• د عکسونو نندارتون
    • زموږ سره اړیکه
      • زمونږ سره اړیکه
      • د چاپیریالي شکایتونو فورمه
    • خپرونې
      • د رسنیو سره اړیکې
      • خپرونې
      • خبرونه
    • جـوازونـه
      • چاپیریالی جواز
      • د ښکار جواز
    • قوانین
      • قوانین او مقررات
      • تګلارې او ستراتیژۍ
      • لارښوونې
    • زموږ په اړه
      • د سازمانی چارت
      • ژوندلیک
      • پیښې
      • داوطلبۍ
      • نرخ اخستل
      • دندې
    • چاپيریال
      • نړیوالې اړیکې
        • MEAS
        • شریکانو
      • د اقلیم بدلون
        • د پروژې څارنه
        • راپورونه
      • نظارت او تفتیش
        • د اوبو کیفیت
        • د هوا ککړتیا
        • د زبالو مدیریت
      • تلپاتې پراختیا
        • د جواز ورکول
          • لارښونی
      • طبیعي میراثونه
    • کورپاڼه
logo
  1. خبرونه
  2. کور پاڼه

وروستی

د میدان وردګو مرکزي روزنتون ۹۰ تنه طالب العلمانو او استادانو ته عامه پوهاوی ورکړل شو
کونړ کې د نفرایټ ډبرو د استخراج معدن د فعالیتونو څارنه او ارزونه وشوه
لغمان کې د "۲۷۰۰۰" بادام نیالګیو د کېنولو بهیر پیل شو
ننګرهار او خوست کې د یو شمېر فعالیتونو څارنه او ارزونه وشوه
ولایتونو کې د عامه پوهاوې مختلفې برنامې ترسره شوې
د چاپېریال ساتنې ملي ادارې او (Access Point) شرکت ترمنځ د ۱۵۰ زره امریکايي ډالرو په ارزښت د پروژې د تطبیق هوکړه‌لیک لاسلیک شو
ارزګان کې ۵تنه د کبانو ښکاریان ونیول شول
د چاپېریال ساتنې ملي ادارې مالي او اداري معین د UNDP له مسوولینو سره وکتل
په لغمان ولایت کې د چاپېریالي ستونزو د حل په موخه د همغږۍ ناسته ترسره شوه
په يو شمېر ولایتونو کې د مختلفو اصنافو څخه څارنه ترسره شوه

اړوند لینکونه

  • United Nations Environment Programme
  • Kabul Municipality
  • Climate Change-adaptation UNDP
  • Environmental-Health WHO

په چاپېریال ساتنه کې د خبریالانو ونډه

slider-image

 

د مرغومي ۹مه نېټه کابل
د چاپېریال ساتنې ملي ادارې نن سه شنبه د مرغومي په ۹مه نېټه د دې ادارې د بند امیر د غونډو په تالار کې (په چاپېریال ساتنه کې د خبریالانو ونډې) تر عنوان لاندې یو ورځنی رونیز ورکشاپ جوړ کړ، چې پکې د مختلفو رسنیو ۴۵ تنو استازو او خبریالانو ګډون کړی وو.
په پیل کې د چاپېریال ساتنې ملي ادارې مسلکي معین انجنیر عزت الله صدیقي ګډونوالو ته ښه راغلاست ووایه او د داسې پروګرامونو جوړول یې خورا اړین وبلل.
ښاغلي صدیقي د هواککړتیا د زیاتوالي او لاملونو په تړاو مفصل معلومات وړاندې کړل او زیاته یې کړه: د هواککړتیا نړۍ‌وال ګواښ دی چې افغانستان هم ورسره لاس او ګرېوان دی، په ځانګړي توګه کابل ښار د هوا ککړتیا له امله خورا اغېزمن دی چې د راکمولو او مخنیوي لپاره یې د رسنیو ونډه زیاته اړینه ده؛ مطبوعات کولی شي د چاپېریالی مسایلو په تړاو بېلابېلې برنامې جوړې کړي او د خلکو د عامه پوهاوي کچې لوړولو سربېره ښکیلې ادارې خپلو مسوولیتونو ته متوجه کړي. ده هیله وښوده چې رسنۍ باید په چاپېریال ساتنه کې خپل مسوولیت ادا کړي.
د ورکشاپ په لړ کې د چاپېریال ساتنې ملي ادارې کارپوهانو او د جرس موسسې استازي لخوا ګډونوالو ته د مختلفو چاپېریالي موضوعاتو په هکله معلوماتي پرزنټېشنونه وړانداې شول.
په پای کې د چاپېریال ساتنې ملي ادارې مسلکي معین د ګډونوالو پوښتنو  ته هر اړخیز ځوابونه ورکړل او  د اطلاعاتو او عامه پوهاوي ریاست ته یې لارښوونه وکړه چې له خبریالانو سره همغږي لا پیاوړې کړي او د چاپېریالي مسایلو په تړاو د خبریالانو د ظرفیت لوړولو په موخه په هرو دوو میاشتو کې د عامه پوهاوي ورکشاپونه جوړ کړي.
د یادولو وړ ده چې یاد ورکشاپ د جرس موسسې په مالي ملاتړ ترسره شو
خبریال: عبدالولي عابد
عکاس: سید امید سادات
.

Dec 30, 2020

د چاپیریال ساتنی ملي اداره


: کاری ساعتونه

له شنبې څخه تر پنجشنبې پورې : د سهار له:۸ څخه تر :۴ بجو پورې

پنجشنبې : د سهار له ۸:۳۰ څخه تر ۱:۳۰ بجو پورې


په ټولنیزو رسنیو کې مونږ وڅاروئ



مونږ سره اړیکه



  • د چاپیریال ساتنی ملي اداره، شپږمه ناحیه
  • د دارالامان سرک٫ د مکتب کوڅه
  • کابل - افغانستان
  • ټیلیفون: ۸۰۵۵۳۰-۷۰۴  ۹۳+
  • بریښنالیک: info@nepa.gov.af
  • ګوګل لارښود

اړوند لینکونه



  • د وظائفو د مدیریت سیستم
  • داقلیم بدلون ملی معلوماتی سیستم
  • ایمیل
  • د چاپیریال ساتنی ملی معلوماتی سیستم
  • د هوا ککړتیا کمولو او مخنیوي لپاره پنځه کلن پلان
  • د کابل د هوا ککړتیا کمولو ، مخنیوي او اداره کولو لپاره کاري پلان
  • د چاپیریالي شکایتونو فورمه
  • د شرکتونو د ثبت فورمه
  • کلنۍ راپور ۱۳۹۸
  • د امر بالمعروف او نهي عن المنکراو شکایاتو اوریدلو وزارت

Copyright © NEPA,  2019 - 2021