• د عکسونو نندارتون
    • زموږ سره اړیکه
      • زمونږ سره اړیکه
      • د چاپیریالي شکایتونو فورمه
    • خپرونې
      • د رسنیو سره اړیکې
      • خپرونې
      • خبرونه
    • جـوازونـه
      • چاپیریالی جواز
      • د ښکار جواز
    • قوانین
      • قوانین او مقررات
      • تګلارې او ستراتیژۍ
      • لارښوونې
    • زموږ په اړه
      • د سازمانی چارت
      • ژوندلیک
      • پیښې
      • داوطلبۍ
      • نرخ اخستل
      • دندې
    • چاپيریال
      • نړیوالې اړیکې
        • MEAS
        • شریکانو
      • د اقلیم بدلون
        • د پروژې څارنه
        • راپورونه
      • نظارت او تفتیش
        • د اوبو کیفیت
        • د هوا ککړتیا
        • د زبالو مدیریت
      • تلپاتې پراختیا
        • د جواز ورکول
          • لارښونی
      • طبیعي میراثونه
    • کورپاڼه
logo
  1. خبرونه
  2. کور پاڼه

وروستی

د چاپېریال ساتنې ملي ادارې مالي او اداري معین د UNDP له مسوولینو سره وکتل
په لغمان ولایت کې د چاپېریالي ستونزو د حل په موخه د همغږۍ ناسته ترسره شوه
په يو شمېر ولایتونو کې د مختلفو اصنافو څخه څارنه ترسره شوه
کابل پوهنتون کې د چاپېریالي پایښت او طبیعي زیرمو د مدیریت تر عنوان لاندي علمي او څېړنیز کنفرانس جوړ شو
د لغمان په طبیعي ځنګلونو کې ۱۱بیزوګان او ۲کجیر مارغان خوشې شولد لغمان په طبیعي ځنګلونو کې ۱۱بیزوګان او ۲کجیر مارغان خوشې شول
لغمان او خوست کې د یو شمېر فعالیتونو چاپېریالي وضعیت و ارزول شو
د چاپېریالي چارو مفتشینو له لوري ولایتونو کې مختلف فعالیتونه ترسره شول
د چاپېریال ساتنې ملي ادارې او (EPTDO) موسسې ترمنځ د پروژې د تطبیق په موخه هوکړه‌لیک لاسلیک شو
خوست کې سلګونو زده‌کوونکو ته عامه پوهاوی ورکړل شو
ولایتونو کې د هواککړوونکو سرچینو د تشخیص په موخه څارنې وشوې

اړوند لینکونه

  • United Nations Environment Programme
  • Kabul Municipality
  • Climate Change-adaptation UNDP
  • Environmental-Health WHO

د چاپېریال ساتنې ملي ادارې عمومي رئیس د کاپیسا ولایت د پراختیایي کمېټې په غونډه کې ګډون وکړ

slider-image

 

د لېندۍ ۲۶مه نېټه کاپيسا
د چاپېریال ساتنې ملي ادارې عمومي رئیس شاه زمان میوندي او ورسره پلاوي یې کاپیسا ولایت ته د خپل رسمي سفر په لړ کې د ولایت د پراختیایي کمېټې په غونډه کې برخه واخېسته. په دې غونډه کې د کاپیسا والي عبدالطیف مراد، د ولسمشر سلاکار احمد شاه شاکر، د ولایتي شورا رئیس، د دې ادارې او اقتصاد وزارت معینانو، سلاکارانو، رئیسانو او د مدني ټولنې غړو ګډون کړی وو.
د غونډې په پیل کې، ښاغلي مراد مېلمنو ته ښه راغلاست ووایه او د چاپېریال ساتنې، روغتیا او نورو سکتورونو په برخه کې د تر سره شویو دندو او فعالیتونو په اړه لازم معلومات وړاندې کړل، د کاپیسا والي په دغه ولایت کې د چاپېریالي پروژو پلي کیدل د خلکو د آرمتیا او سوکالۍ لپاره اړین وبلل او هیله یې څرګنده کړه چې په دې ولایت کې د ځنګلونو د ساتنې، د شنو ساحو پراختیا، د اوبو، وحشي ژویو او الوتونکو د ساتنې په برخه کې باید ډیرې پروژې پلې شي.
ورپسې د چاپېریال ساتنې ملي ادارې عمومي رئیس د کاپیسا له والي څخه مننه وکړه چې د پراختیایي کمیټې په غونډه کې یې ورته بلنه ورکړه، ده وویل: افغانستان د ډیرو چاپیریالي ستونزو لکه د ځنګلونو له منځه تلل، د کرنیزو ځمکو ویجاړول، اقلیمي بدلون، د هوا او اوبو له ککړتیا سره مخ دي او په دې برخه کې د ټولو خلکو او بنسټونو همکاري اړینه ده.
ښاغلي میوندي زیاته کړه: د چاپېریال ساتنې ملي اداره په دې هڅه کې ده چې د شته چاپېریالي ستنونزو خصوصاً د اقلیمي بدلون سره د سازښت او مبارزې په برخه کې له نړۍ‌والو مالي میکانیزمونو څخه پروژې ترلاسه او پلې کړي؛ همدا راز تر اوسه پورې په دې برخه کې ډیرې پروژې د تطبیق په حال کې دي.
د چاپېریال ساتنې ملي ادارې عمومي رئیس ژمنه وکړه چې په ۱۴۰۰ کال کې به د کاپيسا ولایت د چاپېریال ساتنې ریاست د هوا او اوبو د کیفیت د معلومولو پر دستګاوو سمبال کړي، د عامه پوهاوي د لوړولو په موخه به برنامې جوړې کړي او د شنو سیمو د پراختیا او نیالګیو کېنولو لپاره به هڅې وکړي.
همدا راز د اقتصاد وزارت معین او د ولایت د سکتوري چارو رئیسانو ګډونوالو ته د خپلو لاسته راوړنو او فعالیتونو په اړه معلومات وړاندې کړل.

Dec 17, 2020

د چاپیریال ساتنی ملي اداره


: کاری ساعتونه

له شنبې څخه تر پنجشنبې پورې : د سهار له:۸ څخه تر :۴ بجو پورې

پنجشنبې : د سهار له ۸:۳۰ څخه تر ۱:۳۰ بجو پورې


په ټولنیزو رسنیو کې مونږ وڅاروئ



مونږ سره اړیکه



  • د چاپیریال ساتنی ملي اداره، شپږمه ناحیه
  • د دارالامان سرک٫ د مکتب کوڅه
  • کابل - افغانستان
  • ټیلیفون: ۸۰۵۵۳۰-۷۰۴  ۹۳+
  • بریښنالیک: info@nepa.gov.af
  • ګوګل لارښود

اړوند لینکونه



  • د وظائفو د مدیریت سیستم
  • داقلیم بدلون ملی معلوماتی سیستم
  • ایمیل
  • د چاپیریال ساتنی ملی معلوماتی سیستم
  • د هوا ککړتیا کمولو او مخنیوي لپاره پنځه کلن پلان
  • د کابل د هوا ککړتیا کمولو ، مخنیوي او اداره کولو لپاره کاري پلان
  • د چاپیریالي شکایتونو فورمه
  • د شرکتونو د ثبت فورمه
  • کلنۍ راپور ۱۳۹۸
  • د امر بالمعروف او نهي عن المنکراو شکایاتو اوریدلو وزارت

Copyright © NEPA,  2019 - 2021