logo د افغانستان اسلامي امارت
د چاپیریال ساتنې ملي اداره
  • د عکسونو نندارتون
  • قوانین
    • قوانین او مقررات
    • تګلارې او ستراتیژۍ
    • لارښوونې
  • د ادارې په اړه
    • نړیوالې اړیکې
      • MEAS
      • شریکانو
    • رسنۍ
      • د رسنیو سره اړیکې
      • خپرونې
      • خبرونه
    • اداره
      • د سازمانی چارت
      • ژوندلیک
      • پیښې
      • داوطلبۍ
      • نرخ اخستل
      • دندې
    • نندارتون
    • زمونږ سره اړیکه
  • چاپيریال
    • د اقلیم بدلون
      • د پروژې څارنه
      • راپورونه
    • نظارت او تفتیش
      • د اوبو کیفیت
      • د هوا ککړتیا
      • د زبالو مدیریت
    • تلپاتې پراختیا
      • د جواز ورکول
        • لارښونی
    • طبیعي میراثونه
  • کورپاڼه
  1. خبرونه
  2. کور پاڼه

وروستی

د افغانستان پلاوي د آذربایجان د ایکولوژۍ او طبیعي سرچینو له وزیر سره دوه اړخیزه ناسته وکړه
د طبي پاتې شونو د تنظیم او درملو تولیدي شرکتونو د چاپېریالي وضعیت ارزونه وشوه
کونړ، جوزجان او سمنګانو کې د عامه پوهاوي برنامې ترسره شوې
په غزني ولایت کې د هوسۍ دوه بچیان ونیول شول
د چاپېریال ساتنې ملي ادارې عمومي رئیس د یو پلاوي په مشرۍ په "نوسکي نړیوال کانګرس" کې د ګډون په موخه روسیې هېواد ته په سفر لاړ
د چاپېریال ساتنې ملي اداره د رها مؤسسې په همکارۍ د افغانستان د چاپېریالي وضعیت د ارزونې راپور جوړوي
د ترکیې سفیر: هېواد یې له افغانستان سره د چاپېریالي مسایلو په برخه کې بشپړ ملاتړ او همکارۍ ته چمتو دی
په ولایتونو کې د چاپېریالي اصولو د تطبیق په موخه څارنه او ارزونه ترسره شوه
یو ملت چې ونې کري، راتلونکی جوړوي!
په کابل کې د عمومي حشر په ترڅ کې د چاپېریال ساتنې په تړاو د عامه پوهاوي غونډه ترسره شوه

اړوند لینکونه

  • United Nations Environment Programme
  • Kabul Municipality
  • Climate Change-adaptation UNDP
  • Environmental-Health WHO

په هرات ولایت کې د چاپېریال ساتنې ملي ادارې له لوري علمي، چاپېریالي کنفرانس ترسره شو

slider-image

١٤٤٦کال د شعبان ١٨مه/ هرات
په هرات ولایت کې د چاپېریال ساتنې ملي ادارې له لوري علمي، چاپېریالي کنفرانس د سلګونو ګډونوالو په ګډون ترسره شو.
په دې کنفرانس کې د چاپېریال ساتنې ملي ادارې عمومي رئیس مولوي مطیع الحق خالص، هرات والي شيخ نور احمد اسلام جار، د هرات ولایت د بیلابیلو امارتي ادارو مسوولینو، علمای کرامو، د پوهنتونونو استادانو، متخصصینو، چاپېریالي فعالینو، قومي مشرانو، ځوانانو او د مختلفو بنسټونو استازو ګډون کړی و.


کنفرانس د قران عظیم الشان د مبارکو آیتونو په تلاوت پیل شو، ور پسې د هرات والي شيخ نور احمد اسلام جار د کنفرانس برخوالو او له پلازمېنه کابل څخه ورغلي پلاوي ته ښه راغلاست ووایه.
هرات والي د خپلي وینا پرمهال د یاد ولایت د چاپېریالي وضعیت په تړاو د کنفرانس برخوالو ته معلومات وړاندې کړه.
نوموړي وويل هرات د افغانستان یو له هغو ولايتونو څخه شمېرل کیږي چې د اقلیمي بدلون د منفي پایلو څخه متاثره شوي، وچکالي ورځ تربلي زیاتیږي، خلک د اوبو د کمښت له امله مهاجرتونو ته اړ شوي، هوا په مراتبو ککړه شوې، د ناروغیو کچه لوړه شوې او په ټوله کې چاپېریال ته سخته صدمه رسېدلې.


