارې عمومي رئيس، نړیوالو چاپېریالي ننګونو ته اشاره وکړه او زیاته یې کړه : نړیوالې چاپېریالي ستونزې لکه #اقلیمي_بدلون، سياسي او جغرافيايي سرحد نه پېژني او د هغو اغېزې نه يوازې سيمه، بلکې ټوله نړۍ اغېزمنوي.

ښاغلی ميوندي د چاپېریالي ستونزو مخنیوی د يوه ځانګړي ارګان دنده نه بولي او د هېواد له ټولو اړوندو سکتوري ادارو، مدني ټولنې، علمای کرامو او روحانينو څخه يې وغوښتل؛ ترڅو له دې ادارې سره د قانون، کړنلارو او د څو اړخیزو چاپېریالي تړونونو په پلي کېدا کې همکاري وکړي.

ورپسې د پالیسۍ او نړيوالو اړيکو معین، ادريس مليار د دې کنفرانس د جوړوونکو څخه د مننې ترڅنګ، څو اړخیزه چاپېریالي تړونونه د دولت لپاره يوه اړتيا وبلله او ويې ويل: د چاپېريال ساتنې ملي ادارې په تېرو څو کلونو کې په دې توانېدلې ده چې د څو کنوانسيونونو او پروتوکولونو سره یو ځای شي او تر دې دمه يې څو پروژې د کنوانسينونو د اسنادونو مطابق له نړيوالو مالي سرچينو څخه ترلاسه کړي دي، چې په مختلفو سيمو کې پلي شوي دي.

ښاغلي مليار د ټولو دولتي ادارو له استازو وغوښتل چې د اړوندو #کنوانسيونونو سکرتريت ته د #چاپېریالي_راپورونو په چمتو کولو کې د ارقامو او معلوماتو په برخه کې د چاپېريال ساتنې ملي ادارې سره همکاري وکړي.

همدا راز د ملګرو ملتونو د چاپېریال پروګرام رئيس، محمد حسنين د دې مؤسسې د فعاليتونو او نړيوالو مالي ميکانيزمونو ته د افغانستان د لاسرسي د څرنګوالي په اړه اشاره وکړه او خپل ملاتړ يې د مالي او تخنيکي همکارۍ په برخه کې د چاپېريال ساتنې ملي ادارې څخه اعلان کړ.

د کنفرانس په پای کې د بیا رغاونې او د کلیو پراختیا وزارت سلاکارې، انجينير ناجيې خروټې، د دې ادارې د نړيوالو اړيکو رئيس ذوالفقار بلوچ او د (UNEP) مؤسسې سلاکارې سعيدې ګوهري د ګډونوالو پوښتنو ته هر اړخيز مالومات ورکړل.

د یادونې وړ ده چې له دې کنفرانس څخه دمخه د دولتي ادارو د کارکوونکو د ظرفیت لوړلو په موخه څو ورکشاپونه جوړ شوي وو چې د دې کنفرانس په پای کې یې ګډونوالو ته تصدیق پانې ووېشل شوې.

د اداري چارو د چټکتیا او درې ولایتونو، د نویو رئیسانو د معرفۍ په اړه غونډه وشوه

د چاپېریال ساتنې ملي ادارې عمومي رئیس، شاه زمان میوندي په مشرۍ، د اداري چارو د چټکتیا په موخه د غبرګولي په ۴مه نېټه د دې ادارې د معینانو، رئیسانو او آمرینو په ګډون د بند امیر د غونډو په تالار کې ناسته ترسره شوه.

د غونډې په پیل کې درې تنه نوي رئیسان هر یو: (حشمت الله جلیل، عبدالخالق خالقیار او بهیر ګل صابري چې د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو کمیسیون د آزادې سیالۍ له لارې د کندز، نورستان او پکتیا ولایتونو، د چاپېریال ساتنې ریاستونو ته بریالي شوي دي، ګډونوالو ته معرفي شول.

