ښاغلی پښتون عاطف د جلالتماب جمهور رییس د ۱۵/۰۳/۱۴۰۰ نېټې د (۴۹) شمېرې فرمان پر بنسټ د چاپېریال ساتنې ملي ادارې د عمومي رییس په توګه وټاکل سو.


پښتون عاطف په (۱۳۵۹) لمریز کال د کندهار ښار په یوې روڼ اندې او علم پالې کورنۍ کې وزېږېد. هغه خپلې لومړۍ زده کړې د کندهار ولایت په ظاهر شاهي عالي لېسه کې پای ته ورسولې.


ښاغلي عاطف په دوو وروستیو لسیزو کې دننه په افغانستان او له هیواده بهر په نړۍوالو پېژندل سویو بنسټونو کې دنده ترسره کړې ده؛ چې له هغې ډلې د ملګرو ملتونو د پراختیا پروګرام (UNDP)، د امریکا د نړۍوالې پراختیا اداره (USAID) او د شمالي اتلانتیک تړون سازمان (NATO) د یادونې وړ دي.


په وروستیو کې، ښاغلي عاطف په GoodWeave International بنسټ کې د افغانستان د چارو د مسوول په توګه دنده درلودله، چې د امریکې په واشنګټن ډي سي کې مېشت یو نادولتي بنسټ دی، چې په نړۍ کې د ماشومانو د کار پای ته رسېدلو په موخه فعالیت کوي. تر هغه مخکې ښاغلي پښتون عاطف د USAID په مشرۍ بېلابېلو پروګرامونو کې کار کاوه چې موخه یې د ثبات ټینګښت، د ټولنې پراختیا او په سیمه ییزه او ملي کچه ښه حکومتولي وه. ښاغلي عاطف دا ویاړ درلود چې د ښې حکومتولۍ او د ټولنې پراختیا، اوبو، حفظ الصحې او پاکوالي (WASH)، زده کړې، ظرفیت جوړونې، د کورنیو بې ځایه سویو ملاتړ او په جګړه کې د ښکېلو کسانو بېرته ادغام په برخه کې بېلابېلې پروژې مدیریت کړي. په دې ټولو مسوولیتونو کې؛ ښاغلي عاطف خپل مسلکيتوب، سرښندنه او صداقت ښودلی دی او همدا یې د دوامداره پرمختګ لاملونه ګرځېدلي دي.


په ۲۰۰۶ زېږدیز کال کې، Cooperazione Internazionale، چې يو ايټالوی نړۍوال نادولتي بنسټ دی، ښاغلي عاطف ته په سودان کې د یوې دندې وړاندیز وکړ، چېرته چې ده د دارفور په سیمه کې بېلابېل ستر او کوچني پروګرامونه پلي کړل. وروسته ښاغلي عاطف په اروپا او امریکا متحده ایالتونو کې  د یو خپلواک-سیار مشاور په توګه دنده ترسره کړه؛ چې په لړ کې یې بېلابېلو بنسټونو ته د افغانستان د سیاسي، ټولنیز او اقتصادي وضعیت په اړه د مشورې خدمتونه وړاندې کول.


ښاغلی عاطف د آمریکا متحده ایالتونو د ماساچوست ایالت، د بوسټون ښار له ټافټس پوهنتون څخه د نړۍوالو اړیکو په برخه کې د لسانس سند لري او همدارنګه یې د انګلستان د آکسفورډ پوهنتون (Blavatnik School of Government) څخه د عامه پالیسۍ په برخه کې د ماسټرۍ تر کچې زده کړې کړې دي.