• د عکسونو نندارتون
    • زموږ سره اړیکه
      • زمونږ سره اړیکه
      • د چاپیریالي شکایتونو فورمه
    • خپرونې
      • د رسنیو سره اړیکې
      • خپرونې
      • خبرونه
    • جـوازونـه
      • چاپیریالی جواز
      • د ښکار جواز
    • قوانین
      • قوانین او مقررات
      • تګلارې او ستراتیژۍ
      • لارښوونې
    • زموږ په اړه
      • د سازمانی چارت
      • ژوندلیک
      • پیښې
      • داوطلبۍ
      • نرخ اخستل
      • دندې
    • چاپيریال
      • نړیوالې اړیکې
        • MEAS
        • شریکانو
      • د اقلیم بدلون
        • د پروژې څارنه
        • راپورونه
      • نظارت او تفتیش
        • د اوبو کیفیت
        • د هوا ککړتیا
        • د زبالو مدیریت
      • تلپاتې پراختیا
        • د جواز ورکول
          • لارښونی
      • طبیعي میراثونه
    • کورپاڼه
logo
  1. خبرونه
  2. کور پاڼه

وروستی

د میدان وردګو مرکزي روزنتون ۹۰ تنه طالب العلمانو او استادانو ته عامه پوهاوی ورکړل شو
کونړ کې د نفرایټ ډبرو د استخراج معدن د فعالیتونو څارنه او ارزونه وشوه
لغمان کې د "۲۷۰۰۰" بادام نیالګیو د کېنولو بهیر پیل شو
ننګرهار او خوست کې د یو شمېر فعالیتونو څارنه او ارزونه وشوه
ولایتونو کې د عامه پوهاوې مختلفې برنامې ترسره شوې
د چاپېریال ساتنې ملي ادارې او (Access Point) شرکت ترمنځ د ۱۵۰ زره امریکايي ډالرو په ارزښت د پروژې د تطبیق هوکړه‌لیک لاسلیک شو
ارزګان کې ۵تنه د کبانو ښکاریان ونیول شول
د چاپېریال ساتنې ملي ادارې مالي او اداري معین د UNDP له مسوولینو سره وکتل
په لغمان ولایت کې د چاپېریالي ستونزو د حل په موخه د همغږۍ ناسته ترسره شوه
په يو شمېر ولایتونو کې د مختلفو اصنافو څخه څارنه ترسره شوه

اړوند لینکونه

  • United Nations Environment Programme
  • Kabul Municipality
  • Climate Change-adaptation UNDP
  • Environmental-Health WHO

د چاپېریال ساتنې ملي ادارې د هواککړتیا د راکمولو، مخنیوي او اقداماتو په تړاو خبري کنفرانس ترسره کړ

slider-image

د مرغومي ۱۰مه نېټه   کابل
د چاپېریال ساتنې ملي ادارې نن چهارشنبه د مرغومي په ۱۰مه نېټه د دې ادارې د بند امیر د غونډو په تالار کې د هواککړتیا د راکمولو، مخنیوي او نوو اقداماتو په تړاو خبري کنفرانس ترسره کړ.
د دې ادارې مسلکي معین انجنیر عزت الله صدیقي په پیل کې خبریالانو ته ښه راغلاست ووایه او د هواککړتیا د زیاتوالي د لاملونو، د اړوندو ادارو د مسوولیتونو، د رسنیو او هېوادوالو د ونډې، د هوا ککړتیا راکمولو، مخنیوي او مبارزې په برخه کې د حکومت د اقداماتو په تړاو  هر اړخیزه خبرې وکړې.
ښاغلي صدیقي د هوا ککړتیا نړۍ‌وال ګواښ وباله او زیاته یې کړه: له بده مرغه د کابل ښار د هواککړتیا وضعیت ښه نه دی، دا نه د حکومت او نه هم د خلکو لپاره د منلو ده.
د چاپېریال ساتنې ملي ادارې د هواککړتیا راکمولو او مخنیوي په موخه لنډمهاله او اوږدمهاله پلانونه او طرحې چمتو کړې چې هم د وزیرانو له شورا او هم له اړوندو ادارو سره شریکې شوې دي.
د چاپېریال ساتنې ملي ادارې او کابل ښاروالۍ ګډو نظارتي ټیمونو یواځې په کابل ښار کې له ۵۵۰۰ مختلفو اصنافو څخه څارنه کړې چې په هغو کې ۸۵۰ فابریکې او ۵۸۸ لوړپوړیزه ودانۍ شاملې دي چې له دې جملې څخه ۵۰ فابریکې او ۱۷۲ مختلف اصناف چې په سونګ سیسټمونو کې یې د ډبرو سکاره او نور دود لرونکي سونګ توکي سوځول جریمه کړي او فعالیتونه یې بند شوي دي.

