• د عکسونو نندارتون
    • زموږ سره اړیکه
      • زمونږ سره اړیکه
      • د چاپیریالي شکایتونو فورمه
    • خپرونې
      • د رسنیو سره اړیکې
      • خپرونې
      • خبرونه
    • جـوازونـه
      • چاپیریالی جواز
      • د ښکار جواز
    • قوانین
      • قوانین او مقررات
      • تګلارې او ستراتیژۍ
      • لارښوونې
    • زموږ په اړه
      • د سازمانی چارت
      • ژوندلیک
      • پیښې
      • داوطلبۍ
      • نرخ اخستل
      • دندې
    • چاپيریال
      • نړیوالې اړیکې
        • MEAS
        • شریکانو
      • د اقلیم بدلون
        • د پروژې څارنه
        • راپورونه
      • نظارت او تفتیش
        • د اوبو کیفیت
        • د هوا ککړتیا
        • د زبالو مدیریت
      • تلپاتې پراختیا
        • د جواز ورکول
          • لارښونی
      • طبیعي میراثونه
    • کورپاڼه
logo
  1. خبرونه
  2. کور پاڼه

وروستی

د چاپېریال ساتنې ملي ادارې عمومي رئیس د IFRC د اسیا پاسیفیک برخې له رئيس او مل پلاوي سره وکتل
د میدان وردګو مرکزي روزنتون ۹۰ تنه طالب العلمانو او استادانو ته عامه پوهاوی ورکړل شو
کونړ کې د نفرایټ ډبرو د استخراج معدن د فعالیتونو څارنه او ارزونه وشوه
لغمان کې د "۲۷۰۰۰" بادام نیالګیو د کېنولو بهیر پیل شو
ننګرهار او خوست کې د یو شمېر فعالیتونو څارنه او ارزونه وشوه
ولایتونو کې د عامه پوهاوې مختلفې برنامې ترسره شوې
د چاپېریال ساتنې ملي ادارې او (Access Point) شرکت ترمنځ د ۱۵۰ زره امریکايي ډالرو په ارزښت د پروژې د تطبیق هوکړه‌لیک لاسلیک شو
ارزګان کې ۵تنه د کبانو ښکاریان ونیول شول
د چاپېریال ساتنې ملي ادارې مالي او اداري معین د UNDP له مسوولینو سره وکتل
په لغمان ولایت کې د چاپېریالي ستونزو د حل په موخه د همغږۍ ناسته ترسره شوه

اړوند لینکونه

  • United Nations Environment Programme
  • Kabul Municipality
  • Climate Change-adaptation UNDP
  • Environmental-Health WHO

د چاپېریال ساتنې ملي ادارې رهبرۍ د انګلستان له شارژدافیر سره ولیدل

slider-image

۱۴۴۶کال د صفر۳مه/ کابل
د چاپېریال ساتنې ملي ادارې عمومي رئیس مولوي مطیع الحق خالص او ددې ادارې د پالیسۍ او مسلکي مرستیال ډاکټر زین العابدین عابد د ۱۴۰۳کال د اسد په ۱۷مه نېټه د افغانستان لپاره د انګلستان له شارژدافیر رابرټ ډیکسون سره وکتل؛ په دې لیدنه کې د دې ادارې د اقلیمي بدلون، طبیعي میراثونو د ساتنې او پلان رئیسانو او متخصصینو هم حضور درلود چې پر یو شمېر اهمو چاپېریالي موضوعاتو هر اړخیز بحث او خبرې وشوې.


د چاپېریال ساتنې ملي ادارې عمومي رئیس د انګلستان شارژدافیر هرکلی وکړ؛ د افغانستان د چاپېریال وضعیت؛ د اقلیمي بدلون د ناوړه اغېزو څخه د افغانستان د متاثره کېدو؛ د دې ادارې د ځنډول شوو چاپېریالي پروژو؛ د اقلیمي بدلون سره د مبارزې په برخه کې د افغانستان د لومړیتوبونو او د چاپېریال ساتنې ملي ادارې سره د نړۍوالو د تعامل په تړاو یې د انګلستان شارژدافیر ته هر اړخیز معلومات ورکړل.
د دې ادارې عمومي رئیس مولوي مطیع الحق خالص په خپلو خبرو کې وویل: اقلیمي بدلون یوه نړۍواله پدیده ده چې افغانستان ترې ډیر زیات اغیزمن شوی؛ د اقلیمي بدلون له ناوړه اغېزو څخه بشري ټولنې، حیوانات او نباتات ماضرر شوي او زیان یې د دې هېواد غریب ولسونه ګالي؛ له بده مرغه نړۍوالو چاپېریالي موضوعات سیاسي کړي دي او څومره چې توقوع کېده همکاري نه ده شوې.


