• د عکسونو نندارتون
    • زموږ سره اړیکه
      • زمونږ سره اړیکه
      • د چاپیریالي شکایتونو فورمه
    • خپرونې
      • د رسنیو سره اړیکې
      • خپرونې
      • خبرونه
    • جـوازونـه
      • چاپیریالی جواز
      • د ښکار جواز
    • قوانین
      • قوانین او مقررات
      • تګلارې او ستراتیژۍ
      • لارښوونې
    • زموږ په اړه
      • د سازمانی چارت
      • ژوندلیک
      • پیښې
      • داوطلبۍ
      • نرخ اخستل
      • دندې
    • چاپيریال
      • نړیوالې اړیکې
        • MEAS
        • شریکانو
      • د اقلیم بدلون
        • د پروژې څارنه
        • راپورونه
      • نظارت او تفتیش
        • د اوبو کیفیت
        • د هوا ککړتیا
        • د زبالو مدیریت
      • تلپاتې پراختیا
        • د جواز ورکول
          • لارښونی
      • طبیعي میراثونه
    • کورپاڼه
logo
  1. خبرونه
  2. کور پاڼه

وروستی

د چاپېریال ساتنې ملي ادارې رهبرۍ د EPTDO موسسې د روانو او راتلونکو پروژو جاج واخیست
ولایتونو کې د یو شمېر فعالیتونو چاپېریالي وضعیت و ارزول شو
د چاپېریال ساتنې ملي ادارې عمومي رئیس د IFRC د اسیا پاسیفیک برخې له رئيس او مل پلاوي سره وکتل
د میدان وردګو مرکزي روزنتون ۹۰ تنه طالب العلمانو او استادانو ته عامه پوهاوی ورکړل شو
کونړ کې د نفرایټ ډبرو د استخراج معدن د فعالیتونو څارنه او ارزونه وشوه
لغمان کې د "۲۷۰۰۰" بادام نیالګیو د کېنولو بهیر پیل شو
ننګرهار او خوست کې د یو شمېر فعالیتونو څارنه او ارزونه وشوه
ولایتونو کې د عامه پوهاوې مختلفې برنامې ترسره شوې
د چاپېریال ساتنې ملي ادارې او (Access Point) شرکت ترمنځ د ۱۵۰ زره امریکايي ډالرو په ارزښت د پروژې د تطبیق هوکړه‌لیک لاسلیک شو
ارزګان کې ۵تنه د کبانو ښکاریان ونیول شول

اړوند لینکونه

  • United Nations Environment Programme
  • Kabul Municipality
  • Climate Change-adaptation UNDP
  • Environmental-Health WHO

د اقلیمي بدلون په تړاو پیل شوی درې ورځنی ملي بحث پای ته ورسېد

slider-image

۱۴۴۵کال د شوال۱۴مه/ کابل
د چاپېریال ساتنې ملي ادارې او په افغانستان کي د ناروې کمېټې له لوري د اقلیمي بدلون په تړاو پیل شوی درې ورځنی ملي بحث پای ته ورسېد
.
پر همدې مهال د چاپېریال ساتني ملي ادارې مسلکي او پالیسۍ مرستیال ډاکټر زین العابدین عابد د اقلیمي بدلون په تړاو جوړ شوي بحث په پای کې وینا وکړه او دپیل شوي بحث ارزونه یې وکړه
.
نوموړي وویل: د څېړنو پایلې کولی شي چې د اړوندو ادارو سره د اقلیمي بدلون په برخه کې د پالیسۍ او ستراتیژۍ په جوړولو کې رغنده مرسته وکړي او د ګډونوالو نظرونه او  وړاندیزونه به د اقلیمي بدلون سره د مبارزې په برخه کې د فعالیتونو د چټکتیا او پیاوړتیا لامل شي
.


ښاغلي عابد ټینګار وکړ چې د افغانستان د چاپېریال ملي پالیسۍ په اساس د اقلیمي بدلون مدیریت، د ا.ا. امارت د اساسي لومړیتوبونو څخه دی او له اقلیمي بدلون سره یې د سازښت په تړاو د اوبو سرچینو د مدیریت، زراعت، د ځنګلونو  او څړځایونو بیا احیاکول او نوې کېدونکې انرژۍ په برخو کې په ملي کچه سترې برنامې تر کار لاندې نیولي
.
نوموړي وویل: اوسمهال په افغانستان کې د پروژو د تطبیق لپاره ښه زمینه مساعده ده، په هېواد کې بشپړ امنیت دی، اداري فساد نسته، بشري ظرفیتونه موجود دي او په شفاف ډول ملت ته حساب ورکول کیږي. د افغانستان اسلامي امارت له اقلیمي بدلون سره د مبارزې په برخه کې کار کولو ته ژمن او له ټولو شرکاوو سره بشپړه همکاري کوي.