ښاغلي میوندي نویو رئیسانو ته د مبارکۍ سربېره د لابریاوو هیله څرګنده کړه او د مشرک کاري ټیم د رامنځته کېدا، د اړوندو ادارو سره د همغږۍ پیاوړتیا او د کارکوونکو د یو موټی کولو غوښتنه یې ترې وکړه.

د اجنډا مطابق په غونډه کې د تکنالوژیکي وسایلو د ثبت، د 1399 کال د پراختیایي پروژو د پلانونو د چمتو کولو، د بشر د حقوقو کمیسیون سره د تفاهم لیکونو د لاسلیک او د دې ادارې په نقلیه وسایطو کې د (GPS) سیسټم د نصبولو په اړه بحث او پرېکړې وشوې.

په کابل پوهنتون کې د  هوا ککړتیا سره د مبارزې په موخه علمي کنفرانس ترسره شو

د  چاپېريال ساتنې ملي ادراې د لوړو زده کړو وزارت په همکارۍ د روان کال د غبرګولي په ۲۵مه نېټه، د کابل پوهنتون په ادیتوریم کې د هوا له ککړتیا سره د مبارزې په موخه علمي کنفرانس ترسره شو.

په دې کنفرانس کې د چاپېريال ساتنې ملي ادارې عمومي رئيس شاه زمان ميوندي، د چارو ادارې عمومي رئيس، سيد عبدالوحيد قتالي، د ښار جوړونې په چارو کې د ولسمشر سلاکار، د لوړو زده کړو سرپرست وزير، د اړوندو ادارو معينانو، د کابل پوهنتون رئيس، استادانو او محصلينو ګډون کړی وو.

د چاپېریال ساتنې ملي ادارې عمومی رئیس، شاه زمان میوندي د هوا ککړتیا سره د مبارزې په موخه دغه علمي کنفرانس له مختلفو اړخونو د اهميت وړ وباله او ويې ويل: ککړه هوا نه يوازې د ژوند یوه برخه ننګوي؛ بلکې د ژوند روغتيايي، رواني، ټولنيز او اقتصادي اړخونه هم اغېزمنوي.

د داسې کنفرانسونو په جوړولو سره کولای شو چې د هوا ککړتيا مختلف اړخونه په علمي توګه مطالعه کړو، پلټنه یې وکړو او د حل لپاره یې مناسبې لارې چارې ولټوو.

ښاغلي ميوندي زیاته کړه: ترڅو چې له بشپړې خپلواکۍ څخه برخمن نه شو، په هېڅ ډول نه شو کولای چې په چاپېريالي ستونزو برلاسي شو او د چاپېريال د ريښتينو ساتونکو په توګه عمل وکړو، نوموړي وویل: د هوا ککړتيا یوه نړيواله ننګونه ده چې د روغتيا نړيوال سازمان (WHO) د آمارو په اساس، هر کال په ټوله نړۍ کې شاوخوا ۷ ميليونه انسانان د ککړې هوا له امله خپل ژوند، له لاسه ورکوي او افغانستان هم له دې پديدې څخه په امان کې نه دی، تاسو شاهد ياست چې تېر کال د ککړې هوا له امله افغانستان د ککړو هېوادنو په ډله کې و او ښايي دا وضعيت راتلونکي کال کې هم تکرار شي.

د چاپېريال ساتنې ملي ادارې عمومي رئيس، د نفوسو زياتوالی، د بې کيفيته سونګ توکو کارول، د ښارونو غير پلاني وده او صنعتي تاسيساتو د جوړولو په موخه د ځمکې څخه په ګټې اخيستو کې بدلون، د ټکنالوژۍ پرمختګ، د خدماتي تاسيساتو رغول، د شنو او زرغونو سيمو نشتوالی، خامه سړکونه او په لسګونو نور موارد، د ککړې هوا لاملونه وګڼل.

