• د عکسونو نندارتون
    • زموږ سره اړیکه
      • زمونږ سره اړیکه
      • د چاپیریالي شکایتونو فورمه
    • خپرونې
      • د رسنیو سره اړیکې
      • خپرونې
      • خبرونه
    • جـوازونـه
      • چاپیریالی جواز
      • د ښکار جواز
    • قوانین
      • قوانین او مقررات
      • تګلارې او ستراتیژۍ
      • لارښوونې
    • زموږ په اړه
      • د سازمانی چارت
      • ژوندلیک
      • پیښې
      • داوطلبۍ
      • نرخ اخستل
      • دندې
    • چاپيریال
      • نړیوالې اړیکې
        • MEAS
        • شریکانو
      • د اقلیم بدلون
        • د پروژې څارنه
        • راپورونه
      • نظارت او تفتیش
        • د اوبو کیفیت
        • د هوا ککړتیا
        • د زبالو مدیریت
      • تلپاتې پراختیا
        • د جواز ورکول
          • لارښونی
      • طبیعي میراثونه
    • کورپاڼه
logo
  1. خبرونه
  2. کور پاڼه

وروستی

د چاپېریال ساتنې ملي ادارې عمومي رئیس د IFRC د اسیا پاسیفیک برخې له رئيس او مل پلاوي سره وکتل
د میدان وردګو مرکزي روزنتون ۹۰ تنه طالب العلمانو او استادانو ته عامه پوهاوی ورکړل شو
کونړ کې د نفرایټ ډبرو د استخراج معدن د فعالیتونو څارنه او ارزونه وشوه
لغمان کې د "۲۷۰۰۰" بادام نیالګیو د کېنولو بهیر پیل شو
ننګرهار او خوست کې د یو شمېر فعالیتونو څارنه او ارزونه وشوه
ولایتونو کې د عامه پوهاوې مختلفې برنامې ترسره شوې
د چاپېریال ساتنې ملي ادارې او (Access Point) شرکت ترمنځ د ۱۵۰ زره امریکايي ډالرو په ارزښت د پروژې د تطبیق هوکړه‌لیک لاسلیک شو
ارزګان کې ۵تنه د کبانو ښکاریان ونیول شول
د چاپېریال ساتنې ملي ادارې مالي او اداري معین د UNDP له مسوولینو سره وکتل
په لغمان ولایت کې د چاپېریالي ستونزو د حل په موخه د همغږۍ ناسته ترسره شوه

اړوند لینکونه

  • United Nations Environment Programme
  • Kabul Municipality
  • Climate Change-adaptation UNDP
  • Environmental-Health WHO

