• د عکسونو نندارتون
    • زموږ سره اړیکه
      • زمونږ سره اړیکه
      • د چاپیریالي شکایتونو فورمه
    • خپرونې
      • د رسنیو سره اړیکې
      • خپرونې
      • خبرونه
    • جـوازونـه
      • چاپیریالی جواز
      • د ښکار جواز
    • قوانین
      • قوانین او مقررات
      • تګلارې او ستراتیژۍ
      • لارښوونې
    • زموږ په اړه
      • د سازمانی چارت
      • ژوندلیک
      • پیښې
      • داوطلبۍ
      • نرخ اخستل
      • دندې
    • چاپيریال
      • نړیوالې اړیکې
        • MEAS
        • شریکانو
      • د اقلیم بدلون
        • د پروژې څارنه
        • راپورونه
      • نظارت او تفتیش
        • د اوبو کیفیت
        • د هوا ککړتیا
        • د زبالو مدیریت
      • تلپاتې پراختیا
        • د جواز ورکول
          • لارښونی
      • طبیعي میراثونه
    • کورپاڼه
logo
  1. خبرونه
  2. کور پاڼه

وروستی

د چاپېریال ساتنې ملي ادارې رهبرۍ د EPTDO موسسې د روانو او راتلونکو پروژو جاج واخیست
ولایتونو کې د یو شمېر فعالیتونو چاپېریالي وضعیت و ارزول شو
د چاپېریال ساتنې ملي ادارې عمومي رئیس د IFRC د اسیا پاسیفیک برخې له رئيس او مل پلاوي سره وکتل
د میدان وردګو مرکزي روزنتون ۹۰ تنه طالب العلمانو او استادانو ته عامه پوهاوی ورکړل شو
کونړ کې د نفرایټ ډبرو د استخراج معدن د فعالیتونو څارنه او ارزونه وشوه
لغمان کې د "۲۷۰۰۰" بادام نیالګیو د کېنولو بهیر پیل شو
ننګرهار او خوست کې د یو شمېر فعالیتونو څارنه او ارزونه وشوه
ولایتونو کې د عامه پوهاوې مختلفې برنامې ترسره شوې
د چاپېریال ساتنې ملي ادارې او (Access Point) شرکت ترمنځ د ۱۵۰ زره امریکايي ډالرو په ارزښت د پروژې د تطبیق هوکړه‌لیک لاسلیک شو
ارزګان کې ۵تنه د کبانو ښکاریان ونیول شول

اړوند لینکونه

  • United Nations Environment Programme
  • Kabul Municipality
  • Climate Change-adaptation UNDP
  • Environmental-Health WHO

په کندهار کې د اقليمي بدلون نړيواله اونۍ د شاندارو مراسمو په ترڅ کې ولمانځل سوه

slider-image

۱۴۴۵کال د ربیع الثاني ۴مه نېټه/کندهار
د چاپېريال ساتنې ملي ادارې له خوا د اقليمي بدلون نړيواله اونۍ د افغانستان په ټولو ولايتونو کې د ځانګړو غونډو، کنفرانسونو، سمينارونو او د عامه پوهاوي اړوند دچاپېريالي پروګرامونو په ترسره کولو سره لمانځل کيږي، چې په دې لړ کې د اقليمي بدلون نړيواله اونۍ د ۱۴۰۲کال د تلې په ۲۶مه نېټه د کندهار ولایت د چاپېريال ساتنې رياست د REHA (وړتيا لوړولو، چاپيريال ساتنې او بشري مرستو) موسسې  په همکارۍ "د اقليمي بدلون په هکله ولايتي بحث" تر عنوان لاندې يوې پرتمینې غونډې په ترڅ کې ولمانځل شوه.


په دې لمانځغونډه کې د کندهار ولايت مقام مرستيال الحاج مولوي حيات الله مبارک، د چاپېريال ساتنې رٸيس مولوي محمد يوسف حذيفه، کندهار ښاروال،  د (REHA) موسسې رٸيس محمديوسف حميديان، د یادې موسسې مرستيال انجنير عزت الله صديقي، په جنوبي زون کې د يوناما دفتر مشر الکس کاريټ، د ولايتي سکټوري ادارو استازو، د دولتي او خصوصي پوهنتونو استادانو، د سيمه ايزو او نړيوالو انجيوګانو استازو او ځوانانو ګډون کړى وو.


