• د عکسونو نندارتون
    • زموږ سره اړیکه
      • زمونږ سره اړیکه
      • د چاپیریالي شکایتونو فورمه
    • خپرونې
      • د رسنیو سره اړیکې
      • خپرونې
      • خبرونه
    • جـوازونـه
      • چاپیریالی جواز
      • د ښکار جواز
    • قوانین
      • قوانین او مقررات
      • تګلارې او ستراتیژۍ
      • لارښوونې
    • زموږ په اړه
      • د سازمانی چارت
      • ژوندلیک
      • پیښې
      • داوطلبۍ
      • نرخ اخستل
      • دندې
    • چاپيریال
      • نړیوالې اړیکې
        • MEAS
        • شریکانو
      • د اقلیم بدلون
        • د پروژې څارنه
        • راپورونه
      • نظارت او تفتیش
        • د اوبو کیفیت
        • د هوا ککړتیا
        • د زبالو مدیریت
      • تلپاتې پراختیا
        • د جواز ورکول
          • لارښونی
      • طبیعي میراثونه
    • کورپاڼه
logo
  1. خبرونه
  2. کور پاڼه

وروستی

د چاپېریال ساتنې ملي ادارې رهبرۍ د EPTDO موسسې د روانو او راتلونکو پروژو جاج واخیست
ولایتونو کې د یو شمېر فعالیتونو چاپېریالي وضعیت و ارزول شو
د چاپېریال ساتنې ملي ادارې عمومي رئیس د IFRC د اسیا پاسیفیک برخې له رئيس او مل پلاوي سره وکتل
د میدان وردګو مرکزي روزنتون ۹۰ تنه طالب العلمانو او استادانو ته عامه پوهاوی ورکړل شو
کونړ کې د نفرایټ ډبرو د استخراج معدن د فعالیتونو څارنه او ارزونه وشوه
لغمان کې د "۲۷۰۰۰" بادام نیالګیو د کېنولو بهیر پیل شو
ننګرهار او خوست کې د یو شمېر فعالیتونو څارنه او ارزونه وشوه
ولایتونو کې د عامه پوهاوې مختلفې برنامې ترسره شوې
د چاپېریال ساتنې ملي ادارې او (Access Point) شرکت ترمنځ د ۱۵۰ زره امریکايي ډالرو په ارزښت د پروژې د تطبیق هوکړه‌لیک لاسلیک شو
ارزګان کې ۵تنه د کبانو ښکاریان ونیول شول

اړوند لینکونه

  • United Nations Environment Programme
  • Kabul Municipality
  • Climate Change-adaptation UNDP
  • Environmental-Health WHO

د کابل ښار د هوا ککړتیا په راکمولو کې د خبریالانو او فرهنګیانو ونډه

slider-image

د مرغومي ۲۵مه نېټه- کابل
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت لخوا د مرغومي په ۲۵مه نېټه، د کابل ښار د هواککړتیا په راکمولو کې د خبریالانو او فرهنګیانو ونډې تر نامه لاندې یو ورځنۍ غونډه جوړه شوې وه چې پکې د چاپېریال ساتنې ملي ادارې مسلکي معین انجنیر عزت الله صدیقي، د اړوندو ادارو او رسنیو استازو ګډون کړی وو.
په پیل کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست محمد طاهر زهیر وینا وکړه او د هواککړتیا، اقلیمي بدلون، د ځمکې لاندې اوبو ککړتیا او پلاستیک یې د چاپېریال لپاره جدي ستونزې وبللې.
ښاغلي زهیر د هوا ککړتیا پټه سونامي وبلله او ټینګار یې وکړ چې د هواککړتیا په تړاو باید پراخ تبلیغات او عامه پوهاوی ترسره شي؛ ترڅو خلک یې له اضرارو خبر او د راکمولو او مخنیوي لپاره ټول په ګډه لاس په کار شي.
د چاپېریال ساتنې ملي ادارې مسلکي معین انجنیر عزت الله صدیقي له هوا ککړتیا سره مبارزه د ټولو هېوادوالو او اړوندو ادارو ټولنیز مسوولیت وباله، د اړوندو ادارو پر مسوولینو، رسنیو او هېوادالو یې غږ وکړ چې د هواککړتیا په راکمولو او مخنیوي کې له دې ادارې سره همکاري وکړي.
وموړي له رسنیو غوښتنه وکړه چې د عامه پوهاوي په لوړولو کې باید رغنده ونډه واخلي
.
ښاغلي صدیقي وویل: د کابل ښار د هوا ککړتیا راکمولو او مخنیوي لپاره پنځه کلن پلان جوړ شوی چې د تطبیق په برخه کې یې د اړوندو ادارو او خصوصي سکتور همکاري فوق العاده اړینه ده.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د نشراتو معین عبدالمنان شیوای شرق هم وینا وکړه او د هواککړتیا راکمولو په برخه کې سیاسي، ټولنیزه او فرهنګی اراده اړینه وبلله.
د باختر اطلاعاتي اژانس او دولتي ورځپاڼو رئیسانو هم له هواککړتیا سره د مبارزې په برخه کې د مطبوعاتو او رسنیو د ښکېلتیا او اهمیت په تړاو خبرې وکړې او ژمنه یې وکړه چې په ټولو دولتي ورځپاڼو کې به چاپېریالي موضوعات، پیغامونه او مقالې خپروي.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزیر او د نشراتو معین د خلکو د عامه پوهاوي لوړولو په برخه کې د هر راز همکارۍ ټټر وواهه او ژمنه یې وکړه چې د هواککړتیا سره د مبارزې په برخه کې به نه ستړې کېدونکې هلې ځلې کوي.

Jan 17, 2021

د چاپیریال ساتنی ملي اداره


: کاری ساعتونه

له شنبې څخه تر پنجشنبې پورې : د سهار له:۸ څخه تر :۴ بجو پورې

پنجشنبې : د سهار له ۸:۳۰ څخه تر ۱:۳۰ بجو پورې


په ټولنیزو رسنیو کې مونږ وڅاروئ



مونږ سره اړیکه



  • د چاپیریال ساتنی ملي اداره، شپږمه ناحیه
  • د دارالامان سرک٫ د مکتب کوڅه
  • کابل - افغانستان
  • ټیلیفون: ۸۰۵۵۳۰-۷۰۴  ۹۳+
  • بریښنالیک: info@nepa.gov.af
  • ګوګل لارښود

اړوند لینکونه



  • د وظائفو د مدیریت سیستم
  • داقلیم بدلون ملی معلوماتی سیستم
  • ایمیل
  • د چاپیریال ساتنی ملی معلوماتی سیستم
  • د هوا ککړتیا کمولو او مخنیوي لپاره پنځه کلن پلان
  • د کابل د هوا ککړتیا کمولو ، مخنیوي او اداره کولو لپاره کاري پلان
  • د چاپیریالي شکایتونو فورمه
  • د شرکتونو د ثبت فورمه
  • کلنۍ راپور ۱۳۹۸
  • د امر بالمعروف او نهي عن المنکراو شکایاتو اوریدلو وزارت

Copyright © NEPA,  2019 - 2021