ښاغلي ميوندي، له چاپېريال او خپلواکۍ څخه ساتل د ټولو خلکو ملي، ديني او هېوادنۍ دنده وګڼله او له ټولو هېوادوالو يې وغوښتل چې د چاپېريال په ساتلو او د هوا د ککړتيا په راکمېدو او مخنيوي کې په ګډه هڅې وکړي؛ ترڅو پاک چاپېريال او پاک ښار ولرو.
ورپسې د چارو ادارې عمومي رئيس سيد عبدالوحيد قتالي، د چاپېريال ساتنې لپاره کلي اجماع او د ښوونې او روزنې رول د هوا د ککړتيا په راټیټولو او کمښت کې ارزښت لرونکی وباله.

د دې کنفرانس په لړ کې د لوړو زده کړو سرپرست وزير عبدالتواب بالاکرزي او د کابل پوهنتون رئيس حميدالله فاروقي د چاپېريال ساتنې او هوا د ککړتيا کچې په راټیټولو کې د څېړنو، مطالعې، د خلکو د  عامه_پوهاوي د کچې لوړېدل او د اکاډميکو بنسټونو د رول په اړه په تفصيلي توګه خبرې وکړې.

د چاپېريال ساتنې ملي ادارې مسلکي معين، انجنیر عزت الله صدیقي د هوا ککړتيا د راټیټولو په موخه د ۵ کلن پلان او د هېواد په لويو ښارونو کې د هوا ککړتیا د تشخيصولو په موخه د سيسټم جوړونې او د ثابتو دستګاوو نصبولو په اړه خبرې وکړې او ګډونوالو ته يې معلومات ورکړل.

د کنفرانس په پای کې د کابل او پولي تخنيک پوهنتونونو استادانو د هوا ککړتیا د راټیټولو او د حل لارو چارو لټولو په اړه محصلینو او ګډونوالو ته معلوماتي پرزينټېشنونه وړاندې کړل.

د  چاپېریال ساتنې او خپلواکۍ اونۍ د شاندارو مراسمو په ترڅ کې ولمانځل شوه

د  چاپېریال ساتنې ملي ادارې د غبرګولي په ۲۶مه نېټه، د کاپيسا ولایت مقام په همکارۍ د چاپېریال ساتنې او خپلواکۍ اونۍ د: (خپلواکي معنوي پانګه،  ژوند_بڼې طبیعي پانګه) تر عنوان لاندې د ولایت مقام د کنفرانسونو په تالار کې د شاندارو مراسمو په ترڅ کې ولمانځله.دغه پروګرام چې د چاپېریال ساتنې ملي ادارې عمومي رئیس شاه زمان میوندي په مشرۍ ترسره شو، د دې ادارې معینانو، د کورنیو چارو وزارت د پالیسۍ معینې آغلې حسنا جلیل، د کاپیسا والي انجنیر عبدالطیف مراد، د پروان او پنجشیر ولایتونو مرستیالانو، د چارو ادارې د فرهنګي چارو رئیس، میاګل وثیق، د ولایتي شورا او ولسي جرګې غړو، علمای کرامو، د پوهنتون استادانو، مدني ټولنې غړو، قومي مشرانو او محصلینو پکې ګډون کړی وو.

Image may contain: 2 people, people standing

د چاپېریال ساتنې ملي ادارې عمومي رئیس د مېلمنو هرکلی وکړ او زیاته یې کړه: خپلواکي د یوه هېواد د اعتبار، بزم او پرمختګ نښه ده، له آزادۍ پرته به د یوه سالم چاپېریال رامنځه کول ناشونې چاره وي.

