logo د افغانستان اسلامي امارت
د چاپیریال ساتنې ملي اداره
  • د عکسونو نندارتون
  • قوانین
    • قوانین او مقررات
    • تګلارې او ستراتیژۍ
    • لارښوونې
  • د ادارې په اړه
    • نړیوالې اړیکې
      • MEAS
      • شریکانو
    • رسنۍ
      • د رسنیو سره اړیکې
      • خپرونې
      • خبرونه
    • اداره
      • د سازمانی چارت
      • ژوندلیک
      • پیښې
      • داوطلبۍ
      • نرخ اخستل
      • دندې
    • نندارتون
    • زمونږ سره اړیکه
  • چاپيریال
    • د اقلیم بدلون
      • د پروژې څارنه
      • راپورونه
    • نظارت او تفتیش
      • د اوبو کیفیت
      • د هوا ککړتیا
      • د زبالو مدیریت
    • تلپاتې پراختیا
      • د جواز ورکول
        • لارښونی
    • طبیعي میراثونه
  • کورپاڼه
  1. خبرونه
  2. کور پاڼه

وروستی

د افغانستان پلاوي د آذربایجان د ایکولوژۍ او طبیعي سرچینو له وزیر سره دوه اړخیزه ناسته وکړه
د طبي پاتې شونو د تنظیم او درملو تولیدي شرکتونو د چاپېریالي وضعیت ارزونه وشوه
کونړ، جوزجان او سمنګانو کې د عامه پوهاوي برنامې ترسره شوې
په غزني ولایت کې د هوسۍ دوه بچیان ونیول شول
د چاپېریال ساتنې ملي ادارې عمومي رئیس د یو پلاوي په مشرۍ په "نوسکي نړیوال کانګرس" کې د ګډون په موخه روسیې هېواد ته په سفر لاړ
د چاپېریال ساتنې ملي اداره د رها مؤسسې په همکارۍ د افغانستان د چاپېریالي وضعیت د ارزونې راپور جوړوي
د ترکیې سفیر: هېواد یې له افغانستان سره د چاپېریالي مسایلو په برخه کې بشپړ ملاتړ او همکارۍ ته چمتو دی
په ولایتونو کې د چاپېریالي اصولو د تطبیق په موخه څارنه او ارزونه ترسره شوه
یو ملت چې ونې کري، راتلونکی جوړوي!
په کابل کې د عمومي حشر په ترڅ کې د چاپېریال ساتنې په تړاو د عامه پوهاوي غونډه ترسره شوه

اړوند لینکونه

  • United Nations Environment Programme
  • Kabul Municipality
  • Climate Change-adaptation UNDP
  • Environmental-Health WHO

د چاپېریال ساتنې ملي ادارې عمومي رئیس د دې ادارې کارکوونکو ته د اختر مبارکۍ ترڅنګ اصلاحي وینا وکړه

slider-image

۱۴۴۶کال د شوال ۷نېټه/ کابل
د چاپېریال ساتنې ملي ادارې عمومي رئیس مولوي مطیع الحق خالص نن شنبه د ۱۴۰۴کال د وري په ۱۶مه نېټه د دې ادارې د بند امیر غونډو په تالار کې د ادارې ټولو مسوولینو او منسوبینو ته د اختر مبارکۍ سربېره اصلاحي وینا وکړه.
د اختر مبارکۍ په پار جوړو شوو مراسمو کې د دې ادارې عمومي رئیس مولوي مطیع الحق خالص د چاپېریال ساتنې ملي ادارې ټولو مسوولینو او منسوبینو ته د اختر مبارکي ورکړه او زیاته یې کړه چې له نېکه مرغه د سږني اختر ورځې مو په هېواد کې د بشپړ امنیت او ورورګلوۍ په فضا کې ولمانځلې چې دا پر افغانانو د الله تعالی ستره لورینه وه؛ نو موږ ته پکار ده چې د الله تعالی شکرانه ادا کړو او د اسلامي نظام ملاتړ وکړو. ده په خپلو خبرو کې وویل: هر څه د انسان ژوند کې تاثیر لري، موږ چې په روژه کې کوم عبادتونه او نیک اعمال ترسره کړي دي هغه باید په دوامداره توګه ترسره کړو.


ښاغلي خالص وویل: د مسلمان خاصیت باید داسې وي چې عبادت یې هم پر دنیوي او هم پر اخروي ژوندانه ژور تاثیر ولري او خپل نېک اعمال یوازې د رمضان تر میاشتې پورې محدود نه کړي. ده زیاته کړه چې د روژې په میاشت کې الله تعالی زموږ روحونه او جسمونه د نیکو اعمالو په وسیله ووینځل؛ نو موږ باید خپلو اعمالو او کړو وړو ته پاملرنه وکړو.


د چاپېریال ساتنې ملي ادارې عمومي رئیس له ټولو کارکوونکو وغوښتل چې خپل کارونه په صداقت او ایماندارۍ ترسره او د الله تعالی د مخلوق خدمت وکړي.
نوموړي ټینګار وکړ چې موږ باید د روژې مبارکې میاشتې څخه الهام واخلو، خپل کړه وړه د الله تعالي د اوامرو مطابق ترسره کړو او په خپلو کارونو کې باید په صداقت قدمونه واخلو؛ ځکه دا زموږ ټولو مسوولیت دی.


د مراسمو په پای کې د چاپېریال ساتنې ملي ادارې عمومي رئیس مولوي مطیع الحق خالص ټولو کارکوونکو سره د اختر مبارکي وکړه او کارکوونکي یې خپلو کارونو ته وهڅول.

Apr 5, 2025

د چاپیریال ساتنی ملي اداره


: کاری ساعتونه

له شنبې څخه تر پنجشنبې پورې : د سهار له:۸ څخه تر :۴ بجو پورې

پنجشنبې : د سهار له ۸:۳۰ څخه تر ۱:۳۰ بجو پورې


په ټولنیزو رسنیو کې مونږ وڅاروئ



مونږ سره اړیکه



  • د چاپیریال ساتنی ملي اداره، شپږمه ناحیه
  • د دارالامان سرک٫ د مکتب کوڅه
  • کابل - افغانستان
  • ټیلیفون: ۴۰۶۴۹۷-۷۹۹  ۹۳+
  • بریښنالیک: info@nepa.gov.af
  • ګوګل لارښود

اړوند لینکونه



  • د وظائفو د مدیریت سیستم
  • داقلیم بدلون ملی معلوماتی سیستم
  • ایمیل
  • د چاپیریال ساتنی ملی معلوماتی سیستم
  • د هوا ککړتیا کمولو او مخنیوي لپاره پنځه کلن پلان
  • د کابل د هوا ککړتیا کمولو ، مخنیوي او اداره کولو لپاره کاري پلان
  • د چاپیریالي شکایتونو فورمه
  • د شرکتونو د ثبت فورمه
  • کلنۍ راپور ۱۳۹۸
  • د امر بالمعروف او نهي عن المنکراو شکایاتو اوریدلو وزارت

Copyright © NEPA,  2019 - 2021