• د عکسونو نندارتون
    • زموږ سره اړیکه
      • زمونږ سره اړیکه
      • د چاپیریالي شکایتونو فورمه
    • خپرونې
      • د رسنیو سره اړیکې
      • خپرونې
      • خبرونه
    • جـوازونـه
      • چاپیریالی جواز
      • د ښکار جواز
    • قوانین
      • قوانین او مقررات
      • تګلارې او ستراتیژۍ
      • لارښوونې
    • زموږ په اړه
      • د سازمانی چارت
      • ژوندلیک
      • پیښې
      • داوطلبۍ
      • نرخ اخستل
      • دندې
    • چاپيریال
      • نړیوالې اړیکې
        • MEAS
        • شریکانو
      • د اقلیم بدلون
        • د پروژې څارنه
        • راپورونه
      • نظارت او تفتیش
        • د اوبو کیفیت
        • د هوا ککړتیا
        • د زبالو مدیریت
      • تلپاتې پراختیا
        • د جواز ورکول
          • لارښونی
      • طبیعي میراثونه
    • کورپاڼه
logo
  1. خبرونه
  2. کور پاڼه

وروستی

د چاپېریال ساتنې ملي ادارې رهبرۍ د EPTDO موسسې د روانو او راتلونکو پروژو جاج واخیست
ولایتونو کې د یو شمېر فعالیتونو چاپېریالي وضعیت و ارزول شو
د چاپېریال ساتنې ملي ادارې عمومي رئیس د IFRC د اسیا پاسیفیک برخې له رئيس او مل پلاوي سره وکتل
د میدان وردګو مرکزي روزنتون ۹۰ تنه طالب العلمانو او استادانو ته عامه پوهاوی ورکړل شو
کونړ کې د نفرایټ ډبرو د استخراج معدن د فعالیتونو څارنه او ارزونه وشوه
لغمان کې د "۲۷۰۰۰" بادام نیالګیو د کېنولو بهیر پیل شو
ننګرهار او خوست کې د یو شمېر فعالیتونو څارنه او ارزونه وشوه
ولایتونو کې د عامه پوهاوې مختلفې برنامې ترسره شوې
د چاپېریال ساتنې ملي ادارې او (Access Point) شرکت ترمنځ د ۱۵۰ زره امریکايي ډالرو په ارزښت د پروژې د تطبیق هوکړه‌لیک لاسلیک شو
ارزګان کې ۵تنه د کبانو ښکاریان ونیول شول

اړوند لینکونه

  • United Nations Environment Programme
  • Kabul Municipality
  • Climate Change-adaptation UNDP
  • Environmental-Health WHO

