• د عکسونو نندارتون
    • زموږ سره اړیکه
      • زمونږ سره اړیکه
      • د چاپیریالي شکایتونو فورمه
    • خپرونې
      • د رسنیو سره اړیکې
      • خپرونې
      • خبرونه
    • جـوازونـه
      • چاپیریالی جواز
      • د ښکار جواز
    • قوانین
      • قوانین او مقررات
      • تګلارې او ستراتیژۍ
      • لارښوونې
    • زموږ په اړه
      • د سازمانی چارت
      • ژوندلیک
      • پیښې
      • داوطلبۍ
      • نرخ اخستل
      • دندې
    • چاپيریال
      • نړیوالې اړیکې
        • MEAS
        • شریکانو
      • د اقلیم بدلون
        • د پروژې څارنه
        • راپورونه
      • نظارت او تفتیش
        • د اوبو کیفیت
        • د هوا ککړتیا
        • د زبالو مدیریت
      • تلپاتې پراختیا
        • د جواز ورکول
          • لارښونی
      • طبیعي میراثونه
    • کورپاڼه
logo
  1. خبرونه
  2. کور پاڼه

وروستی

ارزګان کې ۵تنه د کبانو ښکاریان ونیول شول
د چاپېریال ساتنې ملي ادارې مالي او اداري معین د UNDP له مسوولینو سره وکتل
په لغمان ولایت کې د چاپېریالي ستونزو د حل په موخه د همغږۍ ناسته ترسره شوه
په يو شمېر ولایتونو کې د مختلفو اصنافو څخه څارنه ترسره شوه
کابل پوهنتون کې د چاپېریالي پایښت او طبیعي زیرمو د مدیریت تر عنوان لاندي علمي او څېړنیز کنفرانس جوړ شو
د لغمان په طبیعي ځنګلونو کې ۱۱بیزوګان او ۲کجیر مارغان خوشې شولد لغمان په طبیعي ځنګلونو کې ۱۱بیزوګان او ۲کجیر مارغان خوشې شول
لغمان او خوست کې د یو شمېر فعالیتونو چاپېریالي وضعیت و ارزول شو
د چاپېریالي چارو مفتشینو له لوري ولایتونو کې مختلف فعالیتونه ترسره شول
د چاپېریال ساتنې ملي ادارې او (EPTDO) موسسې ترمنځ د پروژې د تطبیق په موخه هوکړه‌لیک لاسلیک شو
خوست کې سلګونو زده‌کوونکو ته عامه پوهاوی ورکړل شو

اړوند لینکونه

  • United Nations Environment Programme
  • Kabul Municipality
  • Climate Change-adaptation UNDP
  • Environmental-Health WHO

په ټول افغانستان کې ښکار بند دی؛ سرغړوونکي د قانون منګولو ته سپارل کیږي

slider-image

۱۴۴۶کال د ربیع الاول۹مه/ سمنګان-ارزګان-پکتیکا
د ریاست الوزرا عالي مقام حکم په اساس په ټول افغانستان کې د وحشي ژوو، مارغانو او کبانو ښکار بند دی، په همدې موخه د سمنګانو ولایت د چاپېریال ساتنې ریاست مفتشینو د دو آب ولسوالۍ امنیتي مسوولینو په همکارۍ څلور تنه ښکاریان د ښکار له وسایلو او ۲۰ الوتونکو سره نیولي؛ د یاد ریاست د مفتشینو لخوا نیول شوي مرغان چې ۱۶یې بادوړي (بادخورک) او ۴کفترې وې، بېرته ازاد طبیعت ته خوشې شول.
د پکتیکا ولایت مرکز ښرنه کې هم دوه تنه ښکاریان ونیول شول چې د مرکز اړوند بندي سردې ساحه کې یې هیلۍ ښکار کړې وې او غوښتل یې چې ښرنې ښار ته يې انتقال کړي چې د چاپېریال ساتنې رئیس مولوي محمدسجاد وقاص لخوا مخکې له دې چې ښار ته داخل شي د ښکار له وسایلو سره لاس په لاس ونیول شول چې وسایل یې قید او ښکاریان د امنیه قومندانۍ مسوولینو ته وسپارل شول.
همداراز د ارزګان ولایت د چاپېريال ساتنې ریاست مسوولینو له لوري د ښکار د مخنيوي په موخه د ترينکوټ ښار د ګنج څخه نظارت ترسره شو او د ګنج بازار ټولو هټۍوالو ته د ښکار د مخنیوي په هکله لازمې سپارښتنې او عامه پوهاوی ورکړل شو.


د یادونې وړ ده چې په افغانستان کې د تېرو څو لسیزو جګړو پر مهال د انساني ناخوالو سربېره د دې هېواد وحشي ډولونو ته هم ډیر زیان اووښتی چې دا مهال ۱۴۹وحشي ډولونه د افغانستان د ساتنې وړ وحشي ډولونو په نوملړ کې شامل شوي دي چې نسل یې د ورکېدا له ګواښ سره مخ دی.
په دې وحشي ډولونو کې ۸ډوله نباتات، ۱ډول حشره، ۴ډوله خزنده‌ګان، ۱ډول ذوحیاتین، ۵۷ډوله الوتونکي، ۷۶ډوله تي‌لرونکي ژوي او ۲ډوله کبان شامل دي.
د ا.ا.ا. د مشرتابه د حکم په اساس په ټول افغانستان کې د ذکر شوو ډولونو ښکار او قاچاق په مطلق ډول بند دی؛ که هر څوک دې امر څخه سرغړونه وکړي د قانون منګولو ته سپارل کيږي.

Sep 12, 2024

د چاپیریال ساتنی ملي اداره


: کاری ساعتونه

له شنبې څخه تر پنجشنبې پورې : د سهار له:۸ څخه تر :۴ بجو پورې

پنجشنبې : د سهار له ۸:۳۰ څخه تر ۱:۳۰ بجو پورې


په ټولنیزو رسنیو کې مونږ وڅاروئ



مونږ سره اړیکه



  • د چاپیریال ساتنی ملي اداره، شپږمه ناحیه
  • د دارالامان سرک٫ د مکتب کوڅه
  • کابل - افغانستان
  • ټیلیفون: ۸۰۵۵۳۰-۷۰۴  ۹۳+
  • بریښنالیک: info@nepa.gov.af
  • ګوګل لارښود

اړوند لینکونه



  • د وظائفو د مدیریت سیستم
  • داقلیم بدلون ملی معلوماتی سیستم
  • ایمیل
  • د چاپیریال ساتنی ملی معلوماتی سیستم
  • د هوا ککړتیا کمولو او مخنیوي لپاره پنځه کلن پلان
  • د کابل د هوا ککړتیا کمولو ، مخنیوي او اداره کولو لپاره کاري پلان
  • د چاپیریالي شکایتونو فورمه
  • د شرکتونو د ثبت فورمه
  • کلنۍ راپور ۱۳۹۸
  • د امر بالمعروف او نهي عن المنکراو شکایاتو اوریدلو وزارت

Copyright © NEPA,  2019 - 2021