logo د افغانستان اسلامي امارت
د چاپیریال ساتنې ملي اداره
  • د عکسونو نندارتون
  • قوانین
    • قوانین او مقررات
    • تګلارې او ستراتیژۍ
    • لارښوونې
  • د ادارې په اړه
    • نړیوالې اړیکې
      • MEAS
      • شریکانو
    • رسنۍ
      • د رسنیو سره اړیکې
      • خپرونې
      • خبرونه
    • اداره
      • د سازمانی چارت
      • ژوندلیک
      • پیښې
      • داوطلبۍ
      • نرخ اخستل
      • دندې
    • نندارتون
    • زمونږ سره اړیکه
  • چاپيریال
    • د اقلیم بدلون
      • د پروژې څارنه
      • راپورونه
    • نظارت او تفتیش
      • د اوبو کیفیت
      • د هوا ککړتیا
      • د زبالو مدیریت
    • تلپاتې پراختیا
      • د جواز ورکول
        • لارښونی
    • طبیعي میراثونه
  • کورپاڼه
  1. خبرونه
  2. کور پاڼه

وروستی

د افغانستان پلاوي د آذربایجان د ایکولوژۍ او طبیعي سرچینو له وزیر سره دوه اړخیزه ناسته وکړه
د طبي پاتې شونو د تنظیم او درملو تولیدي شرکتونو د چاپېریالي وضعیت ارزونه وشوه
کونړ، جوزجان او سمنګانو کې د عامه پوهاوي برنامې ترسره شوې
په غزني ولایت کې د هوسۍ دوه بچیان ونیول شول
د چاپېریال ساتنې ملي ادارې عمومي رئیس د یو پلاوي په مشرۍ په "نوسکي نړیوال کانګرس" کې د ګډون په موخه روسیې هېواد ته په سفر لاړ
د چاپېریال ساتنې ملي اداره د رها مؤسسې په همکارۍ د افغانستان د چاپېریالي وضعیت د ارزونې راپور جوړوي
د ترکیې سفیر: هېواد یې له افغانستان سره د چاپېریالي مسایلو په برخه کې بشپړ ملاتړ او همکارۍ ته چمتو دی
په ولایتونو کې د چاپېریالي اصولو د تطبیق په موخه څارنه او ارزونه ترسره شوه
یو ملت چې ونې کري، راتلونکی جوړوي!
په کابل کې د عمومي حشر په ترڅ کې د چاپېریال ساتنې په تړاو د عامه پوهاوي غونډه ترسره شوه

اړوند لینکونه

  • United Nations Environment Programme
  • Kabul Municipality
  • Climate Change-adaptation UNDP
  • Environmental-Health WHO

د چاپېریال ساتنې ملي ادارې عمومي رئیس د غیر امارتي موسساتو سره د ګډو همکاریو د پیاوړتیا په موخه د همغږۍ غونډه وکړه

slider-image

کابل _ ١٧رمضان المبارک/١٤٤٦
د چاپېریال ساتنې ملي ادارې عمومي رئیس مولوي مطیع الحق خالص او ورسره تخنیکي ټیم د غیر امارتي موسساتو له مسولینو او استازو سره د همغږۍ ځانګړې غونډه وکړه.
دا غونډه چې د اکبر موسسې په کوربتوب جوړه شوې وه موخه یې د چاپېریالي ساتنې په برخه کې د ګډې همکارۍ پیاوړتیا وه.


په دې غونډه کې، د افغانستان د طبیعي شتمنیو د خوندیتوب، د ځنګلونو او اوبو د سرچینو د ساتنې او د اقلیمي بدلونونو پر وړاندې د مبارزې په برخو کې د ګډو همکاریو پر اړتیا بحث او خبري وشوې.
د چاپېریال ساتنې ملي ادارې عمومي رئیس وویل چې غیر امارتي موسسات د چاپېریالي ستونزو د حل په موخه اساسي رول لري او د دوی همکاري د پایدارو حل‌لارو لپاره مهمه ده. نوموړي زیاته کړه: "موږ هڅه کوو، چې د امارتي ادارو، خصوصي سکټور او غیر امارتي موسساتو تر منځ یو قوي میکانیزم رامنځته کړو، تر څو د چاپېریال ساتنې ملي ستراتېژۍ په تطبیق کې ښې پایلې ترلاسه کړو."