ده له علمای کرامو، ولسي مشرانو، متنفذینو، ځوانانو او رسنیو څخه غوښتنه وکړه چې د خپل چاپېریال ساتنې او حفاظت ته جدې پاملرنه وکړي.
ښاغلي اسلام جار د هرات چاپېریالي کنفرانس جوړېدو له کبله د چاپېریال ساتنې ملي ادارې څخه مننه وکړه او ژمنه یې وکړه چې د يادې ادارې د پلانونو او اصولو د تطبیق په برخه کې بشپړي همکارۍ ته چمتو دی.
د چاپېریال ساتنې ملي ادارې عمومي رئیس مولوي مطیع الحق خالص کنفرانس ته خپله مفصله او هر اړخیزه وینا وړاندې کړه.
ده وويل د یاد کنفرانس موخه د هرات ولايت د چاپېریالي ستونزو او فرصتونو ارزونه ده چې د چاپېریال ساتنې ملي ادارې له لوري په لاره واچول شو.
ښاغلي خالص څرګنده کړه تاسې پوهېږئ چې چاپېریال نه یوازې د اوسني نسل ګډه پانګه ده، بلکې د راتلونکو نسلونو ژوند او راتلونکی هم له همدې سره تړلی دی. طبیعت، هوا، اوبه، خاوره او ځمکه د الله تعالی له لورې زموږ لپاره یو امانت دی، او موږ مسؤولیت لرو چې دا امانت په ښه توګه وساتو او راتلونکو نسلونو ته یو روغ او سالم چاپېریال په میراث پرېږدو.


نوموړي زیاته کړه له بده مرغه، په تېرو ۴۵کلونو کې زموږ د هېواد چاپېریال ته جدي زیانونه رسېدلي دي. دایمي وچکالي، د اقلیم بدلون، د بارانونو فصلونو کې تغیر، د هوا، اوبو او خاوري ککړتیا، د ځنګلونو وهل، د شنو ساحو تخریب، ویجاړوونکي سېلابونه، د نایابه حیواناتو او طبیعي سیمو له منځه تلل، او د ایکوسیستم زیانمن کېدل هغه جدي خطرونه دي چې د افغانستان چاپېریال ورسره مخ دی.
د دې بله خطرناکه پایله دا ده د افغانستان وګړي، چې ډېری یې د ژوند تېرولو لپاره په کرنه او مالدارۍ متکي دي، له دې چاپېریالي ستونزو څخه ډېر زیان ویني.
لکه څرنګه چې تاسو ته جوته ده د افغانستان په لویو ښارونو کې هوا ککړیږي نو په همدې اساس د هرات ولایت یوه اساسي ستونزه د هوا ککړتیا ده، چې د صنعتي فعالیتونو، د غیرمعیاري سون توکو کارولو او د فابریکو د ګازونو د تصفیې د سیستمونو د کمښت له امله رامنځته شوې ده.
همدارنګه په افغانستان کې اقلیمي بدلونونه او د اوبو ناسم مصرف د دې لامل شوي چې د ځمکې لاندې اوبه کمې شي، چې دا چاره د خلکو پر ژوند او صنعتي پرمختګ مستقیم اغېز لري او هرات ولایت هم له دې څخه مستثنی نه دی.
عمومي رئیس ټینګار وکړ چې چاپېریال ساتنه یوازې د حکومتي ادارو مسؤلیت نه دی، بلکې ټول خلک باید پکې خپل مسؤلیت ادا کړي. امارتي ادارې، موسسات، خصوصي سکتور، علمای کرام، پوهنتونونه، قومي مشران، ښوونکي او عام خلک باید په ګډه کار وکړي.
په دې برخه کې له ټولو نه زیات د اسلامي امارت مسولیت ډیر دروند او د پام وړ دی نو په همدې اساس د اسلامي امارت له بریا وروسته زموږ تاکید پر دې و، ترڅو نړیوال قانع شي چې چاپېریالي او د اقلیمي بدلون اړوند مسایل سیاسي نه بلکي یوه بشري موضوع وګڼي.
له نېکه مرغه د زیاتو تلاښونو په پایله کې د چاپېریال ساتنې ملي اداره وتوانېده چې د اقلیمي بدلون نړیوال کنفرانس کاپ ۲۹ چې په اذربایجان هېواد کې جوړ شوی و ګډون وکړي، چې خوشبختانه له زیاتو تمویلونکو بنسټونو سره د افغان حکومت پلاوي ناستي او غونډي ډيري ګټوري وي.
د چاپېریال ساتنې ملي ادارې عمومي رئيس دغه راز وویل د چاپېریال ساتنې ملي ادارې له لوري د اقلیمي بدلون سره د سازښت او مبارزې په تړاو په ملي کچه د ټاکل شوې ونډې سند (NDC) چمتو او نهایې شوی چې په هغه کې دفغانستان ټولې اړتیاوي، برنامې او د حل لارې چارې تشریح شوي دي، دغه اداره له اقلیمي بدلون سره د مبارزې په برخه کې نړیوالو تعهداتو ته ژمنه ده او د خپل وظیفوي او ملي مسوولیت سره سم د هیواد د ټولو وګړو لپاره د سالم چاپېریال برابرولو په برخه کې کار او فعالیت ته دوام ورکوي.