د چاپېريال نړيوالې ورځې اعلاميه

slider-image

۱۴۰۱ل کال د غبرګولي ۱۵مه- د ۱۴۴۳ق کال د ذی القعدې ۵مه نېټه
د غبرګولي ۱۵ مه نېټه چې د 2022 میلادي کال د جون له 5مې نېټې سره سمون لري د چاپېریال نړیواله ورځ ده چې په ډیرو هېوادونو کې د شاندارو مراسمو په ترڅ کې لمانځل کیږي. افغانستان هم نړیوالو چاپېریالي تړونونو ته د پوره ژمنتیا او  نړیوال کلي د غړي په توګه هر کال یاده ورځ لمانځي.
سږ کال د ملګرو ملتونو لخوا د چاپېریال نړیوالې ورځې لپاره (یواځې یوه ځمکه - Only one earth) شعار ټاکل شوی چې موږ به یې په خپل هېواد کې (یوه ځمکه لرو، باید په سمه توګه یې ساتنه وکړو) شعار تر عنوان لاندې ولمانځو.
ځمکه د شمسي نظام یوازینۍ سیاره ده چې د اکسیجن په درلودلو سره پکې ژوند او ژواک شونی دی، الله تعالی ځمکنې عناصر د انسان او نورو مخلوقاتو لپاره د رزق سرچینه ګرځولې ده، خاوره یې د مختلفو نباتاتو د زرغونیدو وړ ګرځولې او غرونه یې د ورښتنونو د ذخیره کولو او د ځمکنۍ کُرې د ثبات لپاره پیدا کړي دي.
اوسمهال د صنعت او ټکنالوژۍ د چټک پرمختګ له امله ځمکه او په ځمکه کې ژوند له زیاتو ننګونو سره مخ دی، انسان د نورو ژوندیو موجوداتو په څېر د خپل ژوندانه د تېرولو (خوراک، څښاک او نورو اړتیاوو د پوره کولو) او خپلې بقا لپاره ځمکې ته اړتیا لري.
که موږ ټول په دې باور لرو چې چاپېریال، ونې او بوټي، شین اسمان، دنګ غرونه، رڼې او پاکې اوبه، ټول الله  زموږ انسانانو او نورو ژوندیو مخلوقاتو د ژواندانه او ښېګڼې لپاره پیدا کړي دي؛ نو بیا خو باید د الله تعالی د دې نعمتونو شکر ادا کړو د خپلې ځمکې او چاپېریال ساتنه او پالنه وکړو.
موږ ته پکار ده چې له ککړتیا سره مبارزه وکړو، خپل چاپېریال پاک وساتو، سمسورتیا او ښکلا ته یې پاملرنه وکړو او له ټولو هغو توکو نه لکه (یو بار مصرفه پلاستیکي څېزونه) چې زموږ چاپېریال او ځمکه ککړوي او راتلونکي کې موږ ته جدي ستونزې او ګواښونه زیږوي، له استفادې یې ډډه وکړو.
د چاپېریال په ککړتیا سره اوبه، هوا او خاوره ټول ککړیږي چې له دې لارې زموږ غذایي زنځیږ زیانمن کیږي او دا بیا د انسانانو پر روغتیا ډیرې ناوړه اغېزې ښندي او خطرناکې ناروغۍ پیدا کوي.  
خاوره هغه با ارزښته سرچینه ده چې د انسان د خوراکي توکو 96 سلنه اړتیاوې پوره کوي، د سالمې خاورې په نه شتون کې به د ځمکې په کُره کې ژوند له جدي ستونزو سره مخ شي، له بده مرغه اوسمهال ورځ تر بلې ځمکه د خطرناکو پلاستیکي توکو په هدیره بدلیږي چې دا به په راتلونکي کې ناوړه او خطرناکه پایلې ولري.
د چاپېريال ساتنې ملي اداره له ټولو قدرمنو هيوادوالو، علمای کرامو، د پوهنتون، ښوونځيو او مدرسو استادانو، په ځانګړې توګه د دولتي او خصوصي رسنیو له مسوولینو غواړي چې د چاپېریال ساتنې په هکله خلکو ته پوهاوی ورکړي او خلک وهڅوي چې د یوه پاک او ښېرازه چاپېریال لپاره خپلې مټې را ونغاړي او خپل ملي او ایماني مسوولیت ادا کړي. 
د چاپېريال ساتنې ملي اداره

Jun 12, 2022

د چاپیریال ساتنی ملي اداره


: کاری ساعتونه

له شنبې څخه تر پنجشنبې پورې : د سهار له:۸ څخه تر :۴ بجو پورې

پنجشنبې : د سهار له ۸:۳۰ څخه تر ۱:۳۰ بجو پورې


په ټولنیزو رسنیو کې مونږ وڅاروئ



مونږ سره اړیکه



  • د چاپیریال ساتنی ملي اداره، شپږمه ناحیه
  • د دارالامان سرک٫ د مکتب کوڅه
  • کابل - افغانستان
  • ټیلیفون: ۸۰۵۵۳۰-۷۰۴  ۹۳+
  • بریښنالیک: info@nepa.gov.af
  • ګوګل لارښود

اړوند لینکونه



  • د وظائفو د مدیریت سیستم
  • داقلیم بدلون ملی معلوماتی سیستم
  • ایمیل
  • د چاپیریال ساتنی ملی معلوماتی سیستم
  • د هوا ککړتیا کمولو او مخنیوي لپاره پنځه کلن پلان
  • د کابل د هوا ککړتیا کمولو ، مخنیوي او اداره کولو لپاره کاري پلان
  • د چاپیریالي شکایتونو فورمه
  • د شرکتونو د ثبت فورمه
  • کلنۍ راپور ۱۳۹۸
  • د امر بالمعروف او نهي عن المنکراو شکایاتو اوریدلو وزارت

Copyright © NEPA,  2019 - 2021