ښاغلي میوندي وویل: ژوند بڼې د ملتونو له طبیعي پانګې او خپلواکي له معنوي پانګې څخه ګڼل کیږي، نوموړي زیاته کړه: د کاپیسا ولایت زړه راښکوونکی طبیعيت، ښکلې منظرې، ډول ډول  ژوي او  مرغان لري چې له بده مرغه د ځینو خلکو لخوا په مختلفو موسمونو کې په ډېره بې رحمۍ سره  ښکار کیږي.

د چاپېریال ساتنې ملي ادارې عمومي رئیس وویل: لکه څنګه چې زموږ له نیکونو څخه د یوې سترې معنوي پانګې په څېر موږ ته خپلواکي په میراث پاتې شوې ده؛ همدا راز ژوند بڼې او چاپېریال د راتلونکي نسل لپاره، د اوسني نسل طبیعي پانګه ده. ښاغلي میوندي له طبیعي پانګو څخه د ساتنې په برخه کې د ټولنې د هر وکړي هڅه او همکاري اړینه وبلله.

همدا راز د کاپیسا والي انجنیر عبدالطیف مراد، د دغه کنفرانس د جوړولو په برخه کې د چاپېریال ساتنې ملي ادارې له همکارۍ مننه وکړه، چاپېریال او خپلواکي یې دوه نه بېلېدونکې کلمې وبللې او له ګډونوالو یې غوښتنه وکړه چې چاپېریال ساتنې ته پاملرنه وکړي.

د کورنیو چارو وزارت د پالیسۍ معینې آغلې حسنی جلیل، د چارو ادارې د فرهنګي څانګې رئیس، میاګل وثیق، په ولسي جرګه کې د کاپیسا ولایت استازي، اقبال صافي، د پروان او پنجنشیر ولایت مرستیالانو هم د خپلواکۍ د معنوي او فرهنګي ارزښت، د کاپيسا ولایت د چاپېریالي وضعیت، پر چاپېریال باندې د جګړې اغېزې او د چاپېریال ساتنې پر اهمیت، تفصیلي خبرې وکړې.

دغه مراسم د ورزشي برنامو په ترسره کولو، د خپلواکۍ په ویاړ د حماسي ترانو په ویلو او د ملي اتڼ په کولو سره پای ته ورسېدل.

د یادونې وړ ده چې د چاپېریال ساتنې ملي به په ډېر شمېر ولایتونو د  چاپېریال ساتنې  اونۍ د لمانځنې په پار، دې ته ورته پروګرامونه ترسره کړي.

د هوا له ککړتیا سره د مبارزې او د بایسکیل چلونې کلتور د ودې په پار، په کابل ښار کې د بایسکل ځغلونې سیالي ترسره شوه

د چاپېریال ساتنې ملي ادارې د افغانستان پر چاپېریال د څار بنسټ په همکارۍ د غبرګولي په ۲۴مه نېټه د خپلواکۍ او چاپېریال اونۍ د لمانځنې په موخه د دهمزنګ څلورلارې څخه تر دارالامان ماڼۍ پورې د بایسکل ځغلونې سیالي ترسره کړه.

په دغه پروګرام کې د چاپېریال ساتنې ملي ادارې عمومي رئیس شاه زمان میوندي، د دې ادارې معینانو، رئیسانو، دولتي کارکوونکو، پر چاپېریال د څار بنسټ غړو، ځوانانو (نجونو او هلکانو) چې شمېر یې شاو خوا (۱۵۰) تنو ته رسېده، ګډون کړی وو.

د چاپېریال ساتنې ملي ادارې عمومي رئیس شاه زمان میوندي د داسې پروګرامونو د جوړولو موخه، بایسکل چلونې ته د خلکو هڅول وبلل؛ ځګه چې د تګ راتګ لپاره بایسکل هم ارزانه او هم داسې وسیله ده چې چاپېریال نه ککړوي؛ نوموړي وویل: په نړیواله کچه، په ځانګړي ډول د افغانستان په لویو ښارونو کې د هوا ککړتیا یوه لویه ستونزه ده، د ککړتیا راکمولو لپاره باید ټول لاسونه سره یو کړو، خاصتاً له ځوانانو او ورزشکارانو ډېره تمه ده چې د هوا ککړتیا سره د مبارزې لپاره ډېرې هڅې وکړي.

