• د عکسونو نندارتون
    • زموږ سره اړیکه
      • زمونږ سره اړیکه
      • د چاپیریالي شکایتونو فورمه
    • خپرونې
      • د رسنیو سره اړیکې
      • خپرونې
      • خبرونه
    • جـوازونـه
      • چاپیریالی جواز
      • د ښکار جواز
    • قوانین
      • قوانین او مقررات
      • تګلارې او ستراتیژۍ
      • لارښوونې
    • زموږ په اړه
      • د سازمانی چارت
      • ژوندلیک
      • پیښې
      • داوطلبۍ
      • نرخ اخستل
      • دندې
    • چاپيریال
      • نړیوالې اړیکې
        • MEAS
        • شریکانو
      • د اقلیم بدلون
        • د پروژې څارنه
        • راپورونه
      • نظارت او تفتیش
        • د اوبو کیفیت
        • د هوا ککړتیا
        • د زبالو مدیریت
      • تلپاتې پراختیا
        • د جواز ورکول
          • لارښونی
      • طبیعي میراثونه
    • کورپاڼه
logo
  1. خبرونه
  2. کور پاڼه

وروستی

د چاپېریال ساتنې ملي ادارې عمومي رئیس د IFRC د اسیا پاسیفیک برخې له رئيس او مل پلاوي سره وکتل
د میدان وردګو مرکزي روزنتون ۹۰ تنه طالب العلمانو او استادانو ته عامه پوهاوی ورکړل شو
کونړ کې د نفرایټ ډبرو د استخراج معدن د فعالیتونو څارنه او ارزونه وشوه
لغمان کې د "۲۷۰۰۰" بادام نیالګیو د کېنولو بهیر پیل شو
ننګرهار او خوست کې د یو شمېر فعالیتونو څارنه او ارزونه وشوه
ولایتونو کې د عامه پوهاوې مختلفې برنامې ترسره شوې
د چاپېریال ساتنې ملي ادارې او (Access Point) شرکت ترمنځ د ۱۵۰ زره امریکايي ډالرو په ارزښت د پروژې د تطبیق هوکړه‌لیک لاسلیک شو
ارزګان کې ۵تنه د کبانو ښکاریان ونیول شول
د چاپېریال ساتنې ملي ادارې مالي او اداري معین د UNDP له مسوولینو سره وکتل
په لغمان ولایت کې د چاپېریالي ستونزو د حل په موخه د همغږۍ ناسته ترسره شوه

اړوند لینکونه

  • United Nations Environment Programme
  • Kabul Municipality
  • Climate Change-adaptation UNDP
  • Environmental-Health WHO

د ژوند بڼو ملي ستراتیژۍ د ارزونې په هکله درې ورځنی مشورتي ورکشاپ پیل شو

slider-image

۱۴۴۴کال د شوال ۱۹/ کابل
د چاپېریال ساتنې ملي ادارې له خوا نن د
۱۴۰۲کال د ثور په ۱۹مه نېټه د دې ادارې د کول حشمت خان د غونډو په تالار کې د ژوند بڼو ملي ستراتیژي او د عمل پلان مسودې د وروستۍ ارزونې په هکله درې ورځنی مشورتي ورکشاپ پیل شو.
په دې مشورتي ورکشاپ کې د چاپېریال ساتنې ملي ادارې مشرتابه، رئیسانو، متخصصینو، د وحشي ژوو د ساتنې (
WCS) موسسې رئیس او متخصصینو، د کابل پوهنتون استادانو او د اړوندو ادارو استازو ګډون کړی وو.


