• د عکسونو نندارتون
    • زموږ سره اړیکه
      • زمونږ سره اړیکه
      • د چاپیریالي شکایتونو فورمه
    • خپرونې
      • د رسنیو سره اړیکې
      • خپرونې
      • خبرونه
    • جـوازونـه
      • چاپیریالی جواز
      • د ښکار جواز
    • قوانین
      • قوانین او مقررات
      • تګلارې او ستراتیژۍ
      • لارښوونې
    • زموږ په اړه
      • د سازمانی چارت
      • ژوندلیک
      • پیښې
      • داوطلبۍ
      • نرخ اخستل
      • دندې
    • چاپيریال
      • نړیوالې اړیکې
        • MEAS
        • شریکانو
      • د اقلیم بدلون
        • د پروژې څارنه
        • راپورونه
      • نظارت او تفتیش
        • د اوبو کیفیت
        • د هوا ککړتیا
        • د زبالو مدیریت
      • تلپاتې پراختیا
        • د جواز ورکول
          • لارښونی
      • طبیعي میراثونه
    • کورپاڼه
logo
  1. خبرونه
  2. کور پاڼه

وروستی

ولایتونو کې د یو شمېر فعالیتونو چاپېریالي وضعیت و ارزول شو
د چاپېریال ساتنې ملي ادارې عمومي رئیس د IFRC د اسیا پاسیفیک برخې له رئيس او مل پلاوي سره وکتل
د میدان وردګو مرکزي روزنتون ۹۰ تنه طالب العلمانو او استادانو ته عامه پوهاوی ورکړل شو
کونړ کې د نفرایټ ډبرو د استخراج معدن د فعالیتونو څارنه او ارزونه وشوه
لغمان کې د "۲۷۰۰۰" بادام نیالګیو د کېنولو بهیر پیل شو
ننګرهار او خوست کې د یو شمېر فعالیتونو څارنه او ارزونه وشوه
ولایتونو کې د عامه پوهاوې مختلفې برنامې ترسره شوې
د چاپېریال ساتنې ملي ادارې او (Access Point) شرکت ترمنځ د ۱۵۰ زره امریکايي ډالرو په ارزښت د پروژې د تطبیق هوکړه‌لیک لاسلیک شو
ارزګان کې ۵تنه د کبانو ښکاریان ونیول شول
د چاپېریال ساتنې ملي ادارې مالي او اداري معین د UNDP له مسوولینو سره وکتل

اړوند لینکونه

  • United Nations Environment Programme
  • Kabul Municipality
  • Climate Change-adaptation UNDP
  • Environmental-Health WHO

د افغانستان د کلیوالي انرژۍ د مارکېټ بدلون نوښت پروژې په برخه کې د ټولو ادارو همکاري

