• د عکسونو نندارتون
    • زموږ سره اړیکه
      • زمونږ سره اړیکه
      • د چاپیریالي شکایتونو فورمه
    • خپرونې
      • د رسنیو سره اړیکې
      • خپرونې
      • خبرونه
    • جـوازونـه
      • چاپیریالی جواز
      • د ښکار جواز
    • قوانین
      • قوانین او مقررات
      • تګلارې او ستراتیژۍ
      • لارښوونې
    • زموږ په اړه
      • د سازمانی چارت
      • ژوندلیک
      • پیښې
      • داوطلبۍ
      • نرخ اخستل
      • دندې
    • چاپيریال
      • نړیوالې اړیکې
        • MEAS
        • شریکانو
      • د اقلیم بدلون
        • د پروژې څارنه
        • راپورونه
      • نظارت او تفتیش
        • د اوبو کیفیت
        • د هوا ککړتیا
        • د زبالو مدیریت
      • تلپاتې پراختیا
        • د جواز ورکول
          • لارښونی
      • طبیعي میراثونه
    • کورپاڼه
logo
  1. خبرونه
  2. کور پاڼه

وروستی

د چاپېریال ساتنې ملي ادارې رهبرۍ د EPTDO موسسې د روانو او راتلونکو پروژو جاج واخیست
ولایتونو کې د یو شمېر فعالیتونو چاپېریالي وضعیت و ارزول شو
د چاپېریال ساتنې ملي ادارې عمومي رئیس د IFRC د اسیا پاسیفیک برخې له رئيس او مل پلاوي سره وکتل
د میدان وردګو مرکزي روزنتون ۹۰ تنه طالب العلمانو او استادانو ته عامه پوهاوی ورکړل شو
کونړ کې د نفرایټ ډبرو د استخراج معدن د فعالیتونو څارنه او ارزونه وشوه
لغمان کې د "۲۷۰۰۰" بادام نیالګیو د کېنولو بهیر پیل شو
ننګرهار او خوست کې د یو شمېر فعالیتونو څارنه او ارزونه وشوه
ولایتونو کې د عامه پوهاوې مختلفې برنامې ترسره شوې
د چاپېریال ساتنې ملي ادارې او (Access Point) شرکت ترمنځ د ۱۵۰ زره امریکايي ډالرو په ارزښت د پروژې د تطبیق هوکړه‌لیک لاسلیک شو
ارزګان کې ۵تنه د کبانو ښکاریان ونیول شول

اړوند لینکونه

  • United Nations Environment Programme
  • Kabul Municipality
  • Climate Change-adaptation UNDP
  • Environmental-Health WHO

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولۍ مرستیال د چاپېریال ساتنې ملي ادارې له عمومي رئیس سره وکتل

slider-image

۱۴۴۵کال د مُحرم ۲۷مه/ کابل
د چاپېریال ساتنې ملي ادارې عمومي رئیس حافظ عزیز الرحمن نن د ۱۴۰۲کال د زمري په ۲۳مه نېټه په خپل کاري دفتر کې د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولۍ (یوناما) له مرستیال مارکس پوتزل سره لیدنه وکړه.


 په پیل کې د دې ادارې عمومې رئیس د یوناما مرستیال او ورسره پلاوي ته ښه راغلاست ووایه، د یوناما د فعالیتونو او د مختلفو چاپېریالي موضوعاتو په ځانګړي ډول د اقلیمي بدلون په تړاو یې هر اړخیزې خبرې وکړې.


د چاپېریال ساتنې ملي ادارې عمومي رئیس وویل: نړۍوال باید چاپېریالي موضوعات سیاسي نه کړي ځکه دا بشري موضوعات دي چې ګټه او زیان یې یوازې ولسونو ته رسیږي؛ افغانستان اوسمهال په جدي توګه له اقلیمي بدلون څخه اغېزمن هېواد دی په داسې حال کې چې د ګلخانه‌يي ګازونو په خپرولو کې ډیره کمه ونډه لري.


نوموړي ټینګار وکړ چې ملګري ملتونه د افغانستان د اقلیمي بدلون پروژې چې د ۸۲۶ میلیونو ډالرو په ارزښت دي باید له تعلیق څخه و باسي؛ په نړۍوالو چاپېریالي غونډو کې د دې ادارې مسوولینو ته د ګډون زمینه برابره شي او همدا راز د COP په راتلونکې غونډه کې افغانستان ته هم د ګډون بلنه ورکړل شي.

ښاغلي حافظ وویل اوسمهال په افغانستان کې بشپړ امنیت تامین دی او د کار کولو لپاره ښه فرصت رامنځته شوی؛ نو له نړۍوالو مو هیله ده چې له افغانستان سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي.


په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولۍ مرستیال مارکس پوتزل د دې ادارې له عمومي رئیس څخه مننه وکړه او زیاته یې کړه چې یوناما هڅه کوي له افغانستان سره د نړۍوالو د همکارۍ زمینه مساعده کړي او ډاډ یې ورکړ چې کډ کار کولو ته ژمن یو.
نوموړي وویل: موږ تلاش کوو چې نړۍوال له افغانستان سره ښه تعامل وکړي، ده زیاته کړه: موږ به د نیمګړو چاپېریالي پروژ د بیا پیل او اقلیمي بدلون سره د مبارزې په برخه کې خپلې هڅې جاري وساتو؛ ځکه له اقلیمي بدلون سره مبارزه د ټولې نړۍ ګډ کار دی.


ښاغلي پوتزل دغه راز ډاډ څرګند کړ چې هڅه به وکړي په نړۍوالو چاپېریالي غونډو کې د افغانستان د چاپیریال ساتنې ملي ادارې د مسوولینو برخه اخیستنه یقیني کړي ترڅو د افغانستان د خلکو حقوق تامین شي.

Aug 14, 2023

د چاپیریال ساتنی ملي اداره


: کاری ساعتونه

له شنبې څخه تر پنجشنبې پورې : د سهار له:۸ څخه تر :۴ بجو پورې

پنجشنبې : د سهار له ۸:۳۰ څخه تر ۱:۳۰ بجو پورې


په ټولنیزو رسنیو کې مونږ وڅاروئ



مونږ سره اړیکه



  • د چاپیریال ساتنی ملي اداره، شپږمه ناحیه
  • د دارالامان سرک٫ د مکتب کوڅه
  • کابل - افغانستان
  • ټیلیفون: ۸۰۵۵۳۰-۷۰۴  ۹۳+
  • بریښنالیک: info@nepa.gov.af
  • ګوګل لارښود

اړوند لینکونه



  • د وظائفو د مدیریت سیستم
  • داقلیم بدلون ملی معلوماتی سیستم
  • ایمیل
  • د چاپیریال ساتنی ملی معلوماتی سیستم
  • د هوا ککړتیا کمولو او مخنیوي لپاره پنځه کلن پلان
  • د کابل د هوا ککړتیا کمولو ، مخنیوي او اداره کولو لپاره کاري پلان
  • د چاپیریالي شکایتونو فورمه
  • د شرکتونو د ثبت فورمه
  • کلنۍ راپور ۱۳۹۸
  • د امر بالمعروف او نهي عن المنکراو شکایاتو اوریدلو وزارت

Copyright © NEPA,  2019 - 2021