• د عکسونو نندارتون
    • زموږ سره اړیکه
      • زمونږ سره اړیکه
      • د چاپیریالي شکایتونو فورمه
    • خپرونې
      • د رسنیو سره اړیکې
      • خپرونې
      • خبرونه
    • جـوازونـه
      • چاپیریالی جواز
      • د ښکار جواز
    • قوانین
      • قوانین او مقررات
      • تګلارې او ستراتیژۍ
      • لارښوونې
    • زموږ په اړه
      • د سازمانی چارت
      • ژوندلیک
      • پیښې
      • داوطلبۍ
      • نرخ اخستل
      • دندې
    • چاپيریال
      • نړیوالې اړیکې
        • MEAS
        • شریکانو
      • د اقلیم بدلون
        • د پروژې څارنه
        • راپورونه
      • نظارت او تفتیش
        • د اوبو کیفیت
        • د هوا ککړتیا
        • د زبالو مدیریت
      • تلپاتې پراختیا
        • د جواز ورکول
          • لارښونی
      • طبیعي میراثونه
    • کورپاڼه
logo
  1. خبرونه
  2. کور پاڼه

وروستی

په پکتیا ولایت کې د نیالګیو کېنولو ملي کمپاین پیل شو
خوست کې د چاپېریال ساتنې ریاست لخوا د نيالګيو د ویش لړۍ پیل شوه
پکتیکا کې د نیالګیو کېنولو ملي کمپاین پیل شو
د چاپېریال ساتنې ملي ادارې له لوري کابل کې د نیالګیو کېنولو ملي کمپاین پیل شو
د ۴۰زره جلغوزیو نیالګیو د ویش لړۍ پیل شوه
د نایابو مرغانو د ښکار د مخنیوي په موخه نظارت ترسره شو
ولایتونو کې د چاپېریال ساتنې په پار مخلتف فعالیتونه ترسره شوي
ننګرهار کې د نیالګیو کېنولو، ساتنې او پالنې په تړاو مشورتي غونډې وشوې
د شنو ساحو د زیاتوالي او چاپېریالي اصولو د تطبیق په تړاو میدان وردګو کې د ولایت په کچه د کانونو د استخراج شرکتونو سره غونډه وشوه
د چاپېریال ساتنې ملي ادارې او TLO موسسې ترمنځ د ۱۴۲٠٠٠ زره امریکايي ډالرو په ارزښت د پروژې هوکړه‌لیک لاسلیک شو

اړوند لینکونه

  • United Nations Environment Programme
  • Kabul Municipality
  • Climate Change-adaptation UNDP
  • Environmental-Health WHO

د اقلیمي بدلون نړیوال کنفرانس (COP28) Twenty eight Session of the Conference of the Parties په تړاو د چاپېریال ساتنې ملي ادارې مطبوعاتي اعلامیه

slider-image

د ملګرو ملتونو د اقلیمي بدلون کنوانسیون سکرتریت په نړیواله کچه د اقلیمي بدلون له ګواښونو سره د مبارزې، د ځمکې په اتموسفیرکې د ګلخانه‌یي ګازونو د غلظت ساتلو او د مهمو پریکړو او تصامیمو نیولو په موخه هر کال د (COP) تر سرلیک لاندې نړیوال کنفرانس جوړوي چې ټول هېوادونه په ځانګړي ډول هغه هېوادونه چې د اقلمي بدلون له ناوړه اغیزو څخه متاثر شوي، خپلې ستونزې او ګواښونه د صنعتي او پرمختللو هېوادونو له مشرانو سره شریکوي؛ ترڅو د اقلیمي بدلون په برخه کې مالي سرچینو ته لاسرسی ومومي او خپل حق ترلاسه کړي.

 

سږکال د ملګرو ملتونو د اقلیمي بدلون ۲۸م کنفرانس نن د ۱۴۰۲ لمریز کال د لیندۍ میاشتي پر ۹ مه نېټه د متحده عربي اماراتو په دبۍ ښار کې جوړشو، چې له بده مرغه په یاد کنفرانس کې افغانستان ته بلنه نه ده ورکړل شوی، سره له دې چې د چاپېریال ساتنې ملي ادارې د (COP) غونډې اهمیت ته په کتو په منظم ډول له اقلیمي بدلون سره د سازښت او مبارزې په برخه کې خپل جامع پلان جوړ کړی و چې په هغه کې د افغانستان دریځ او د اقلیمي بدلون له ناوړه اغیزو څخه د متاثرو خلکو موجوده اړتیاوې، د اقلیمي بدلون په برخه کې مالي سرچینو ته لاسرسی، د اقلیمي بدلون له مالي میکانیزمونو څخه د مرستو راجلبول، د پاریس تړون د تعهداتو مطابق د افغانستان د ملي مشارکت سند وړاندې کول، د تعلیق شوو چاپیریالي پروژو د بیا پیل لپاره هلې ځلې او په ټوله کې له اقلیمي بدلون سره سازښت او مبارزه شامل وو، چې دې کنفرانس ته وړاندي شوې وای ؛ خو متاسفانه د سیاسي ملحوظاتو له امله افغانستان له ګډونه بې برخي شو.

