• د عکسونو نندارتون
    • زموږ سره اړیکه
      • زمونږ سره اړیکه
      • د چاپیریالي شکایتونو فورمه
    • خپرونې
      • د رسنیو سره اړیکې
      • خپرونې
      • خبرونه
    • جـوازونـه
      • چاپیریالی جواز
      • د ښکار جواز
    • قوانین
      • قوانین او مقررات
      • تګلارې او ستراتیژۍ
      • لارښوونې
    • زموږ په اړه
      • د سازمانی چارت
      • ژوندلیک
      • پیښې
      • داوطلبۍ
      • نرخ اخستل
      • دندې
    • چاپيریال
      • نړیوالې اړیکې
        • MEAS
        • شریکانو
      • د اقلیم بدلون
        • د پروژې څارنه
        • راپورونه
      • نظارت او تفتیش
        • د اوبو کیفیت
        • د هوا ککړتیا
        • د زبالو مدیریت
      • تلپاتې پراختیا
        • د جواز ورکول
          • لارښونی
      • طبیعي میراثونه
    • کورپاڼه
logo
  1. خبرونه
  2. کور پاڼه

وروستی

د چاپېریال ساتنې ملي ادارې عمومي رئیس د IFRC د اسیا پاسیفیک برخې له رئيس او مل پلاوي سره وکتل
د میدان وردګو مرکزي روزنتون ۹۰ تنه طالب العلمانو او استادانو ته عامه پوهاوی ورکړل شو
کونړ کې د نفرایټ ډبرو د استخراج معدن د فعالیتونو څارنه او ارزونه وشوه
لغمان کې د "۲۷۰۰۰" بادام نیالګیو د کېنولو بهیر پیل شو
ننګرهار او خوست کې د یو شمېر فعالیتونو څارنه او ارزونه وشوه
ولایتونو کې د عامه پوهاوې مختلفې برنامې ترسره شوې
د چاپېریال ساتنې ملي ادارې او (Access Point) شرکت ترمنځ د ۱۵۰ زره امریکايي ډالرو په ارزښت د پروژې د تطبیق هوکړه‌لیک لاسلیک شو
ارزګان کې ۵تنه د کبانو ښکاریان ونیول شول
د چاپېریال ساتنې ملي ادارې مالي او اداري معین د UNDP له مسوولینو سره وکتل
په لغمان ولایت کې د چاپېریالي ستونزو د حل په موخه د همغږۍ ناسته ترسره شوه

اړوند لینکونه

  • United Nations Environment Programme
  • Kabul Municipality
  • Climate Change-adaptation UNDP
  • Environmental-Health WHO

د چاپېریال ساتنې ملي ادارې رهبرۍ د (GEF) نړیوالي شورا له سکرتریت او ددې شورا له دایمي غړي سره مشورتي غونډه وکړه.

slider-image

کابل/ ٢٩/ذوالقعده ١٤٤٥
د چاپېریال ساتني ملي ادارې عمومي رئیس حافظ عزیز الرحمن او ددې ادارې متخصصینو په انلاین توګه د چاپېریال ساتنې نړیوالي تسهیلاتي شورا له سکرتریت او ددې شورا له دایمې غړي ماهر عبدالرحیم سره غونډه وکړه.


په دې انلاین مشورتي غونډه کي د افغانستان ترڅنګ پاکستان، عراق، لبنان، یمن، سوریې او اردن هیوادونو اړونده مسوولینو او استازو هم برخه اخیستې وه.
ماهر عبدالرحیم د يادو اوو هیوادونو په استازیتوب د GEF نړیوالي شورا دایمي غړیتوب لري.


د چاپېریال ساتنې ملي ادارې عمومي رئیس د اقلیمي بدلون پروژې چي دامهال په تعلیق کي اچول شوي د محیط زیست نړیوالي تسهیلاتي شورا غړي ماهر عبدالرحیم سره په بحث کي مطرح کړې او غوښتنه یې وکړه چي دغه پروژې دي ښاغلي عبدالرحیم د یادي شورا په غونډه کي مطرح او ملاتړ یې وکړي.


