• د عکسونو نندارتون
    • زموږ سره اړیکه
      • زمونږ سره اړیکه
      • د چاپیریالي شکایتونو فورمه
    • خپرونې
      • د رسنیو سره اړیکې
      • خپرونې
      • خبرونه
    • جـوازونـه
      • چاپیریالی جواز
      • د ښکار جواز
    • قوانین
      • قوانین او مقررات
      • تګلارې او ستراتیژۍ
      • لارښوونې
    • زموږ په اړه
      • د سازمانی چارت
      • ژوندلیک
      • پیښې
      • داوطلبۍ
      • نرخ اخستل
      • دندې
    • چاپيریال
      • نړیوالې اړیکې
        • MEAS
        • شریکانو
      • د اقلیم بدلون
        • د پروژې څارنه
        • راپورونه
      • نظارت او تفتیش
        • د اوبو کیفیت
        • د هوا ککړتیا
        • د زبالو مدیریت
      • تلپاتې پراختیا
        • د جواز ورکول
          • لارښونی
      • طبیعي میراثونه
    • کورپاڼه
logo
  1. خبرونه
  2. کور پاڼه

وروستی

ارزګان کې ۵تنه د کبانو ښکاریان ونیول شول
د چاپېریال ساتنې ملي ادارې مالي او اداري معین د UNDP له مسوولینو سره وکتل
په لغمان ولایت کې د چاپېریالي ستونزو د حل په موخه د همغږۍ ناسته ترسره شوه
په يو شمېر ولایتونو کې د مختلفو اصنافو څخه څارنه ترسره شوه
کابل پوهنتون کې د چاپېریالي پایښت او طبیعي زیرمو د مدیریت تر عنوان لاندي علمي او څېړنیز کنفرانس جوړ شو
د لغمان په طبیعي ځنګلونو کې ۱۱بیزوګان او ۲کجیر مارغان خوشې شولد لغمان په طبیعي ځنګلونو کې ۱۱بیزوګان او ۲کجیر مارغان خوشې شول
لغمان او خوست کې د یو شمېر فعالیتونو چاپېریالي وضعیت و ارزول شو
د چاپېریالي چارو مفتشینو له لوري ولایتونو کې مختلف فعالیتونه ترسره شول
د چاپېریال ساتنې ملي ادارې او (EPTDO) موسسې ترمنځ د پروژې د تطبیق په موخه هوکړه‌لیک لاسلیک شو
خوست کې سلګونو زده‌کوونکو ته عامه پوهاوی ورکړل شو

اړوند لینکونه

  • United Nations Environment Programme
  • Kabul Municipality
  • Climate Change-adaptation UNDP
  • Environmental-Health WHO

د چاپېریال ساتنې ملي ادارې مشرتابه د چاپېریال پوهنځي له رئیس او استادانو سره وکتل

slider-image

۱۴۴۳کال د ذولقعدې ۱۵مه -  کابل
د چاپېریال ساتنې ملي ادارې سرپرست حافظ عزیزالرحمن او پالیسي او مسلکي معین ډاکټر زین العابدین عابد پرون دوشنبه د ذالقعدې په ۱۴مه نېټه د کابل پوهنتون د چاپېریال پوهنځي له رئیس پوهندوی محمد داوود شېرزاد او ځینو استادانو سره ولیدل.
د چاپېریال ساتنې ملي ادارې عمومي رئيس د استادانو هرکلی وکړ او ویې ویل: چاپېریال ساتنه یواځې د دې ادارې مسوولیت نه دی بلکې د ټولو بنسټونو، اړوندو ادارو او ټولو هېوادوالو ګډ مسوولیت دی او په ځانګړې توګه د چاپېریال ساتنې پوهنځې استادان موږ ته له ځانګړي اهمیت څخه ځکه برخمن دي چې مسلکي کدرونه روزي. که په یوه اداره کې مسلکي او تعلیم‌یافته افراد و نه ګومارل شي؛ نو هغه اداره به په خپلو چارو کې بریالۍ نه وي او نه به د ترقۍ او پرمختګ پر لور ګامونه واخلي.
د دې ادارې عمومي رئیس د چاپېریال پوهنځي له رئیس او استادانو و غوښتل چې د دې ادارې د پرمختګ لپاره په مختلفو برخو کې موږ ته سلا مشورې راکړي او په ځانګړي ډول د چاپېریالي جوازونو د وېش پروسې په ساده کولو کې دې خپلې نظریې له موږ سره شریکې کړي.
د چاپېریال پوهنځي رئیس پوهندوی محمد داوود شېرزاد د یاد پوهنځي د تاریخچې په هکله معلومات ورکړل او زیاته یې کړه: په ۱۳۸۸ کال کې د چاپېریال ساتنې ډیپارټمنټ د بنسټ ډبره اېښودل شوې او په ۱۳۹۲ کال کې یې پوهنځي ته ارتقا وکړه. ده وویل: د چاپېریال ساتنې پوهنځي درسي کریکولم د امریکا، هند او څو نورو هېوادونو د درسي کریکولم، د وخت د اړتیاوو او د مارکیټ د غوښتنو په پام کې نیولو سره چمتو شوی دی.
 همدا راز د چاپېریال ساتنې ملي ادارې پالیسي او مسلکي معین ډاکټر زین العابدین عابد د دې ادارې د راتلونکو پلانونو او اقداماتو په هکله معلومات ورکړل او ویې ویل: موږ په هره برخه خصوصا د بنسټ جوړونې په برخه کې عملي کارونه پیل کړي دي، پخوا په دې اداره کې ځینې کارکوونکي د شناخت او واسطې او همدا راز د رشتې خلاف مقرر شوي دي. نوموړي ژمنه وکړه چې په راتلونکي کې به د آزاد رقابت له د چاپېریال پوهنځي فارغینو ته په دې اداره کې د کار زمینه برابره کړي.
 د یادونې وړ ده چې په دې غونډه د ادارې د ټولو برخو رئیسانو هم ګډون کړی وو، دواړو خواوو د همکارۍ او همغږۍ د لا پیاوړتیا په موخه د یوه ګډ تفاهم لیک په رامنځته کېدو ټینګار وکړ.

Jun 14, 2022

د چاپیریال ساتنی ملي اداره


: کاری ساعتونه

له شنبې څخه تر پنجشنبې پورې : د سهار له:۸ څخه تر :۴ بجو پورې

پنجشنبې : د سهار له ۸:۳۰ څخه تر ۱:۳۰ بجو پورې


په ټولنیزو رسنیو کې مونږ وڅاروئ



مونږ سره اړیکه



  • د چاپیریال ساتنی ملي اداره، شپږمه ناحیه
  • د دارالامان سرک٫ د مکتب کوڅه
  • کابل - افغانستان
  • ټیلیفون: ۸۰۵۵۳۰-۷۰۴  ۹۳+
  • بریښنالیک: info@nepa.gov.af
  • ګوګل لارښود

اړوند لینکونه



  • د وظائفو د مدیریت سیستم
  • داقلیم بدلون ملی معلوماتی سیستم
  • ایمیل
  • د چاپیریال ساتنی ملی معلوماتی سیستم
  • د هوا ککړتیا کمولو او مخنیوي لپاره پنځه کلن پلان
  • د کابل د هوا ککړتیا کمولو ، مخنیوي او اداره کولو لپاره کاري پلان
  • د چاپیریالي شکایتونو فورمه
  • د شرکتونو د ثبت فورمه
  • کلنۍ راپور ۱۳۹۸
  • د امر بالمعروف او نهي عن المنکراو شکایاتو اوریدلو وزارت

Copyright © NEPA,  2019 - 2021