د چاپېریال ساتنې ملي ادارې مسلکي او پالیسي معین له نړۍوالو لاندې وړاندیزونه او غوښتنې وکړې:
•        افغانستان د اقلیمي بدلون له ناوړه اغیزو  څخه د نړۍ په کچه تر ټولو اغېزمن او زیانمن هېواد دي؛ نو دا پر نړۍوالو د افغانستان حق دی چې له اقلیمي بدلون سره د مبارزې په برخه کې د افغانانو لاسنیوی وکړي.
•        د نړۍوالو لخوا د اقلیمي بدلون په برخه کې د افغانستان ۳۲ پروژې چې د نړیوالو مالي میکانیزمونو   (GEF, GCF, AF)څخه تمویل کېدې؛ ځنډول شوې دي چې دا باید ژر تر ژره پیل او تطبیق شي.
•        د اقلیمي بدلون په برخه ټولو مالي میکانیزمونو ته د افغانستان لاسرسی خصوصا (د اقلیمي بدلون په برخه کې د خساراتو او ضایعاتو) نوي صندوق ته؛ ځکه افغانستان د ټولو چاپېریالي کنوانسیونو رسمي غړیتوب لري او ټولو تعهداتو ته یې ژمن دی.
•        په سیمه ییزه او نړۍواله کچه چاپېریالي غونډو  خصوصا د ملګرو ملتونو د اقلیمي بدلون کنوانسیون په ټولو غونډو کې د افغانستان ګډون.
•        د اقلیمي بدلون او چاپېریالي مسایلو سره باید سیاسي برخورد ونه سي.
•        له افغانستان سره باید په مالي او تخنیکي برخو کې له اقلیمي بدلون څخه په پراخه کچه د یوه زیانمن شوي هېواد په حیث ملاتړ وسي.


د یادونې وړ ده چې د دې بحث په پایلو کې دا معلومه شوه چې د اقلیمي بدلون د ناوړه اغېزو قربانیان د افغانستان عام خلک دي او ټول زیانونه یې د ټولنې غریب وګړي ګالي چې دې موضوع ته په کتو د بحث ټولو ګډونوالو په یوه غږ له نړۍوالو وغوښتل چې چاپېریالي موضوعات سیاسي نکړي، د افغانستان ځنډول شوې پروژې ژر تر ژره پیل او افغانستان ته د اقلیمي بدلون له امله د اووښتو زیانونو تاوان ورکړي
.

Apr 24, 2024

د چاپیریال ساتنی ملي اداره


: کاری ساعتونه

له شنبې څخه تر پنجشنبې پورې : د سهار له:۸ څخه تر :۴ بجو پورې

پنجشنبې : د سهار له ۸:۳۰ څخه تر ۱:۳۰ بجو پورې


په ټولنیزو رسنیو کې مونږ وڅاروئ



مونږ سره اړیکه



  • د چاپیریال ساتنی ملي اداره، شپږمه ناحیه
  • د دارالامان سرک٫ د مکتب کوڅه
  • کابل - افغانستان
  • ټیلیفون: ۸۰۵۵۳۰-۷۰۴  ۹۳+
  • بریښنالیک: info@nepa.gov.af
  • ګوګل لارښود

اړوند لینکونه



  • د وظائفو د مدیریت سیستم
  • داقلیم بدلون ملی معلوماتی سیستم
  • ایمیل
  • د چاپیریال ساتنی ملی معلوماتی سیستم
  • د هوا ککړتیا کمولو او مخنیوي لپاره پنځه کلن پلان
  • د کابل د هوا ککړتیا کمولو ، مخنیوي او اداره کولو لپاره کاري پلان
  • د چاپیریالي شکایتونو فورمه
  • د شرکتونو د ثبت فورمه
  • کلنۍ راپور ۱۳۹۸
  • د امر بالمعروف او نهي عن المنکراو شکایاتو اوریدلو وزارت

Copyright © NEPA,  2019 - 2021