په دې تعلیق شویو پروژو کې د ۱۰ میلیونو ډالرو په ارزښت د ځمکې د تخریب څخه د مخنیوي، د ځنګلونو د ساتنې او بیا احیاکولو مدیریت او له همدې لاري د سیمه ییزو خلکو د ژوند د پیاوړتیا پروژه، د ۲۰ میلیونو ډالرو په ارزښت د اقلیمي بدلون سره د اوبو د سازګاره مدیریت پروژه، د ١٠ میلیونو ډالرو په ارزښت د تخریب شویو ایکوسیستمونو د بيارغوني پروژه او همدارنګه د ١.١٦ میلیونو امریکايي ډالرو په ارزښت د نورستان ملي پارک ددوامداره مدیریت پروژه شامله ده چي له ښاغلي عبدالرحیم سره ورباندي بحث او خبري وشوې.


د چاپېریال ساتني ملې ادارې رهبرۍ ټینګار وکړ دا پروژې د افغانستان د خلکو حق دی چي د تیرو دریو کلونو راهیسي په تعلیق اچول شوي او ګټه یې یواځي محلي ټولنو او د افغانستان هغه قشر ته رسیږي چي د اقلیم بدلون له منفي پایلو څخه رنځ وړي.
ښاغلي حافظ وویل د يادي غونډې څخه یې موخه داده، د GEF نړیواله شورا چې ټاکل شوې د روان کال د جون له ١٧ څخه تر ٢٠ نېټې پورې په امريکا کې دایره شي او غونډه وکړي، د افغانستان ځنډول شوي پروژې تر بحث لاندي ونیسي او له تعلیق څخه وویستل شي.
نوموړي زياته کړه محیط زیستي مسایل باید په هیڅ صورت سیاسي نشي او هیله مو داده چي د GEF اړوند تعلیق شوې پروژې ژر تر ژره پیل شي.
د چاپېریال ساتني ملي ادارې مشرتابه هوډ څرګنډ کړ چي د افغانستان اسلامي امارت د ټولو نړیوالو چاپېریالي کنواسینونو تعهداتو ته ژمن دی او غوښتنه یې له نړیوالو بنسټونو، ډونرانو او مرستندویه موسساتو څخه داده چي په هیواد کې د بشپړ امنیت په تامین سره کولی شې پروژې تطبیق او عملي کړي.


د GEF نړیوالي شورا دایمي غړي ښاغلي ماهر عبدالرحیم د غونډي د ګډونوالو د نظریاتو، وړاندیزونو او غوښتنو تر اورېدو وروسته ژمنه وکړه چي دی به هڅه وکړي ددې هېوادونو په استازولۍ د وړاندیز شويو پروژو تائید ترلاسه کړي.


نوموړي وويل دا مهال په ځانګړې توګه افغانستان د اقلیمي بدلونونو د ناوړو پایلو قرباني دی او خلک يې د سختو ګواښونو سره مخ دي، ماهر عبدالرحیم د افغانستان د چاپېریال ساتنې ملي ادارې عمومي رئیس ته ډاډ ورکړ چي بشري مسایل له سياسي مسايلو سره هیڅ تړاو نه لري، د محیط زیست او اقلیمي بدلون اړوند تعلیق شوې پروژې ددې هېواد د خلکو حق دی او دی به یې په درست ډول دفاع وکړي ترڅو عملا یې کار پیل کړل شي.

Jun 8, 2024

د چاپیریال ساتنی ملي اداره


: کاری ساعتونه

له شنبې څخه تر پنجشنبې پورې : د سهار له:۸ څخه تر :۴ بجو پورې

پنجشنبې : د سهار له ۸:۳۰ څخه تر ۱:۳۰ بجو پورې


په ټولنیزو رسنیو کې مونږ وڅاروئ



مونږ سره اړیکه



  • د چاپیریال ساتنی ملي اداره، شپږمه ناحیه
  • د دارالامان سرک٫ د مکتب کوڅه
  • کابل - افغانستان
  • ټیلیفون: ۸۰۵۵۳۰-۷۰۴  ۹۳+
  • بریښنالیک: info@nepa.gov.af
  • ګوګل لارښود

اړوند لینکونه



  • د وظائفو د مدیریت سیستم
  • داقلیم بدلون ملی معلوماتی سیستم
  • ایمیل
  • د چاپیریال ساتنی ملی معلوماتی سیستم
  • د هوا ککړتیا کمولو او مخنیوي لپاره پنځه کلن پلان
  • د کابل د هوا ککړتیا کمولو ، مخنیوي او اداره کولو لپاره کاري پلان
  • د چاپیریالي شکایتونو فورمه
  • د شرکتونو د ثبت فورمه
  • کلنۍ راپور ۱۳۹۸
  • د امر بالمعروف او نهي عن المنکراو شکایاتو اوریدلو وزارت

Copyright © NEPA,  2019 - 2021