• د عکسونو نندارتون
    • زموږ سره اړیکه
      • زمونږ سره اړیکه
      • د چاپیریالي شکایتونو فورمه
    • خپرونې
      • د رسنیو سره اړیکې
      • خپرونې
      • خبرونه
    • جـوازونـه
      • چاپیریالی جواز
      • د ښکار جواز
    • قوانین
      • قوانین او مقررات
      • تګلارې او ستراتیژۍ
      • لارښوونې
    • زموږ په اړه
      • د سازمانی چارت
      • ژوندلیک
      • پیښې
      • داوطلبۍ
      • نرخ اخستل
      • دندې
    • چاپيریال
      • نړیوالې اړیکې
        • MEAS
        • شریکانو
      • د اقلیم بدلون
        • د پروژې څارنه
        • راپورونه
      • نظارت او تفتیش
        • د اوبو کیفیت
        • د هوا ککړتیا
        • د زبالو مدیریت
      • تلپاتې پراختیا
        • د جواز ورکول
          • لارښونی
      • طبیعي میراثونه
    • کورپاڼه
logo
  1. خبرونه
  2. کور پاڼه

وروستی

ولایتونو کې د یو شمېر فعالیتونو چاپېریالي وضعیت و ارزول شو
د چاپېریال ساتنې ملي ادارې عمومي رئیس د IFRC د اسیا پاسیفیک برخې له رئيس او مل پلاوي سره وکتل
د میدان وردګو مرکزي روزنتون ۹۰ تنه طالب العلمانو او استادانو ته عامه پوهاوی ورکړل شو
کونړ کې د نفرایټ ډبرو د استخراج معدن د فعالیتونو څارنه او ارزونه وشوه
لغمان کې د "۲۷۰۰۰" بادام نیالګیو د کېنولو بهیر پیل شو
ننګرهار او خوست کې د یو شمېر فعالیتونو څارنه او ارزونه وشوه
ولایتونو کې د عامه پوهاوې مختلفې برنامې ترسره شوې
د چاپېریال ساتنې ملي ادارې او (Access Point) شرکت ترمنځ د ۱۵۰ زره امریکايي ډالرو په ارزښت د پروژې د تطبیق هوکړه‌لیک لاسلیک شو
ارزګان کې ۵تنه د کبانو ښکاریان ونیول شول
د چاپېریال ساتنې ملي ادارې مالي او اداري معین د UNDP له مسوولینو سره وکتل

اړوند لینکونه

  • United Nations Environment Programme
  • Kabul Municipality
  • Climate Change-adaptation UNDP
  • Environmental-Health WHO

د افغانستان د ګازو پروژې (AGASP) د چاپېریالي او ټولنیزو چارو د ارزونې په پار له اړوند ادارو سره مشورتي غونډه ترسره شوه

slider-image

 

د تلې ۶مه نېټه/ کابل
د چاپېریال ساتنې ملي ادارې مسلکي معین انجنیر عزت الله صدیقي په مشرۍ د افغانستان د ګازو پروژې (AGASP) د چاپېریالي او ټولنیزو چارو د ارزونې په پار د ګازو په پروژه کې د ښکېلو ادارو له استازو سره د دې ادارې د بند امیر د غونډو په تالار کې مشورتي ناسته ترسره شوه چې پکې د کلیو پراختیا، عامې روغتیا، کرنې او مالدارۍ، د ښځو چارو، د کانونو او پترولیم وزارتونو او نورو اړوندو ادارو 50 تنو استازو ګډون کړی وو.
په پیل کې د چاپېریال ساتنې ملي ادارې مسلکي معین ګډونوالو ته ښه راغلاست ووایه او د داسې غونډو جوړېدل یې خورا اړین او با ارزښته وبلل، ده  زیاته کړه: د چاپېریال_قانون او چاپېریالي او ټولنیزو چارو د ارزونې مقررې پر بنسټ د هرې پروژې له تطبیق څخه مخکې باید د پروژو د چاپېریالي او ټولنیزو چارو اروزنه وشي.
ښاغلي صدیقي وویل: په کومو پروژو کې چې د چاپېریالي چارو ارزونه په پام کې و نه نیول شي پایلې یې ډېرې خطرناکې وي؛ نو اړینه ده چې د هرې پروژې له پلي کېدو څخه مخکې باید موږ له ټولو ښکېلو خواوو سره داسې غونډې جوړې کړو چې په هغه کې د پروژو ګټې، زیانونه، منفي او مثبتې چاپېریالي او ټولنیزې اغېزې و ارزول شي.
نوموړي له ګډونوالو غوښتنه وکړه چې خپلې سلا مشورې، نظرونه، پوښتنې او وړاندیزونه له موږ سره شریک کړي؛ ترڅو د چاپېریالي جوازونو په ورکړه کې اسانتیا رامنځته شي.
د غونډې په لړ کې د ډینامیک وېژن شرکت د برنامو مدیر لطف الله فقیرزاده لخوا د ګازو پروژې د تطبیق د څرنګوالي په هکله معلوماتي پرزنټېشن وړاندې شو او د ګډونوالو پوښتنو ته یې ځوابونه ورکړل.
د یادولو وړ ده چې د افغانستان د ګازو پرژه د افغان دولت په مالي لګښت د ښکېلو خواوو په همکارۍ پلې کیږي، رغنیزې چارې به یې په ۲۰۲۱ زیږدیز کال کې پيل او د ۶ او ۱۳ میاشتو په موده کې به بشپړې شي.
د ګازو دغه فولادي نل لیکه به د پخواني ګازو پایپ لاین په خوا کې له شبرغان څخه تر مزارشریف ښار پورې د 89 کیلومټرو په واټن وغزیږي چې 1،8 متره به په ځمکه کې ښخه او ډبل والی به یې ۱۲ انچه وي چې د هېواد د ځان بساینې په برخه کې به خورا ګټوره او اغېزمنه وي.
خبریال: عبدالولي عابد
عکاس: سید امید سادات

Sep 28, 2020

د چاپیریال ساتنی ملي اداره


: کاری ساعتونه

له شنبې څخه تر پنجشنبې پورې : د سهار له:۸ څخه تر :۴ بجو پورې

پنجشنبې : د سهار له ۸:۳۰ څخه تر ۱:۳۰ بجو پورې


په ټولنیزو رسنیو کې مونږ وڅاروئ



مونږ سره اړیکه



  • د چاپیریال ساتنی ملي اداره، شپږمه ناحیه
  • د دارالامان سرک٫ د مکتب کوڅه
  • کابل - افغانستان
  • ټیلیفون: ۸۰۵۵۳۰-۷۰۴  ۹۳+
  • بریښنالیک: info@nepa.gov.af
  • ګوګل لارښود

اړوند لینکونه



  • د وظائفو د مدیریت سیستم
  • داقلیم بدلون ملی معلوماتی سیستم
  • ایمیل
  • د چاپیریال ساتنی ملی معلوماتی سیستم
  • د هوا ککړتیا کمولو او مخنیوي لپاره پنځه کلن پلان
  • د کابل د هوا ککړتیا کمولو ، مخنیوي او اداره کولو لپاره کاري پلان
  • د چاپیریالي شکایتونو فورمه
  • د شرکتونو د ثبت فورمه
  • کلنۍ راپور ۱۳۹۸
  • د امر بالمعروف او نهي عن المنکراو شکایاتو اوریدلو وزارت

Copyright © NEPA,  2019 - 2021