ښاغلي میوندي د افغانستان له ټولو ورزشکارانو او د ګډونوالو ځوانانو غوښتنه وکړه چې د هوا ککړتیا په راکمولو کې د چاپېریال ساتنې ملي ادارې سره همکاري وکړي.


د یادونې وړ ده چې د چاپېریال ساتنې ملي اداره، د چاپېریال ساتنې نړیواله اونۍ د مختلفو پرګرامونو لکه: بایسکل ځغلونې، په کابل او ولایتونو کې د علمي کنفرانسونو او تلویزیوني خپرونو په جوړولو، د رسنیو له لارې خلکو ته د عامه پوهاوي په ورکولو، د پاک کارۍ حشر او نورو ډول، ډول پروګرامونو د ترسره کولو په ترڅ کې لمانځي.

د پولنډ هېواد د (COP24) غونډه کې د افغانستان لوړپوړي دولتي پلاوي ګډون وکړ.

د چاپېریال ساتنې ملي ادارې عمومي رئیس شاه زمان میوندي د افغانستان په استازیتوب، د لیندۍ په ۲۱مه نېټه د لوړپوړي دولتي پلاوي په مشرۍ، د (COP24) یا د اقلیمي بدلون سره د مبارزې په نړیوال کنفرانس کې ګډون وکړ.

دغه کنفرانس د پولنډ په هېواد کې جوړ شوی چې د هېوادونو ولسمشرانو، لومړیو وزیرانو، د ملګرو ملتونو سرمنشي، وزیرانو، د (COP24) رئیس او نړیوال بانک رئیس په شموال د شاوخوا 196 هېوادونو استازو ګډون کړی، چې د نړیوال اقلیمي بدلون په اړه به ګډونوالو ته هر اړخیزه وینا او جدي پرېکړې وکړي.

ښاغلي میوندي، د افغانستان په استازیتوب د لیندۍ په ۲۱مه نېټه د کنفرانس ګډونوالو ته خپله وینا وکړه او کنفرانس له جوړوونکو، د (COP24) رئیس او د (UNFCCC) له سکرتریت څخه یې مننه وکړه او زیاته یې کړه: چې اقلیمي بدلون، جغرافیه، ځای، فرهنګ، ژبه، قوم، مذهب او جنسیت نه پېژني او بشرې ټولنې اغېزمنوي. د سږ کال په اوږدو کې ۲.۲ میلیونه افغانان د افغانستان په شمالي برخو کې و چکالۍ ځپلي او د مې په میاشت کې له ۱۶.۳۰۰ تنو څخه زیات زموږ هېوادوال، په اوو شمالي ولایتونو کې د سېلاوونو له خطر سره مخ دي او په بد حالت کې ژوند تېروي.

ښاغلي میوندي زیاته کړه: د افغانستان دولت دې ته ژمن دی چې له اقلیمي بدلون سره د مبارزې په برخه کې خپلې هڅې ګړندۍ کړې؛ خو په دې برخه کې د پرمختګونو سره سره، اوږد مزل مخې ته لرو.

د چاپېریال ساتنې ملي ادارې عمومي رئیس د نړیوال اقلیمي بدلون موخو ته د رسېدا لپاره، د نړیوالو کنفرانسونو او غونډو د پرېکړو د پلي کېدا ترڅنګ، د دولتونو تر منځ په قوي تعهد، همغږۍ او همکارۍ ټینګار وکړ او زیاته یې کړه: د اقلیمي بدلون سره د مبارزې او سازښت لپاره باید د نړۍ صنعتي هېوادونه، پوهنتونونه، علمای کرام، مدني ټولنې او خصوصي سکټور د ټولنې له ټولو وګړو سره په ګډه کار وکړي.