ښاغلي خالص غوښتنه وکړه چې نړۍوالو مالي میکانیزمونو ته د افغانستان د لاسرسي، په نړۍوالو چاپېریالي کنفرانسونو او غونډو چې د چاپېریال ساتنې ملي ادارې استازو د ګډون په برخه کې او د هغو هېوادونو له سفیرانو او استازو سره د لیدنو او کتنو زمینې مساعدول چې د افغانستان لپاره د مرستو د راجلبولو په برخه کې خنډ دي.
 
د دې ادارې عمومي رئیس پر ګډه همکارۍ او تعامل ټینګار وکړ او هیله یې څرګنده کړه چې بشري موضوعات سیاسي نه شي.
د چاپېریال ساتنې ملي ادارې پالیسي او مسلکي مرستیال ډاکټر زین العابدین عابد هم د اقلیمي بدلون د ناوړه اغېزو په هکله خبرې وکړې او زیاته یې کړه: د ا.ا.ا چې د کومو د نړۍوالو چاپېریالي کنوانسیونونو غړیتوب لري تر خپله وسه یې د هغو اهداف تطبیق کړي او تعهداتو ته یې ژمن دی. ده وویل افغانستان کې د اشغال پر مهال ډول ډول وسلې او کیمیاوي مواد کارول شوي دي چې پر ولسونو یې ناوړه اغېزې کړي. نوموړي غوښتنه وکړه چې دا مهال د افغانستان چاپېریالي پروژې په  تعلیق کې اچول شوي چې د خلاصون لپاره یې باید ګډي هڅې وشي.


ښاغلي عابد ټینګار وکړ چې د چاپېریال ساتنې ملي اداره سیاسي نه ده او باید چاپېریالي موضوعات سیاسي نه شي. ده له شارژدافیر غوښتنه وکړه چې په نړۍوالو غونډو کې باید د افغانستان غږ پورته شي.
د افغانستان لپاره د انګلستان شارژدافیر رابرټ ډیکسون ژمنه وکړه چې چاپېریالي او اقلیمي بدلون په برخه کې د افغانستان ستونزې به د ملګرو ملتونو د تعهداتو په نظر کې نیولو سره د تاثیرګذاره هېوادونو له استازو او په مختلفو غونډو کې تر نړۍوالو رسوي.
ښاغلي ډیکسون وویل: اقلیمي بدلون هغه ګواښ دی چې موږ یې دې ته اړ کړو ترڅو د چاپېریال ساتنې ملي ادارې له مسوولینو سر پرې بحث او خبرې وکړو. ده وویل: په ډیر غونډو لکه د دوحې او نورو ناستو کې موږ د افغانستان د ستونزو یادونه کړې ده او یو شمېر اروپایي هېوادونه دې ته لېواله دي چې له افغانستان سره د چاپېریال ساتنې او اقلیمي بدلون په برخه کې ګډ کار وکړي.
د لیدنې په ترڅ کې دواړو خواوو په ګډ کار ټینګار وکړ او ژمنه وشوه چې د رهبرۍ په کچه او تخنیکي ټیمونه به په دوامداره توګه غونډې کوي، د بشریت د ژغورنې لپاره به هلې ځلې کوي، کوم خنډونه چې موجود دي هغو ته به بدیلې لارې پیدا کوي او کوښښ به کوي چې چاپېریالي موضوعات له سیاست څخه بېل شي.

Aug 8, 2024

د چاپیریال ساتنی ملي اداره


: کاری ساعتونه

له شنبې څخه تر پنجشنبې پورې : د سهار له:۸ څخه تر :۴ بجو پورې

پنجشنبې : د سهار له ۸:۳۰ څخه تر ۱:۳۰ بجو پورې


په ټولنیزو رسنیو کې مونږ وڅاروئ



مونږ سره اړیکه



  • د چاپیریال ساتنی ملي اداره، شپږمه ناحیه
  • د دارالامان سرک٫ د مکتب کوڅه
  • کابل - افغانستان
  • ټیلیفون: ۸۰۵۵۳۰-۷۰۴  ۹۳+
  • بریښنالیک: info@nepa.gov.af
  • ګوګل لارښود

اړوند لینکونه



  • د وظائفو د مدیریت سیستم
  • داقلیم بدلون ملی معلوماتی سیستم
  • ایمیل
  • د چاپیریال ساتنی ملی معلوماتی سیستم
  • د هوا ککړتیا کمولو او مخنیوي لپاره پنځه کلن پلان
  • د کابل د هوا ککړتیا کمولو ، مخنیوي او اداره کولو لپاره کاري پلان
  • د چاپیریالي شکایتونو فورمه
  • د شرکتونو د ثبت فورمه
  • کلنۍ راپور ۱۳۹۸
  • د امر بالمعروف او نهي عن المنکراو شکایاتو اوریدلو وزارت

Copyright © NEPA,  2019 - 2021