همدا راز د تېرو دوو کلونو په پرتله چاپېریال ساتنې ته د حکومت او هم خلکو پاملرنه خورا زیاته شوې ده.

دا په داسې حال کې ده چې د تېر کال په پرتله د هوا ککړتیا کچه يو څه راښکته شوې ده.

د چاپېریال ساتنې ملي ادارې مسلکي معین له رسنیو غوښته وکړه چې د هواککړتیا په اړه کوم ناسم معلومات چې د ایرویژول سایټ لخوا نشریږي د هغو له خپرولو ډډه وکړي؛ ځکه ایرویژول په کابل ښار کې هیڅ ډول دستګاه نه لري چې د هواککړتیا ارقام او کیفیت معلوم کړي، ده وویل: رسنۍ کولی شي په خپلو راپورونو کې د دې ادارې لخوا چې د هوا د کیفیت او څرنګوالي په تړاو کوم معلومات خپریږي له هغو څخه استفاده وکړي.

د کنفرانس په لړ کې ښاغلي صدیقي د خبریالانو پوښتنو ته هر اړخیز ځوابونه ورکړل او په چاپېریال ساتنه کې یې د رسنیو ونډه او همکاري خورا اړینه وبلله. نوموړي په خپل وروستي پیغام کې له ټولو دولتي او نادولتي سکټورونو، مدني ټولنو، علمای کرامو او له عام ولس څخه غوښتنه وکړه چې د هواککړتیا راکمولو او مخنیوي لپاره له چاپېریال ساتنې ملي ادارې سره همکاري وکړي.

Dec 31, 2020

د چاپیریال ساتنی ملي اداره


: کاری ساعتونه

له شنبې څخه تر پنجشنبې پورې : د سهار له:۸ څخه تر :۴ بجو پورې

پنجشنبې : د سهار له ۸:۳۰ څخه تر ۱:۳۰ بجو پورې


په ټولنیزو رسنیو کې مونږ وڅاروئ



مونږ سره اړیکه



  • د چاپیریال ساتنی ملي اداره، شپږمه ناحیه
  • د دارالامان سرک٫ د مکتب کوڅه
  • کابل - افغانستان
  • ټیلیفون: ۸۰۵۵۳۰-۷۰۴  ۹۳+
  • بریښنالیک: info@nepa.gov.af
  • ګوګل لارښود

اړوند لینکونه



  • د وظائفو د مدیریت سیستم
  • داقلیم بدلون ملی معلوماتی سیستم
  • ایمیل
  • د چاپیریال ساتنی ملی معلوماتی سیستم
  • د هوا ککړتیا کمولو او مخنیوي لپاره پنځه کلن پلان
  • د کابل د هوا ککړتیا کمولو ، مخنیوي او اداره کولو لپاره کاري پلان
  • د چاپیریالي شکایتونو فورمه
  • د شرکتونو د ثبت فورمه
  • کلنۍ راپور ۱۳۹۸
  • د امر بالمعروف او نهي عن المنکراو شکایاتو اوریدلو وزارت

Copyright © NEPA,  2019 - 2021