همدا راز ښاغلي شاه زمان میوندي د کنفرانس ګډونوالو ته د افغانستان دولت او افغانانو تعهد بیان کړ او زیاته یې کړه چې د امنیتي او انکشافي ګواښونو سره سره، د افغان دولت په استازیتوب د پاریس تړون پلي کېدا ته ژمن او ملاتړي یو؛ ترڅو د نړۍ د اوسني او راتلونکي نسل د هوساینې لامل شي.

په ننګرهار ولایت کې د اقلیمي بدلون نړیوالې اونۍ په پار غونډه ترسره شوه

د چاپېریال ساتنې ملي ادارې د اقلیمي بدلون نړیوالې اونۍ په مناسبت د ۱۳۹۷ د لړم په ۱۰مه د ننګرهار د ښوونې او روزنې پوهنتون کې د اقلیم بدلون سره د سازښت او مبارزې په موخه غونډه جوړه کړه.

په دې غونډه کې چې مشري یې د چاپېریال ساتنې ملي ادارې مسلکي معین انجنیر عزت الله صدیقي کوله، د ننګرهار مرستیال والي، د پوهنتون رئیس، د کلیو پراختیا او بیارغونې رئیس، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رئیس، د پوهنتون استادانو، محصلینو، د ملي او نړیوالو موسسو استازو او د کابل څخه تللي پلاوي په حضور ۱۸۰ تنو په ګډون کړی وو.

ښاغلي صدیقي د اقلیمي بدلون سره د سازښت او مبارزې  په اړه هر اړخیزه وینا وکړه او د اقلیم بدلون یې د اوسنۍ نړۍ یو ستر ګواښ وباله او زیاته یې کړه چې افغانستان د اقلیمي بدلون څخه اغیزمن دی؛ خو د اقلیمي بدلون په رامنځته کولو کې ونډه نه لري. نوموړي وویل: چې د افغانستان دولت دا موضوع اوس مهال په جدي توګه تعقیبوي او هڅه کوي؛ ترڅو هیواد ته د شته میکانیزمونو له لارې لازم مالي او تخنیکي امکانات ترلاسه کړي.

د یادې موضوع په اړه  د چاپېریال ساتنې ملي ادارې سلاکار ډګر جنرال محمد واصل بازغ، د ننګرهار مرستیال والي، د پوهنتون رئیس استاد میاخیل، د اوبو او انرژۍ رئیس، او یو شمېر نورو ګډونوالو خبرې وکړې.

 

ملت ته د حکومت حساب ‌ورکول

د چاپېریال ساتنې ملي ادارې عمومي رئیس، شاه زمان میوندي او معینانو یې د غوايي په لومړۍ نېټه د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې د مبطوعاتي کنفرانس په لړ کې د ۱۳۹۷ کال لاسته راوړنې او د دې ادارې راتلونکي پلانونه د (ملت ته د حکومت حساب ورکولو) برنامې له لارې، له قدرمنو هېوادوالو سره شریک کړل.

ښاغلي میوندي د کنفرانس په پیل کې د دې ادارې د کاري لیدلوري مشخصو اهدافو ته اشاره وکړه او زیاته یې کړه: دا اداره د چاپېریال قانون د موخو پر بنسټ په درې برخو (بنسټ جوړنه، چاپېریال ساتنه او د چاپېریالي چارو مدیریت او له اقلیمي بدلون سره سازښت او مبارزې) په برخه کې کوټلي ګامونه پورته کړي او په تېر کال کې په دې توانېدلې چې ۹۵ سلنه پراختیایي بودیجه ولګوي؛ همدا راز د د ې ادارې تشکیل د سمون په موخه له سره ارزول شوی چې د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو او جمهوري ریاست عالي مقام له خوا تائید شوی دی.

