image_12


د چاپېریال ساتنې ملي اداره د دولتي ارګانونو له جملې څخه مهم ارګان دی، چې د ښه ژوند کولو، طبيعي سرچینو او وحشي ژوو د ساتنې او همدې ته ورته نورو چاپېریالي څیزونو د لاښه والي لپاره د افغانستان په ۳۴ولایتونو کې هلې ځلې کوي، ترڅو په هېواد کې هر اړخیزې اقتصادي او اجتماعي ستونزې پای ته ورسوي، وړ پلانونو او قوانین پلي کړي او همدارنګه د یادو ستونزو په اړه هېواد‌والو ته عامه پوهاوی وړاندې کړي.

یاد ارګان په سیمه او نړۍ کې له کنوانسیونونو سره د یو ځای کېدو لپاره هر اړخیزه پروتوکول په ملي، سیمه يیزه او بین‌الملي سطح لاسلیک کوي.

د چاپېریال ساتنې ملي اداره د لومړي ځل لپاره په ۱۳۸۳کال کې د ژوند چاپېریال خپلواک ریاست، د برېښنا او اوبو وزارت تر چتر لاندې او وروسته په ۱۳۸۴ کال کې د چاپېریال ساتنې ملي ادارې په نوم و نومول شوه، په ۱۳۸۵ کال کې د اساسي قانون د پنځلسمې مادې اړوند د چاپېریال ساتنې قانون پلی او د نورو مراحلو په طی کولو سره یاد ارګان د ۸۵۰ کسانو چې په مرکز او ولایاتو کې دندې مخکې وړي و پېژندل شو. یاد ارګان یو عمومي ریاست، درې معنیتونه، یوولس ریاستونه په مرکز او ولایتونو کې د یوه ریاست په درلودلو سره خپلې چارې مخکې وړي.

چې د لاندې موخو درلودونکې دي:
۱ـ د انساني، حیواني او نباتي روغتیا ساتنه.
۲ـ د هغوی د ودې ایکولوژیکه پایله. عملکرد
۳ـ د ژوند چاپېریال اړوند د اوسني او راتلونکي نسل، د شتمنیو ساتنه.
۴ـ د طبيعي او کلتوري پاتې شونو ساتنه.
۵ـ د ملي شتمنۍ د تل پاتې والي او پراختیا لپاره اسانتیا رامنځ ته کول.

د چاپېریال ساتنې ملي اداره، د لاندې اداري قوانینو درلودنکې ده



۱ـ چاپېريالیزه ساتنه او د لا ښه والي لپاره یې تل پاتې هلې ځلې.
۲ـ د ژوند چاپېریال ساتنه او د هغې وده.
۳ـ په سیمه يیزه، ملي او نړيواله کچه د چاپېریالي امورو ساتنه.
۴ـ د هېواد په کچه د چاپېریالي پلانونو د طرحې پلي کول، ترڅو د ژوند چاپېریال ستونزې له منځه لاړې شي.
۵ـ د اوبو، هوا، پاک چاپېریال څارنه او د ژوند‌چاپېریال اړوندو خدمتونو ته لاس رسی.
۶ـ د ښه چاپېریال په پار د ګټورو معلوماتو او عامه پوهاوي وړاندې کول او څارنه.
۷ـ د وزارتونو او اړوندو ادارو په همکارۍ، د هغو چاپېریالي تړونونو پلي کول، چې افغانستان یې غړیتوب لري.
۸ ـ د څارویو او نباتاتو د نړ‌يوال تجارت د کنوانسیون پلي کول.
۹ـ د قانون له مخې د چاپېریال ساتنې په پار له دولت سره تړون.
۱۰. د څو اړخیزه چاپیریالي هوکړه لیکنو په پار د افغانستان اسلامي جمهوري دولت، نړيوالو موسسو ترمنځ زمینه برابرول.
۱۱ـ د چاپیریالي پلاوي تر څارنې لاندې د نویو طرحو او پلانونو جوړول او له یادو معلوماتو څخه د اړتیا پر وخت ګټه اخیستنه.
۱۲ـ د چاپیریال د څرنګوالي په اړه د جمهوري ریاست په مشرۍ، په ښارونو کې د دوه کلن او په کلیو کې د پنځه کلن راپور وړاندې کول.
۱۳ـ په هېواد کې د چاپیریالي حالت په پار د دوه کلن راپور چمتو کول.
۱۴- د درې کلونو په موده کې د چاپېريالي طرحو د عملي کولو برنامه، وروسته د قانون له پلي کولو څخه د فوري، لنډمهالو، منځ مهالو او اوږدمهالو اقداماتو ترسره کول، د چاپېريالي ککړتيا مخنيوی او له منځه وړل، د اغېزو ارزونې په موخه د وزارتونو او ذيربطو ادارو په همکارۍ او مشورې سره د فعاليتونو د پلي کولو لپاره د برنامو تنظيم .
۱۵ـ د ګرځنده چاپیریالي ځانګړتیاوو ترتیب، بشپړول او خپرول.
۱۶ـ د چاپېریال ساتنې ملي ادارې د کلني راپور، جوازونو او اجازه لیکونو خپرول، کوم چې صادر شوي وي.
۱۷ـ د طبیعي زېرمو ، چاپیریالي رغونه، اړوندو چاپېریالي وړاندیزونو څارنه او ازموینه.
۱۸ـ د چاپیریالي مسایلو په اړه د تعلیمي پروګرامونو جوړول، د اړوندو وزارتونو او ریاستونو په همکارۍ د عامه پوهاوي لوړول.
۱۹ـ له طبیعی زېرمو تلپاتې ګټه اخیستنه او همدارنګه د اړوندو وزارتونو په ملتیا د چاپېریال ساتنه او کتنه.
۲۰ـ د چاپېریالي قوانینو پلي کول او څارنه.
۲۱ـ د هغو دندو ترسره کول، کومې چې د کابینې او وزیرانو شورا لخوا ورکړل شوې وي.

د چاپیریال ساتنې ملي ادارې کارکوونکي او مشرتابه د چاپیریال پراخه فعالیتونه رامنځ ته کړي، په شمول د 1397 کال لومړیو شپږو میاشتو لاسته راوړنو راټولول د بنسټونو او برخو په برخو کې ویشل شوي.

د چاپېريال ساتنې ملي ادارې رهبرۍ او پرسونل د رامنځته کېدو له راهيسې، پراخ چاپېرياليز فعاليتونه ترسره کړي چې له ډلې څخه يې د ۱۳۹۷ کال د شپږو لومړيو مياشتو غورچاڼ په اساسي برخو وېشلی چې په لاندې ډول يې وړاندې کوو.