په کابل پوهنتون کې د  هوا ککړتیا سره د مبارزې په موخه علمي کنفرانس ترسره شو

د  چاپېريال ساتنې ملي ادراې د لوړو زده کړو وزارت په همکارۍ د روان کال د غبرګولي په ۲۵مه نېټه، د کابل پوهنتون په ادیتوریم کې د هوا له ککړتیا سره د مبارزې په موخه علمي کنفرانس ترسره شو.

په دې کنفرانس کې د چاپېريال ساتنې ملي ادارې عمومي رئيس شاه زمان ميوندي، د چارو ادارې عمومي رئيس، سيد عبدالوحيد قتالي، د ښار جوړونې په چارو کې د ولسمشر سلاکار، د لوړو زده کړو سرپرست وزير، د اړوندو ادارو معينانو، د کابل پوهنتون رئيس، استادانو او محصلينو ګډون کړی وو.

د چاپېریال ساتنې ملي ادارې عمومی رئیس، شاه زمان میوندي د هوا ککړتیا سره د مبارزې په موخه دغه علمي کنفرانس له مختلفو اړخونو د اهميت وړ وباله او ويې ويل: ککړه هوا نه يوازې د ژوند یوه برخه ننګوي؛ بلکې د ژوند روغتيايي، رواني، ټولنيز او اقتصادي اړخونه هم اغېزمنوي.

د داسې کنفرانسونو په جوړولو سره کولای شو چې د هوا ککړتيا مختلف اړخونه په علمي توګه مطالعه کړو، پلټنه یې وکړو او د حل لپاره یې مناسبې لارې چارې ولټوو.

ښاغلي ميوندي زیاته کړه: ترڅو چې له بشپړې خپلواکۍ څخه برخمن نه شو، په هېڅ ډول نه شو کولای چې په چاپېريالي ستونزو برلاسي شو او د چاپېريال د ريښتينو ساتونکو په توګه عمل وکړو، نوموړي وویل: د هوا ککړتيا یوه نړيواله ننګونه ده چې د روغتيا نړيوال سازمان (WHO) د آمارو په اساس، هر کال په ټوله نړۍ کې شاوخوا ۷ ميليونه انسانان د ککړې هوا له امله خپل ژوند، له لاسه ورکوي او افغانستان هم له دې پديدې څخه په امان کې نه دی، تاسو شاهد ياست چې تېر کال د ککړې هوا له امله افغانستان د ککړو هېوادنو په ډله کې و او ښايي دا وضعيت راتلونکي کال کې هم تکرار شي.

د چاپېريال ساتنې ملي ادارې عمومي رئيس، د نفوسو زياتوالی، د بې کيفيته سونګ توکو کارول، د ښارونو غير پلاني وده او صنعتي تاسيساتو د جوړولو په موخه د ځمکې څخه په ګټې اخيستو کې بدلون، د ټکنالوژۍ پرمختګ، د خدماتي تاسيساتو رغول، د شنو او زرغونو سيمو نشتوالی، خامه سړکونه او په لسګونو نور موارد، د ککړې هوا لاملونه وګڼل.

ښاغلي ميوندي، له چاپېريال او خپلواکۍ څخه ساتل د ټولو خلکو ملي، ديني او هېوادنۍ دنده وګڼله او له ټولو هېوادوالو يې وغوښتل چې د چاپېريال په ساتلو او د هوا د ککړتيا په راکمېدو او مخنيوي کې په ګډه هڅې وکړي؛ ترڅو پاک چاپېريال او پاک ښار ولرو.
ورپسې د چارو ادارې عمومي رئيس سيد عبدالوحيد قتالي، د چاپېريال ساتنې لپاره کلي اجماع او د ښوونې او روزنې رول د هوا د ککړتيا په راټیټولو او کمښت کې ارزښت لرونکی وباله.

د دې کنفرانس په لړ کې د لوړو زده کړو سرپرست وزير عبدالتواب بالاکرزي او د کابل پوهنتون رئيس حميدالله فاروقي د چاپېريال ساتنې او هوا د ککړتيا کچې په راټیټولو کې د څېړنو، مطالعې، د خلکو د  عامه_پوهاوي د کچې لوړېدل او د اکاډميکو بنسټونو د رول په اړه په تفصيلي توګه خبرې وکړې.

د چاپېريال ساتنې ملي ادارې مسلکي معين، انجنیر عزت الله صدیقي د هوا ککړتيا د راټیټولو په موخه د ۵ کلن پلان او د هېواد په لويو ښارونو کې د هوا ککړتیا د تشخيصولو په موخه د سيسټم جوړونې او د ثابتو دستګاوو نصبولو په اړه خبرې وکړې او ګډونوالو ته يې معلومات ورکړل.

د کنفرانس په پای کې د کابل او پولي تخنيک پوهنتونونو استادانو د هوا ککړتیا د راټیټولو او د حل لارو چارو لټولو په اړه محصلینو او ګډونوالو ته معلوماتي پرزينټېشنونه وړاندې کړل.

Posted in News Pashto.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *