• د عکسونو نندارتون
    • زموږ سره اړیکه
      • زمونږ سره اړیکه
      • د چاپیریالي شکایتونو فورمه
    • خپرونې
      • د رسنیو سره اړیکې
      • خپرونې
      • خبرونه
    • جـوازونـه
      • چاپیریالی جواز
      • د ښکار جواز
    • قوانین
      • قوانین او مقررات
      • تګلارې او ستراتیژۍ
      • لارښوونې
    • زموږ په اړه
      • د سازمانی چارت
      • ژوندلیک
      • پیښې
      • داوطلبۍ
      • نرخ اخستل
      • دندې
    • چاپيریال
      • نړیوالې اړیکې
        • MEAS
        • شریکانو
      • د اقلیم بدلون
        • د پروژې څارنه
        • راپورونه
      • نظارت او تفتیش
        • د اوبو کیفیت
        • د هوا ککړتیا
        • د زبالو مدیریت
      • تلپاتې پراختیا
        • د جواز ورکول
          • لارښونی
      • طبیعي میراثونه
    • کورپاڼه
logo
  1. خبرونه
  2. کور پاڼه

وروستی

د چاپېریال ساتنې ملي ادارې رهبرۍ د EPTDO موسسې د روانو او راتلونکو پروژو جاج واخیست
ولایتونو کې د یو شمېر فعالیتونو چاپېریالي وضعیت و ارزول شو
د چاپېریال ساتنې ملي ادارې عمومي رئیس د IFRC د اسیا پاسیفیک برخې له رئيس او مل پلاوي سره وکتل
د میدان وردګو مرکزي روزنتون ۹۰ تنه طالب العلمانو او استادانو ته عامه پوهاوی ورکړل شو
کونړ کې د نفرایټ ډبرو د استخراج معدن د فعالیتونو څارنه او ارزونه وشوه
لغمان کې د "۲۷۰۰۰" بادام نیالګیو د کېنولو بهیر پیل شو
ننګرهار او خوست کې د یو شمېر فعالیتونو څارنه او ارزونه وشوه
ولایتونو کې د عامه پوهاوې مختلفې برنامې ترسره شوې
د چاپېریال ساتنې ملي ادارې او (Access Point) شرکت ترمنځ د ۱۵۰ زره امریکايي ډالرو په ارزښت د پروژې د تطبیق هوکړه‌لیک لاسلیک شو
ارزګان کې ۵تنه د کبانو ښکاریان ونیول شول

اړوند لینکونه

  • United Nations Environment Programme
  • Kabul Municipality
  • Climate Change-adaptation UNDP
  • Environmental-Health WHO

په چاپېریال سانته کې پولیس تر ټولو مهم مسوولیت لري

slider-image

 

۱۳۹۹- د تلې لومړۍ نیټه - کابل
د چاپېریال ساتنې ملی ادارې د اطلاعاتو او عامه اړیکو ریاست د سه شنبې په ورځ د ستر جنرال شهید عبدالرازق اڅکزي د پولیسو اکاډمۍ ۲۵۰تنو محصلیونو ته د چاپېریالي جرمنو او په چاپېریال ساتنه کې د پولیسو_مسوولیت په تړاو دوه ورځنی ورکشاپ پیل کړ.
په پیل کې د چاپېریال ساتنې ملي ادارې مسلکي معین انجنیر عزت الله صدیقي د چاپېريالي مسایلو او په چاپېریال ساتنه کې د پولیسو د مسوولیت په هکله وینا وکړه او ویې ویل: الله ج ټول موجودات او کاینات د انسانانو د تلپاتې ګټې اخیستنې لپاره پیدا کړي؛ تر څو خپلې اړتیاوې ترې پوره کړي؛ خو انسانانو، نه دا چې له دغه کایناتو او موجوداتو تلپاتې او سالمه ګټه نه ده اخيستې، بلکي د ځمکې د منابعو د خرابوالي سبب شوي دي.
ښاغلي صدیقي زیاته کړه پولیس د خلکو او وطن ساتونکي دي، معلومه خبره ده چې پولیس په اوسني حالت کې د جګړې په لیکو کې بوخت دي؛ خو هیلې به لرو چې الله ج سوله راولي او له سولې وروسته به زموږ پولیس، هغه پولیس وي چې د چاپېریال ساتنې، ځنګلونو وهلو، د حیواناتو قاچاق او نورو چاپېریالي ګواښونو د مخنیوي په برخه کې به کار کوي او په دې برخه کې مکلف دي چې د قانون په رڼا کې د چاپېریالي سرغړونو مخنیوی وکړي؛ همدا ځای دی چې پولیس د چاپېریال ساتنې په برخه کې تر ټولو مهم مسولیت لري.
ورپسې د پولیسي زده کړو رییس پوهنمل ذبیح الله ناظمي د چاپېریال ساتنې ملي ادارې له ګډو همکاریو مننه وکړه او زیاته یې کړه: پولیس مکلف دي چې د چاپېریالي جرمونو مخنیوی وکړي او همدارنګه مسولیت لري چې د اساسي قانون او چاپېریال قانون په رڼا کې د هغو کړنو مخه ونیسي، کوم چې د چاپېریال په برخه کې ګواښونه ولاړوي.
همدارنګه د چاپېریال ساتنې ملي اداري حقوقي مشاور نعمت الله سلطاني وویل: د چاپېریالي تخلفاتو د مخنیوي په برخه کې همدا تاسو پولیس یاست، چې قانون پلی کوئ او د ناقانونه کړنو مخنیوی کوی. ده د چاپېریال ساتنې په برخه کې د پولیسو رول مهم وباله او په دې برخه کې یې له پولیسو د لا ډېرې همکارۍ غوښتنه وکړه.
هېره دې نه وي چې په دغه دوه ورځني ورکشاپ کې د جزا کوډ، اقلیمي بدلون، ساتل شویو سیمو، ژوند بڼو او چاپېریالي ککړتیاوو په برخه کې ګډونوالو ته معلوماتي پرېزنټېشنونه وړاندې شول او همدا راز د ګډونوالو پوښتنو ته ځوابونه ورکړل شول.
پولیس قانون او چاپېریال سانته

Sep 23, 2020

د چاپیریال ساتنی ملي اداره


: کاری ساعتونه

له شنبې څخه تر پنجشنبې پورې : د سهار له:۸ څخه تر :۴ بجو پورې

پنجشنبې : د سهار له ۸:۳۰ څخه تر ۱:۳۰ بجو پورې


په ټولنیزو رسنیو کې مونږ وڅاروئ



مونږ سره اړیکه



  • د چاپیریال ساتنی ملي اداره، شپږمه ناحیه
  • د دارالامان سرک٫ د مکتب کوڅه
  • کابل - افغانستان
  • ټیلیفون: ۸۰۵۵۳۰-۷۰۴  ۹۳+
  • بریښنالیک: info@nepa.gov.af
  • ګوګل لارښود

اړوند لینکونه



  • د وظائفو د مدیریت سیستم
  • داقلیم بدلون ملی معلوماتی سیستم
  • ایمیل
  • د چاپیریال ساتنی ملی معلوماتی سیستم
  • د هوا ککړتیا کمولو او مخنیوي لپاره پنځه کلن پلان
  • د کابل د هوا ککړتیا کمولو ، مخنیوي او اداره کولو لپاره کاري پلان
  • د چاپیریالي شکایتونو فورمه
  • د شرکتونو د ثبت فورمه
  • کلنۍ راپور ۱۳۹۸
  • د امر بالمعروف او نهي عن المنکراو شکایاتو اوریدلو وزارت

Copyright © NEPA,  2019 - 2021