دا څرګنده ده چې اقلیمي بدلون او د نړیوالې تودوخې زیاتوالی اوس مهال په نړۍ او په ځانګړې توګه افغانستان کې یو له خورا مهمو چاپیریالي ننګونو څخه ګڼل کیږي، د تودوخې لوړوالی، د طبیعي یخچالونو ویلي کیدل، په نړیواله کچه د اوبو د سطحې لوړېدا ، وچکالي، د طبيعي پېښو رامنځته کېدل او د انساني او حیواني ناروغیو زیاتوالی یې له پایلو څخه دي ، په داسې حال کې چې د ګلخانه یې ګازونو په انتشار کې د افغانستان ونډه یوازي  ۰.۰۸ سلنه ده چې د نړۍ د نورو هېوادونو په پرتله ډېره کمه ده، خو د اقلیمي بدلون د ناوړه اغېزو له امله په نړۍ کې شپږم زیانمن شوی هیواد دی .

 

د اقلیمي بدلون له امله د افغانستان زیانمنتیا به د خلکو اقتصادي او ټولنیز وضعیت نور هم خراب کړي، لکه څنګه چې وينو، په هېواد کې غیر موسمي بارانونو ، شدیدو سېلابونو او سړو څپو ډېر مالي او ځاني زيانونه اړولي دي، دا وضعیت ښیې چې اقلیمي بحران به منفي اغیزه وکړي او حتی بېړنی بشري بحران به رامنځته شي. 
لکه څنګه چې ملګرو ملتونو ویلي، "د انتشار د کمولو او د اقلیمي بدلون سره د سازښت لپاره د اغیزمنو هڅو پرته، بشري مرستې یوازې یو لنډ مهاله حل دی" دا په دې معنی ده چې د اقلیمي بدلون سره د مبارزې لپاره سرچینو او دوامداره هڅو ته اړتیا ده تر څو د اقلیمي بدلون له امله د رامنځته کیدونکو بحرانونو مخنیوی وشي. 
 
اقلیمي بدلون یوازي د افغانستان ځانګړې ستونزه نه ده، دا یوه لویه نړیواله او سیمه ییزه مسله ده چي پر وړاندي یې د نړیوالو مشترکو عملي اقدماتو اړتیا لیدل کیږي که چیري په دې بر خه کي لږ څه ناغیړي هم وشی پایلي به یې ټوله نړۍ له ګواښ او بحران سره مخ کړي چي بیا به یې جبران ناممکن وي.
په نړیوالو غونډو او کنفرانسونو کې د افغانستان د اسلامي امارت د استازو نه ګډون او مالي میکانیزمونو ته د افغانستان د لاسرسي پر وړاندې خنډونه او د اقلیمي بدلون په برخه کي د پروژو نه تطبیق ددې هیواد له خلکو او ملت سره ستره جفا او ظلم دی چي افغانان باید له خپل دې حقوقو څخه محروم نه کړل شي.
د افغانستان اسلامي امارت په هېواد کې د اقلیمي بدلون د ګواښونو او ناوړه اغېزو پر وړاندي لازم اقدامات ترسره کړي او په دې برخه کي د خپلو محدودو منابعو څخه په استفادې ژمن دی تر څو ټاکل شوو اهدافو ته ورسیږي ، موږ  یو ځل بیا له نړیوالي ټولني څخه هیله لرو چې د سیاسي ملاحظاتو پرته په افغانستان کې د دې نړیوالې پدیدې سره د مبارزې لپاره خپلو مرستو ته دوام ورکړي او په نړیوالو غونډو او کنفرانسونو کې د افغانستان د اسلامي امارت د استازو ګډون یقیني کړي.
 

د چاپیریال ساتنې ملي اداره

Dec 3, 2023

د چاپیریال ساتنی ملي اداره


: کاری ساعتونه

له شنبې څخه تر پنجشنبې پورې : د سهار له:۸ څخه تر :۴ بجو پورې

پنجشنبې : د سهار له ۸:۳۰ څخه تر ۱:۳۰ بجو پورې


په ټولنیزو رسنیو کې مونږ وڅاروئ



مونږ سره اړیکه



  • د چاپیریال ساتنی ملي اداره، شپږمه ناحیه
  • د دارالامان سرک٫ د مکتب کوڅه
  • کابل - افغانستان
  • ټیلیفون: ۸۰۵۵۳۰-۷۰۴  ۹۳+
  • بریښنالیک: info@nepa.gov.af
  • ګوګل لارښود

اړوند لینکونه



  • د وظائفو د مدیریت سیستم
  • داقلیم بدلون ملی معلوماتی سیستم
  • ایمیل
  • د چاپیریال ساتنی ملی معلوماتی سیستم
  • د هوا ککړتیا کمولو او مخنیوي لپاره پنځه کلن پلان
  • د کابل د هوا ککړتیا کمولو ، مخنیوي او اداره کولو لپاره کاري پلان
  • د چاپیریالي شکایتونو فورمه
  • د شرکتونو د ثبت فورمه
  • کلنۍ راپور ۱۳۹۸
  • د امر بالمعروف او نهي عن المنکراو شکایاتو اوریدلو وزارت

Copyright © NEPA,  2019 - 2021