ښاغلي خالص ټينګار وکړ دا هیواد د ټولو مشترک کور دی او باید په جوړونه او ابادۍ کې یې هم ټول په ګډه ونډه واخلو، نوموړي د موسساتو له مسوولینو څخه غوښتنه وکړه، مخکي له دې چې ډونر ته د پروژو اخیستلو پروپوزلونه وړاندي کړی د چاپېریال ساتنې ملي ادارې او نورو امارتي ادارو نظریات او وړاندیزونه په پام کې ونیسی؛ ترڅو په راتلونکي کې له ستونزو سره مخ نشی او پروژې مو په بشپړ موثریت سره تطبیق او عملي شي.


د چاپېریال ساتنې ملي ادارې عمومي رئيس دغه راز زياته کړه هڅه يې را پیل کړې ترڅو نړیوال قانع کړي چې چاپېریالي او د اقلیم بدلون اړوند مسایل سیاسي نه بلکې یوه بشري موضوع ده او مشترکو نړیوالو اقداماتو ته اړتیا لري؛ چې له نېکه مرغه په نړۍوالو غونډو کې د افغانستان حکومت د استازو ګډون او په دې وروستيو کې د اقلیمي بدلون اړوند پروژو له تعلیق څخه ويستل يې د پرمختګ او لاسته راوړنو په توګه يادولای شو.
عمومي رئيس څرګنده کړه دا مهال الحمدلله په ټول هېواد کې بشپړ امنیت تامین دی موسسات کولی شي چې په پوره ډاډ او اطمینان سره پروژې تطبیق او عملي کړي.


په غونډه کې د چاپېریال ساتنې ملي ادارې د پلان او برنامو رئیس فيض الله امين، د اقلیمي بدلون رئیس انجنیر روح الله امین او د نورو برخو مسوولینو د ادارې د دندو او لومړیتوبونو په اړه معلومات وړاندي کړه او د مؤسساتو څخه یې د کارونو او فعاليتونو د غوره اجرا په برخه کې د لازمي همغږۍ او همکارۍ غوښتنه وکړه.
د غیر امارتي موسساتو استازو د خپلو فعالیتونو په تړاو خبري وکړې نوموړو د چاپېریال ساتنې ملي ادارې له مشرتابه وغوښتل، چې د ستونزو په حل او د تخنیکي همکاریو په زیاتوالي کې له دوی سره همکاري وکړي.


د غونډې په وروستۍ ارزونه کې د چاپېریال ساتنې ملي ادارې عمومي رئیس د ټولو په توافق پرېکړه وکړه، چې د غیر امارتي موسساتو او د چاپېریال ساتنې ملي ادارې ترمنځ یوه دایمي همغږي رامنځته شي، چې د چاپېریالي پروژو د تطبیق، د پالیسو د اجرا، او د تمویل د سرچینو د تنظیم لپاره ګډ کار ترسره شي.

Mar 18, 2025

د چاپیریال ساتنی ملي اداره


: کاری ساعتونه

له شنبې څخه تر پنجشنبې پورې : د سهار له:۸ څخه تر :۴ بجو پورې

پنجشنبې : د سهار له ۸:۳۰ څخه تر ۱:۳۰ بجو پورې


په ټولنیزو رسنیو کې مونږ وڅاروئ



مونږ سره اړیکه



  • د چاپیریال ساتنی ملي اداره، شپږمه ناحیه
  • د دارالامان سرک٫ د مکتب کوڅه
  • کابل - افغانستان
  • ټیلیفون: ۴۰۶۴۹۷-۷۹۹  ۹۳+
  • بریښنالیک: info@nepa.gov.af
  • ګوګل لارښود

اړوند لینکونه



  • د وظائفو د مدیریت سیستم
  • داقلیم بدلون ملی معلوماتی سیستم
  • ایمیل
  • د چاپیریال ساتنی ملی معلوماتی سیستم
  • د هوا ککړتیا کمولو او مخنیوي لپاره پنځه کلن پلان
  • د کابل د هوا ککړتیا کمولو ، مخنیوي او اداره کولو لپاره کاري پلان
  • د چاپیریالي شکایتونو فورمه
  • د شرکتونو د ثبت فورمه
  • کلنۍ راپور ۱۳۹۸
  • د امر بالمعروف او نهي عن المنکراو شکایاتو اوریدلو وزارت

Copyright © NEPA,  2019 - 2021