غونډه د قران عظيم الشان د مبارکو ايتونو په تلاوت پيل سوه او د کندهار ولایت د چاپېريال ساتنې رٸيس مولوي محمديوسف حذيفه ګډونوالو ته ښه راغلاست ووایه او د اقليمي بدلون د ناوړه اغېزو په هکله یې خبرې وکړې.
ورپسې د چاپېريال ساتنې ملي ادارې د اقليمي بدلون رياست د اقليمي بدلونونو سره د سازښت آمر انجنير محب الله بهار د اقليمي بدلون په هکله د روانو فعاليتونو، لاسته راوړنو، راتلونکو پلانونو او پروژو په اړه رڼا واچوله او ویې ويل چې د اقليمي بدلون په عواملو کې د افغانستان ونډه د صفر سره برابره ده خو له اقلیمي بدلون څخه تر ټولو اغېزمن هېواد دی.


د (REHA) موسسې مرستيال انجنير عزت الله صديقي د اقليمي بدلون په هکله د ولايتي بحث د اهدافو او د اقليمي بدلونونو له کبله د کندهار ولايت اغېزمنو سيمو په هکله تفصيلي معلومات وړاندي کړل.
د کندهار ولايت مقام مرستيال الحاج مولوي حيات الله مبارک په خپلو خبرو کې وويل چې د افغانستان اسلامي امارت د چاپېریال ساتنې، اقليمي بدلون او د اوبو کنټرول اړوند مسٸلو ته متوجه دى او د لومړيتوبونو په درجه کې قرار لري.
ښاغلي مبارک وويل چې په تيرو څلويښتو کلنو کې پر افغانستان د بهرنيانو د يرغلونو په نتجه کې د افغانستان په هر کونج کې د زهرجنو وسلو استعمال زموږ چاپېريال سخت زیانمن کړی او له دې کبله یې زموږ هيوادوال د ډول ډول چاپېريالي ستونزو سره مخامخ سوي دي پر همدې اساس دا د نړيوالو مکلفيت دى چې د افغانستان د چاپېريالي ککړتياوو او اقليمي بدلون په وړاندې د مبارزې په برخه کې د افغانانو حق ادا کړي.


نوموړي زياته کړه چې اقليمي بدلون پر ټولو يو شان اغېزه کوي بنأ نړيوال بايد د چاپېريال او اقليمي بدلون سره سياسي چلند ونه کړي او بهانې پاى ته ورسوي او پر ټولو ځوانانو او علمي کدرونو یې ږغ وکړ چي د اقليمي بدلون په وړاندي مبارزه يوازې د امارت او يوې ادارې کار نه دى بلکې د ټولو هيوادوالو ګډ مکلفيت دى چې چاپېريال ساتنې لپاره کار وکړي، دا چې اوس د الله ج په فضل په ټول هيواد کې سرتاسري امن راغلى دى او د هيواد ودانولو او پر خپلو پښو درولو وخت را رسيدلى دى.
د غونډي په دویمه برخه د اقليمي بدلون په هکله ازاد بحث وشو چې ګډونوالو په کندهار کې د اقليمي بدلون پر څرنګوالي، پر اوبو، زراعت، انرژۍ، ځنګلونو، وحشي ژوو، روغتيا باندې د اقليمي بدلون اغېزې، د دې ستونزي او ګواښونو څخه د خلاصون لارې، د اړوندو ادارو او نړيوالو موسسو د رول په هکله علمي نظرونه وړاندي شول.

Oct 19, 2023

د چاپیریال ساتنی ملي اداره


: کاری ساعتونه

له شنبې څخه تر پنجشنبې پورې : د سهار له:۸ څخه تر :۴ بجو پورې

پنجشنبې : د سهار له ۸:۳۰ څخه تر ۱:۳۰ بجو پورې


په ټولنیزو رسنیو کې مونږ وڅاروئ



مونږ سره اړیکه



  • د چاپیریال ساتنی ملي اداره، شپږمه ناحیه
  • د دارالامان سرک٫ د مکتب کوڅه
  • کابل - افغانستان
  • ټیلیفون: ۸۰۵۵۳۰-۷۰۴  ۹۳+
  • بریښنالیک: info@nepa.gov.af
  • ګوګل لارښود

اړوند لینکونه



  • د وظائفو د مدیریت سیستم
  • داقلیم بدلون ملی معلوماتی سیستم
  • ایمیل
  • د چاپیریال ساتنی ملی معلوماتی سیستم
  • د هوا ککړتیا کمولو او مخنیوي لپاره پنځه کلن پلان
  • د کابل د هوا ککړتیا کمولو ، مخنیوي او اداره کولو لپاره کاري پلان
  • د چاپیریالي شکایتونو فورمه
  • د شرکتونو د ثبت فورمه
  • کلنۍ راپور ۱۳۹۸
  • د امر بالمعروف او نهي عن المنکراو شکایاتو اوریدلو وزارت

Copyright © NEPA,  2019 - 2021