• د عکسونو نندارتون
    • زموږ سره اړیکه
      • زمونږ سره اړیکه
      • د چاپیریالي شکایتونو فورمه
    • خپرونې
      • د رسنیو سره اړیکې
      • خپرونې
      • خبرونه
    • جـوازونـه
      • چاپیریالی جواز
      • د ښکار جواز
    • قوانین
      • قوانین او مقررات
      • تګلارې او ستراتیژۍ
      • لارښوونې
    • زموږ په اړه
      • د سازمانی چارت
      • ژوندلیک
      • پیښې
      • داوطلبۍ
      • نرخ اخستل
      • دندې
    • چاپيریال
      • نړیوالې اړیکې
        • MEAS
        • شریکانو
      • د اقلیم بدلون
        • د پروژې څارنه
        • راپورونه
      • نظارت او تفتیش
        • د اوبو کیفیت
        • د هوا ککړتیا
        • د زبالو مدیریت
      • تلپاتې پراختیا
        • د جواز ورکول
          • لارښونی
      • طبیعي میراثونه
    • کورپاڼه
logo
  1. خبرونه
  2. کور پاڼه

وروستی

د چاپېریال ساتنې ملي ادارې رهبرۍ د EPTDO موسسې د روانو او راتلونکو پروژو جاج واخیست
ولایتونو کې د یو شمېر فعالیتونو چاپېریالي وضعیت و ارزول شو
د چاپېریال ساتنې ملي ادارې عمومي رئیس د IFRC د اسیا پاسیفیک برخې له رئيس او مل پلاوي سره وکتل
د میدان وردګو مرکزي روزنتون ۹۰ تنه طالب العلمانو او استادانو ته عامه پوهاوی ورکړل شو
کونړ کې د نفرایټ ډبرو د استخراج معدن د فعالیتونو څارنه او ارزونه وشوه
لغمان کې د "۲۷۰۰۰" بادام نیالګیو د کېنولو بهیر پیل شو
ننګرهار او خوست کې د یو شمېر فعالیتونو څارنه او ارزونه وشوه
ولایتونو کې د عامه پوهاوې مختلفې برنامې ترسره شوې
د چاپېریال ساتنې ملي ادارې او (Access Point) شرکت ترمنځ د ۱۵۰ زره امریکايي ډالرو په ارزښت د پروژې د تطبیق هوکړه‌لیک لاسلیک شو
ارزګان کې ۵تنه د کبانو ښکاریان ونیول شول

اړوند لینکونه

  • United Nations Environment Programme
  • Kabul Municipality
  • Climate Change-adaptation UNDP
  • Environmental-Health WHO

په میدان وردگو کې د طبعیت نړۍواله ورځ ولمانځل شوه

slider-image

۱۴۴۵ کال د محرم  ۲۰مه- میدان وردگ
 د میدان ورګو ولایت د چاپېریال ساتنې ریاست له خوا د ۱۴۰۲کال د زمري په ۱۵مه نېټه د ولایت مقام د غونډو په تالار کې د طبیعت نړیواله ورځ ولمانځل شوه.
په دې مراسمو کې د میدان وردګو مرستیال والي مولوي سیف الرحمن حافظ، د مختلفو ولایتي ادارو مسوولینو، ولسوالانو، د پیاوړتیا لوړولو، چاپېریال ساتنې او بشري مرستو موسسې (REHA) مسوولینو ګډون کړی وو.


غونډه د قرانکریم د څو مبارکو ایتونو په تلاوت پیل او ورپسې د میدان وردګو ولایت د چاپېریال ساتنې رئیس مولوي الله محمد ذاکر د غونډې ګډونوالو ته د ښه راغلاست تر څنگ د طبیعیت نړیوالې ورځې په مناسبت او اقلیمي بدلون په اړه بشپړ معلومات وړاندې کړل او د موضوع پر اهميت يې رڼا واچوله، د غونډې په دویمه برخه کې د میدان وردگو مرستیال والي مولوي سیف الرحمن حافظ د اسلام له نظره د چاپېریال ساتنې په اهمیت خبرې وکړې او اقلیمي بدلون یې یو له سترو ننگونو یاد کړ، همدا راز نوموړي یادونه وکړه چې څو ورځې مخکې سیلابونو د دې ولایت د ډیرو اوسیدونکو ژوند واخیست او ډیرې زراعتي ځمکې او باغونه یې له منځه وړي دي چې دا پیښې د اقلیمي بدلون له سترو ننگونو څخه شمیرل کیږې چې په اړه یې باید جدي کار وشي، دغه راز د اجنډا سره سم


د(REHA)  مؤسسې تخنیکي مرستیال انجینر عزت الله صدیقي په نړيواله کچه د اقلیمي بدلون پر عواملو، او بشر ته ترې پیښیدونکو ګواښونو او په یاده برخه کې د حکومتونو مؤسساتو، چاپیریال ساتنې ادارې او د هیواد د وګړو  په مسؤلیتونو اړوند معلوماتي پریزنتیشن وړاندې کړ او په یاده برخه کې یې د منسجمو تګلارو د رامنځته کولو وړاندیز وکړ همداراز نوموړي د اقلیمي بدلون د اغیزو په اړوند د ازاد بحث په شکل د جلسې د ټولو گډنوالو نظرونه واخیستل او په حل لارو یې رڼا واچوله، دغه راز نوموړي ټنگار وکړ چې ټولې ادارې باید د چاپېریال ساتنې ریاست سره کلکه همغږي ولري او په گډه د اقلیمي بدلون د اغیزو د راکمولو لپاره کار وکړي، د غونډې په پای کې د یادې موسسې مشر محمد یوسف حمیدیان پر گډونوالو غږ وکړ چې د چاپېریال ساتنې او اقلیمي بدلون په اړه خلکو ته عامه پوهاوی ورکړي.
چاپېریال ساتنه زموږ ټولو ملي او ایماني مسوولیت دی؛ راځئ چې خپل چاپېریال پاک وساتو!

Aug 7, 2023

د چاپیریال ساتنی ملي اداره


: کاری ساعتونه

له شنبې څخه تر پنجشنبې پورې : د سهار له:۸ څخه تر :۴ بجو پورې

پنجشنبې : د سهار له ۸:۳۰ څخه تر ۱:۳۰ بجو پورې


په ټولنیزو رسنیو کې مونږ وڅاروئ



مونږ سره اړیکه



  • د چاپیریال ساتنی ملي اداره، شپږمه ناحیه
  • د دارالامان سرک٫ د مکتب کوڅه
  • کابل - افغانستان
  • ټیلیفون: ۸۰۵۵۳۰-۷۰۴  ۹۳+
  • بریښنالیک: info@nepa.gov.af
  • ګوګل لارښود

اړوند لینکونه



  • د وظائفو د مدیریت سیستم
  • داقلیم بدلون ملی معلوماتی سیستم
  • ایمیل
  • د چاپیریال ساتنی ملی معلوماتی سیستم
  • د هوا ککړتیا کمولو او مخنیوي لپاره پنځه کلن پلان
  • د کابل د هوا ککړتیا کمولو ، مخنیوي او اداره کولو لپاره کاري پلان
  • د چاپیریالي شکایتونو فورمه
  • د شرکتونو د ثبت فورمه
  • کلنۍ راپور ۱۳۹۸
  • د امر بالمعروف او نهي عن المنکراو شکایاتو اوریدلو وزارت

Copyright © NEPA,  2019 - 2021