غونډه د قران عظیم الشان د مبارکو آیتونو په تلاوت پیل او ورپسې د دې ادارې د مسلکي او پالیسي چارو معین ډاکټر زین العابدین عابد د ګډونوالو هرکلی وکړ او زیاته یې کړه: په افغانستان کې د څو لسیزو جګړو له امله نه یوازې انسانان بلکې حیوانات هم ډیر زیات اغېزمن شوي دي چې د جګړې په دوران کې له هېواد څخه په تېښته کې وو؛ له نیکه مرغه د اسلامي امارت په راتګ سره په هېواد کې امنیت راغلی او اوس ژوي هم خوندي دي.
ښاغلي عابد د (
WCS) موسسې څخه مننه وکړه چې د چاپېریال ساتنې ملي ادارې سره همکاري کوي. نوموړي ګډونوالو ته سپارښتنه وکړه چې په پوره غور سره د ژوند بڼو ملي ستراتېژۍ د غني کولو لپاره ګډ کار وکړي.
د دې ادارې د طبیعي میراثونو د ساتنې رئیس حامد صافي د ژوند بڼو د اهمیت او ارزښت په هکله معلوماتي پرزنټېشن وړاندې کړ او د ژوند بڼو شتون او ایکوسیستمونو ساتنه یې اړینه وبلله.


په افغانستان کې د (
WCS) موسسې د پروګرامونو رئیس ډاکټر سټیفن وویل: افغانستان د ځانګړو ژوند بڼو په درلودلو سره په نړۍ‌واله کچه غني هېواد دی. ده وویل: په افغانستان کې (۱۵۰۰) ډوله حیوانات دي چې ډیری یې ځانګړي او د سیمې په هېوادونو کې نشته او ساتنې ته یې باید جدي پاملرنه وشي.
نوموړي زیاته کړه: (
WCS) موسسه په سیاست کې دخیل نه ده او زموږ موخه او هدف دا دی چې له ګواښ سره مخ ایکوسیستمونو او ژوو ساتنه وکړو.
د ورکشاپ په لړ کې د دې ادارې متخصصینو حمید الله صاحبي او دین محمد فقیري لخوا د افغانستان د ژوند بڼو او نړۍ‌والو چاپېریالي کنوانسیونو په هکله هر اړخیز معلوماتي پرزنټېشنونه وړاندې شول.
د وحشي ژوو د ساتنې موسسې اجرائیوي رئیس ایوب علوي د ژوند بڼو ملي ستراتیژي او د عمل پلان مسودې د څرنګوالي او اهمیت په هکله وینا وکړه او له ګډونوالو یې وغوښتل چې نظرونه دې د دې ستراتېژۍ د لا غنامندۍ لپاره د چاپېریال ساتنې ملي ادارې سره شریک کړي.
د یادونې وړ ده چې د ژوند بڼو ملي ستراتیژي او د عمل پلان پر مسوده په
۲۰۲۰ز کال کې کار پیل او د ۲۰۲۳ز کال د جون تر میاشتې باید بشپړ شي.

May 10, 2023

د چاپیریال ساتنی ملي اداره


: کاری ساعتونه

له شنبې څخه تر پنجشنبې پورې : د سهار له:۸ څخه تر :۴ بجو پورې

پنجشنبې : د سهار له ۸:۳۰ څخه تر ۱:۳۰ بجو پورې


په ټولنیزو رسنیو کې مونږ وڅاروئ



مونږ سره اړیکه



  • د چاپیریال ساتنی ملي اداره، شپږمه ناحیه
  • د دارالامان سرک٫ د مکتب کوڅه
  • کابل - افغانستان
  • ټیلیفون: ۸۰۵۵۳۰-۷۰۴  ۹۳+
  • بریښنالیک: info@nepa.gov.af
  • ګوګل لارښود

اړوند لینکونه



  • د وظائفو د مدیریت سیستم
  • داقلیم بدلون ملی معلوماتی سیستم
  • ایمیل
  • د چاپیریال ساتنی ملی معلوماتی سیستم
  • د هوا ککړتیا کمولو او مخنیوي لپاره پنځه کلن پلان
  • د کابل د هوا ککړتیا کمولو ، مخنیوي او اداره کولو لپاره کاري پلان
  • د چاپیریالي شکایتونو فورمه
  • د شرکتونو د ثبت فورمه
  • کلنۍ راپور ۱۳۹۸
  • د امر بالمعروف او نهي عن المنکراو شکایاتو اوریدلو وزارت

Copyright © NEPA,  2019 - 2021