په پای کې یې له هرات میشتو څخه غوښتنه وکړه چې چاپېریالي ستونزو ته رسیدنه یوازي د حکومت مسوولیت نه، بلکې د ټولني د هر فرد مسوولیت دی چې د چاپېریال په ساتنه او پالنه کې خپل دندي او مسوولیتونه ادا کړي.
و کنفرانس ته له اجنډا سره سم د هرات پوهنتون رئیس شيخ عبدالغني حقاني، د کانونو او صنایع خونې رئیس حمید الله خادم، د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي احمدالله متقي او د پوهنتون استاد عبدالواسیع امیري ويناوي وکړې خپل نظريات او غوښتنې یې وړاندې کړې.
د کنفرانس وروستۍ جمع بندي د هرات چاپېریال ساتنې رئیس مولوي عبدالعلي متقي وکړه.
نوموړي وویل د کنفرانس پریکړې به ولایتي اداره په خپلو پلانونو کې عملي او تطبیق کړي.

Feb 19, 2025

د چاپیریال ساتنی ملي اداره


: کاری ساعتونه

له شنبې څخه تر پنجشنبې پورې : د سهار له:۸ څخه تر :۴ بجو پورې

پنجشنبې : د سهار له ۸:۳۰ څخه تر ۱:۳۰ بجو پورې


په ټولنیزو رسنیو کې مونږ وڅاروئ



مونږ سره اړیکه



  • د چاپیریال ساتنی ملي اداره، شپږمه ناحیه
  • د دارالامان سرک٫ د مکتب کوڅه
  • کابل - افغانستان
  • ټیلیفون: ۴۰۶۴۹۷-۷۹۹  ۹۳+
  • بریښنالیک: info@nepa.gov.af
  • ګوګل لارښود

اړوند لینکونه



  • د وظائفو د مدیریت سیستم
  • داقلیم بدلون ملی معلوماتی سیستم
  • ایمیل
  • د چاپیریال ساتنی ملی معلوماتی سیستم
  • د هوا ککړتیا کمولو او مخنیوي لپاره پنځه کلن پلان
  • د کابل د هوا ککړتیا کمولو ، مخنیوي او اداره کولو لپاره کاري پلان
  • د چاپیریالي شکایتونو فورمه
  • د شرکتونو د ثبت فورمه
  • کلنۍ راپور ۱۳۹۸
  • د امر بالمعروف او نهي عن المنکراو شکایاتو اوریدلو وزارت

Copyright © NEPA,  2019 - 2021