slider-image

 ۱۳۹۹   د تلې ۳۰ مه
د افغانستان د کلیوالي انرژۍ د مارکېټ بدلون نوښت پروژې په هکله د ښکېلو کلیدي لورو د نظر اخیستنې ناسته د تلې میاشتې په ۲۹مه نېټه د کلیوبیارغونې او پراختیا په وزارت کې، د چاپېریال ساتنې ملي اداري د پالیسۍ او نړیوالو اړیکو معین ادریس ملیار، د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت د پروګرامونو معین، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د پرمختیایي پروګرام مرستیالې، د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت د برنامو رییسانو او د انرژۍ سکتور د کلیدي ادارو استازو په ګډون سره تر سره شوه.
په یاده ناسته کې د چاپېریال ساتنې ملي ادارې د پالیسۍ او نړیوالو اړیکو معین ادریس ملیار د خپلو خبرو په ترڅ کې د پروژې ارزښت ته په اشارې سره وویل چې یاده پروژه د زرغون اقلیم له صندوق څخه د راتلونکو پروژو لپاره د بنسټ حیثیت لري. ښاغلي ملیار د پروژې په پلي کولو کې د خپلې ادارې د بشپړ چمتووالي د څرګندولو تر څنګ وویل چې په بریالۍ توګه د پروژې د پلي کولو لپاره اړینه ده تر څو ټولې ښکېلې ادارې نږدې همکاري ولري. همدا راز د یادې ادارې د نړۍوالو اړیو او پالیسۍ معین د خپلو خبرو په اوږدو کې وویل: د دې ته ورته پروژو پلي کول، کولی شي د اقلیمي بدلون په برخه کې ګټورې تمامې شي.
د کلیوبیارغونې او پراختیا وزارت د پروګرامونو معین، ښاغلي پوپل حبیبي، په خپله وینا کې له ټولو ادارو، په ځانګړې توګه د ملګرو ملتونو له پرمختیایي پروګرام (UNDP) او د چاپېریال ساتنې له ملي ادارې، څخه مننه وکړه چې ددې پروژې د پروپوزل په چمتو کولو کې یې رغنده رول درلود. ښاغلي حبیبي هیله څرګنده کړه چې یاده پروژه به له زرغون اقلیم صندوق څخه د لازیاتو پروژو د تر لاسه کولو پیل وي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو پرمختیایي پروګرام مرستیالې، آغلې Surayo Buzurukova، د ناستې موخې ته په اشارې سره وویل چې هیله لرو تر څو د ټولو ښکېلو لورو د نظرونو له اخیستلو وروسته په نږدې راتلونکي کې د پروژې عملي کارونه پیل کړو. نوموړې د انرژۍ په سکټور کې د ملګرو ملتونو د پرمختیایي پروګرام د دوامداره ژمنې په اړه د ډاډ څرګندولو تر څنګ وویل چې اړتیا ده تر څو په راتلونکي کې د افغنستان په کلیوالي سیمو کې تر دې لا لویې پروژې د انرژۍ په برخه کې پلې شي.
وروسته، د کلیوبیارغونې او پراختیا وزارت د دوامداره انرژۍ برنامې د رئیس ښاغلي محمداجمل شینواري، د ملګرو ملتونو د پرمختیایي پروګرام د برنامو مسؤولې آغلې نیلوفر ملک او تخنیکي مشاور لخوا د کلیوالي انرژۍ د مارکېټ بدلون نوښت پروژې د شالید، موخې، مقصدونو او فعالیتونو په هکله تفصیلي معلومات ګډونوالو ته وړاندې شول او تر څنګ د ګډونوالو پوښتنو ته ځوابونه ورکړل شول.
د یادونې وړ ده چې د کلیوالي انرژۍ د مارکېټ بدلون نوښت پروژه به د کلیوبیارغونې او پراختیا وزارت له لوري، د زرغون اقلیم صندوق په مالي مرسته او د ملګرو ملتونو پرمختیایي پروګرام په تخنیکي مرسته د ۵ کلونو په موده کې پلې شي.
خبریال: عبدالولي عابد
عکاس: سید امید سادات

Oct 22, 2020

د چاپیریال ساتنی ملي اداره


: کاری ساعتونه

له شنبې څخه تر پنجشنبې پورې : د سهار له:۸ څخه تر :۴ بجو پورې

پنجشنبې : د سهار له ۸:۳۰ څخه تر ۱:۳۰ بجو پورې


په ټولنیزو رسنیو کې مونږ وڅاروئ



مونږ سره اړیکه



  • د چاپیریال ساتنی ملي اداره، شپږمه ناحیه
  • د دارالامان سرک٫ د مکتب کوڅه
  • کابل - افغانستان
  • ټیلیفون: ۸۰۵۵۳۰-۷۰۴  ۹۳+
  • بریښنالیک: info@nepa.gov.af
  • ګوګل لارښود

اړوند لینکونه



  • د وظائفو د مدیریت سیستم
  • داقلیم بدلون ملی معلوماتی سیستم
  • ایمیل
  • د چاپیریال ساتنی ملی معلوماتی سیستم
  • د هوا ککړتیا کمولو او مخنیوي لپاره پنځه کلن پلان
  • د کابل د هوا ککړتیا کمولو ، مخنیوي او اداره کولو لپاره کاري پلان
  • د چاپیریالي شکایتونو فورمه
  • د شرکتونو د ثبت فورمه
  • کلنۍ راپور ۱۳۹۸
  • د امر بالمعروف او نهي عن المنکراو شکایاتو اوریدلو وزارت

Copyright © NEPA,  2019 - 2021