د چاپېریال ساتنې ملي ادارې عمومي رئیس وویل: په تېر کال کې د هوا کیفیت د څارنې د دوو لابراتوارونو طرحه منل شوې او د پراختیایي بودیجې په لګښت به په ننګرهار او هرات ولایتونو کې نصب شي؛ د لومړي ځل لپاره د کرنې وزارت په همکارۍ د وحشي ژوو او ښکار د تنظیم قانون، مسوده چمتو شوې چې د سږ کال په اوږدو کې به نافذ او پلی شي.

د دې ادارې عمومي رئیس، اقلیمي بدلون یو نړیوال ګواښ وباله او زیاته یې کړه: د اقلیمي بدلون له اغېزو څخه د نړۍ یو ځای هم په امان کې نه دی چې بېلګې یې په افغانستان کې وچکالي او په سږني پسرلي کې د هېواد په ګوټ ګوټ کې د خطرناکو سېلاوونو راوتل دي چې د اقلیمي بدلون د بدو اغېزو ژوندي مثالونه دي؛ نوموړي وویل: د اقلیمي بدلون سره د سازښت او مبارزې په برخه کې د چاپېریال ساتنې ملي ادارې له نړیوالو مالي میکانیزمونو څخه د اقلیمي بدلون په برخه کې افغانستان ته ځینې پروژې ترلاسه کړي دي.

ښاغلي میوندي وویل: د چاپېریال موضوع د اهمیت، په پام کې نیولو او د اقلیمي بدلون ګواښونو ته په کتو، د چاپېریال ساتنې ملي اداره یوه نوې اداره ده؛ نو اړینه ده چې د نړیوالو مالي میکانیزمونو سره د اړیکو د پیاوړتیا او کره پلانونو او برنامو د جوړلو په برخه کې جدي هڅې وشي؛ ترڅو افغانستان له نړیوالو څخه د اقلیمي بدلون او چاپېریال ساتنې په برخه کې لا ډیرې مرستې ترلاسه کړي.

د چاپېریال ساتنې ملي ادارې عمومي رئیس ټینګار وکړ چې دا اداره دې ته ژمنه ده چې د هېواد په کچه خلکو ته ځواب ویونکې او د چاپېریالي چارو د پالیسۍ جوړونې او همغږۍ په برخه کې فعاله وي؛ خو دې موخو ته د رسېدو لپاره د ټولو دولتي او خصوصي ارګانونو، مدني ټولنې، اکاډمیکو بنسټونو، مرسته کوونکو سازمانونو، ځوانانو او ټولو قدرمنو هېوادوالو همکاري اړینه ده؛ ترڅو وکولای شو د پروژو په پلي کولو او چاپېریال ساتنې په برخه کې له دې ادارې سره پوره همکاري وکړي.

د چاپېریال ساتنې ملي ادارې مسلکي معین، انجنیر عزت الله صدیقي د ښاري چاپېریال (د هوا او اوبو څرنګوالي، لابراتوارونو، غږیزې ککړتیا او جامدو خځلو) او طبیعي چاپېریال (ساتل شوې سیمې، وحشي ژوي، ښکار، طبي بوټي، د چاپېریالي چارو ارزونه، د اوزون پوړ ساتنې) د مدیریت او ټولو تخنیکي مسایلو په تړاو، خبریالانو ته معلومات ورکړل.

همدا راز د مالي او اداري چارو معین، محمد یوسف حمیدیان د دې ادارې د تشکیل د ارزونې، د کومارنې او ظرفیت لوړونې، د عامه پوهاوي کچې د لوړونې، اطلاع رسونې، سیټم جوړونې، د عادي او پراختیایي بودیجې د مصرف په اړه ګډونوالو ته معلومات ورکړل.

د کنفرانس په پای کې د چاپېریال ساتنې ملي ادارې عمومي رئیس او  ورسره پلاوي یې د خبریالانو پوښتنو د قناعت وړ ځوابونه ورکړل.