د چاپېریال نړۍ‌واله ورځ د شاندارو مراسمو په ترڅ کې ولمانځل شوه

slider-image

د ۱۴۴۳ق کال د ذالقعدې ۶مه نېټه-  کابل
د جون 5مه نېټه چې د  ۱۴۰۱ ل کال د جوزا له ۱۵مې نېټې سره سمون لري د چاپېریال نړۍ‌واله ورځ ده، یاده ورځ په ډیری هېوادونو کې د مختلفو پروګرامونو په جوړولو سره لمانځل کیږي.
د چاپېریال ساتنې ملي ادارې هم نړۍ‌والو چاپېریالي تړونونو ته د پوره ژمنتیا په موخه یاده ورځ دې ادارې د کول حشمت د غونډو په تالار کې د شاندارو مراسمو په ترڅ کې ولمانځله.
په دې لمانځغونډه کې د ا.ا.ا  لوړپوړو چارواکو، د دې ادارې سرپرست حافظ عزیز الرحمن، پالیسي او مسلکي معین ډاکټر زین العابدین عابد، د دې ادارې پخوانی مسلکي معین انجنیر عزت الله صدیقي، د ښار جوړونې سرپرست وزیر مولوي حمدالله نعماني، د اوبو او انرژۍ وزارت ارشد سلاکار ډاکټر فاروق اعظم، د آغاخان ځانګړي استازي علي اکبر پسناني، د الغرافې موسسې نایب رئیس ښاغلي جواد، د پوهنتون استادانو، متخصصینو او خبریالانو ګډون کړی وو.
غونډه د قران عظيم الشان د مبارکو آیتونو په تلاوت پیل شوه او د دې ادارې پالیسي او مسلکي معین ډاکټر زین العابدين عابد د ګډونوالو هرکلی وکړ او ویې ویل: افغانستان ۴۲ کلنې جګړې ځپلی هېواد دی، دلته هر ډول وسلې کاریدلې چې زموږ چاپېریال خورا زیانمن کړی دی.
ښاغلي عابد ژمنه وکړه چې په پوره اخلاص سره به له اقلیمي بدلون سره مبارزه کوي او د چاپېریال سمسورتیا لپاره به هڅې کوي.
ورپسې د چاپېریال ساتنې ملي ادارې سرپرست حافظ عزیز الرحمن د چاپېریالي مسایلو په تړاو عالمانه وینا وکړه نوموړي وویل: خوښ یم چې سږ کال د چاپېریال نړیواله ورځ د بشپړ استقلال تر سیوري لاندې په مرکز او ولایتونو کې د شاندارو مراسمو په لړ کې لمانځو. نوموړي د چاپیریال موضوع په نړۍ‌واله کچه مهمه وبلله او زیاته یې کړه: چاپېریالي بدلونونه او زیانونه سرحدات نه پیژني او ټول هیوادونه زیانمنوي چې اقلیمي بدلون، د هوا ککړتیا، د وحشی ژوو له منځه تلل، د اوبو ککړتیا او کمښت او د ځنګلونو له منځه تلل یې ښکاره بېلګې دي.
ښاغلي حافظ وویل: له فتحې وروسته له نړیوالو مالي میکانیزمونه سره د دې ادارې همکاري او همغږي چټکه شوې ده او موږ هلې ځلې کوو چې دا همکاري لا پیاوړې شي؛ ترڅو وکولی شو هغه پخوانۍ پروژې چې د دې ادارې د هلو ځلو په نتیجه کې پیل شوې وې بیرته فعالې کړو او لازم تدابیر ورته ونیسو.
نوموړي چاپېریال ساتنه د ټولو مسوولیت وباله او پر نړیوالو یې غږ وکړ چې د چاپېریال ساتنې ملي ادارې سره په تخنیکي او مالي برخه کي همکاري وکړي، ځکه اوس په هیواد کې امنیتي وضعیت ډاډمن دی او د ا.ا.ا لخوا ورته د هر ډول همکارۍ زمینه مساعده ده.
د ښار جوړونې وزیر مولوي حمد الله نعماني له دیني او اسلامي اړخه د چاپېریال پر ارزښت خورا بااهمیته وینا وکړه او ویې وویل چې رسول الله ص خپلو پیروانو ته ۱۴۰۰ کاله پخوا د چاپېریال ساتنې او پاکوالي په هکله جدي سپارښتنې کړې دي. ده وویل: د انسان ژوند په درې شیانو ولاړ دی: غذا، اوبه او هوا. که د دې دریوو یې هر یو نه وي انسان نه پایي؛ خو تفاوت یې دا دی چې د غذا په نشتون کې ممکن تر ۱۵ورځو کم و زیات انسان ژوندی وي؛ د اوبو په نشتون کې ممکن یوه یا دوه ورځې ژوند تمام شي خو د هوا یا اکسیجن په نشتون کې د ژوند او مرګ واټن تر دقیقو پورې محدود دی؛ نو د هوا او چاپېریال ساتنه د ژوند ساتنه ده او له دې سره بې‌باکي کول له ژوند سره بې باکي ده.  
د اوبو او انرژۍ وزارت ارشد سلاکار ډاکټر فاروق اعظم هم ګټوره وینا وکړه او زیاته یې کړه: نړۍ‌والو له افغانستان سره ډیر ظلم کړی، ۱۴کاله روسانو خطرناکې وسلې وکارولې او ۲۰ کاله امریکایانو د هر ډول وسلو تر څنګ حتی د بمونو مور هم پر دې وطن استعمال کړه او زموږ ښکلی چاپېریال یې را ککړ کړ اوس نو د نړیوالو اخلاقی مسوولیت دی چې د دې ویجاړتیاوو په جوړولو کې زموږ سره همکاري وکړي.
د آغا خان بنسټ ځانګړي استازي علي اکبر پسناني او الغرافې موسسې نایب رئیس هم ویناوې وکړې او ژمنه یې وکړه چې د چاپېریال ساتنې ملي ادارې سره به خپلو همکاریو ته دوام ورکوي.
د چاپېریال ساتنې ملي ادارې پخواني مسلکي معین انجنیر عزت الله صدیقي له تخنیکي او مسلکي اړخه د مختلفو چاپېریالي موضوعاتو په هکله هړ اړخیزه وینا وکړه او ګډونوالو ته یې د دې ادارې د اهمیت، شته فرصتونو، ستونزو او ګواښونو او نړۍ‌والو مالي میکانیزمونو په هکله معلوماتي پرزنټېشن وړاندې کړ.
د غونډې په پای کې ګډونوالو د دې ادارې د لابراتواري تجهیزاتو او د هېواد د طبیعي ښکلاوو له انځوریز نندارتون څخه لیدنه وکړه وکړه او یاده غونډه د خبریالانو د پوښتنو په ځوابولو سره پای ته ورسېده.

Jun 6, 2022

د چاپیریال ساتنی ملي اداره


: کاری ساعتونه

له شنبې څخه تر پنجشنبې پورې : د سهار له:۸ څخه تر :۴ بجو پورې

پنجشنبې : د سهار له ۸:۳۰ څخه تر ۱:۳۰ بجو پورې


په ټولنیزو رسنیو کې مونږ وڅاروئ



مونږ سره اړیکه



  • د چاپیریال ساتنی ملي اداره، شپږمه ناحیه
  • د دارالامان سرک٫ د مکتب کوڅه
  • کابل - افغانستان
  • ټیلیفون: ۸۰۵۵۳۰-۷۰۴  ۹۳+
  • بریښنالیک: info@nepa.gov.af
  • ګوګل لارښود

اړوند لینکونه



  • د وظائفو د مدیریت سیستم
  • داقلیم بدلون ملی معلوماتی سیستم
  • ایمیل
  • د چاپیریال ساتنی ملی معلوماتی سیستم
  • د هوا ککړتیا کمولو او مخنیوي لپاره پنځه کلن پلان
  • د کابل د هوا ککړتیا کمولو ، مخنیوي او اداره کولو لپاره کاري پلان
  • د چاپیریالي شکایتونو فورمه
  • د شرکتونو د ثبت فورمه
  • کلنۍ راپور ۱۳۹۸
  • د امر بالمعروف او نهي عن المنکراو شکایاتو اوریدلو وزارت

Copyright © NEPA,  2019 - 2021