دچاپیریال ساتنی ملي اداري د اقلیم بدلون او سازګاري ریاست لنډه پیژندنه



د اقلیم بدلون او سازګاري ریاست پیژندنه
د اقلیم بدلون او سازګاري ریاست د ‌ډیر پام وړ اړتیا پر بنسټ په ۱۳۸۹ کال کي د چاپیریال ساتني ملي اداري په چوکات کي تاسیس شو دغه ریاست د اقلیم بدلون او دهغه د ناوړي اغیزو په بشری ټولنو او طبیعي زیرمو باندي او همدارنګه د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت د تړونونو پر بنسټ د اقلیم بدلون د کنوانسیون (UNFCCC) د موخو د پلي کولو په اړه فعالیت کوي.

موخي
د اقلیم بدلون او سازګاري ریاست د اقلیم بدلون کنوانسیون د موخو د پلي کولو په منظور په ملي او نړیوالو کچه فعالیت کوي.
د اقلیم بدلون او سازګاري ریاست د چاپیریال ساتني د قانون پر بنسټ او همدارنګه د افغانستان د تړونونو کوم چي د اقلیم بدلون کنوانسیون د موخو د پلي کولو په اړه لري د اقلیم بدلون د تاثیراتو په اړه د معلوماتو او ارقامو راټولول په خاصه توګه د کرهني‌، اوبه، بریښنا، ټولنیزو مسایلو او همدا رنګه د اقلیم بدلون لومړنی ملي راپور (INC) تیارول، په ملي کچه د ګلخانه اي ګازونو د خپریدو مقدار د تثبیت په هکله مطالعه کول، د هیواد په بیلابیلو نقاطو کي د حساس او زیان منونکي ساحاتو مشخص کول او همدارنګه د اقلیم بدلون مهمو ګواښونو په مقابل کي د سازګاري د څرنګوالي په هکله د مطالعي مسؤلیت لري.

د اقلیم بدلون او سازګاري ریاست استراتیژي
د اقلیم بدلون او سازګاري ریاست د خپل و ظیفوی مکلفیتنو او د دندي د لایحي، د چاپیریال ساتني د قانون سره د سمون چي د ۲۲ مادي د حکم څخه اخستل شوی او د نهمي مادي د ۳، ۷ او ۱۲ بندونو د رعایت کولو او د چاپیر یال ساتني ملي اداري استراتیژي او پالیسی پر بنسټ لاندني فعالیتونه او مسولیتونه په غاړه لري.

موخي او دنده

د اقلیم بدلون او سازګاری ریاست مهمي فعالیتونه

په داخلي او خارجي ورکشاپونوکي د کارکونکو معرفي کول
په داخلي اوخارجي ښوونیز ورکشاپونو کي د اقلیم بدلون او سازګاري ریاست کارکونکو معرفي او ګډون

د ورکشاپونو دایرول
د چاپیریالیز مسایلو په اړه په مرکز او ولایاتو کي د ښوونیز ورکشاپونو دایرول

د پریزنټیشنونو تیارول او ارایه کول
د ورکشاپونو ګډونوالو لپاره د اقلیم بدلون مسایلو په اړه د پریزنټیشنونو تیارول او ارایه کول

په بیلابیلو مواردوکي د نظریاتو ارایه کول
د ترلاسه شوی اسنادونو، پالسیو او استراتژیو په اړه د نظریاتو ارایه کول

د اقلیم بدلون ریاست لا زیات پیژندنې لپاره لاندی لینکونو ته مراجعه وکړی :