د طبيعي ميراثونو د ساتنې رياست



د طبيعي ميراثونو رياست له ۱۳۸۴ کال څخه راپدېخوا د چاپېريال ساتنې ملي ادارې په چوکاټ کې د چاپېريال ساتنې د قانون شپږم فصل ته په کتو د هېواد طبيعي زېرمو د تنظیم، ساتنې او نظارت په برخو کې فعاليت کوي.

د رياست کاري کړنلاره:
د ذيربطو ارګانونو سره په ګډه د حفاظتي برنامو پېژندل، جوړول او تنظیمول او د افغانستان د کليدي طبيعي زېرمو څخه چې پکې ځنګلونه، څړځايونه، وحشي ژوند، ساتل شوې سيمې، فرهنګي ميراثونه، تاريخي ابدات او زرغونې سيمې شاملې دي، نظارت کول دي.