• د عکسونو نندارتون
    • زموږ سره اړیکه
      • زمونږ سره اړیکه
      • د چاپیریالي شکایتونو فورمه
    • خپرونې
      • د رسنیو سره اړیکې
      • خپرونې
      • خبرونه
    • جـوازونـه
      • چاپیریالی جواز
      • د ښکار جواز
    • قوانین
      • قوانین او مقررات
      • تګلارې او ستراتیژۍ
      • لارښوونې
    • زموږ په اړه
      • د سازمانی چارت
      • ژوندلیک
      • پیښې
      • داوطلبۍ
      • نرخ اخستل
      • دندې
    • چاپيریال
      • نړیوالې اړیکې
        • MEAS
        • شریکانو
      • د اقلیم بدلون
        • د پروژې څارنه
        • راپورونه
      • نظارت او تفتیش
        • د اوبو کیفیت
        • د هوا ککړتیا
        • د زبالو مدیریت
      • تلپاتې پراختیا
        • د جواز ورکول
          • لارښونی
      • طبیعي میراثونه
    • کورپاڼه
logo
  1. خبرونه
  2. کور پاڼه

وروستی

ارزګان کې ۵تنه د کبانو ښکاریان ونیول شول
د چاپېریال ساتنې ملي ادارې مالي او اداري معین د UNDP له مسوولینو سره وکتل
په لغمان ولایت کې د چاپېریالي ستونزو د حل په موخه د همغږۍ ناسته ترسره شوه
په يو شمېر ولایتونو کې د مختلفو اصنافو څخه څارنه ترسره شوه
کابل پوهنتون کې د چاپېریالي پایښت او طبیعي زیرمو د مدیریت تر عنوان لاندي علمي او څېړنیز کنفرانس جوړ شو
د لغمان په طبیعي ځنګلونو کې ۱۱بیزوګان او ۲کجیر مارغان خوشې شولد لغمان په طبیعي ځنګلونو کې ۱۱بیزوګان او ۲کجیر مارغان خوشې شول
لغمان او خوست کې د یو شمېر فعالیتونو چاپېریالي وضعیت و ارزول شو
د چاپېریالي چارو مفتشینو له لوري ولایتونو کې مختلف فعالیتونه ترسره شول
د چاپېریال ساتنې ملي ادارې او (EPTDO) موسسې ترمنځ د پروژې د تطبیق په موخه هوکړه‌لیک لاسلیک شو
خوست کې سلګونو زده‌کوونکو ته عامه پوهاوی ورکړل شو

اړوند لینکونه

  • United Nations Environment Programme
  • Kabul Municipality
  • Climate Change-adaptation UNDP
  • Environmental-Health WHO

هلمند کې پر اوبو د اقلیمي بدلون د اغېزو تر سرلیک لاندې یو ورځنی روزنیز ورکشاپ ترسره شو

slider-image

۱۴۴۶کال د جمادي الثاني ۱۰مه/ هلمند
د هلمند ولایت د چاپېریال ساتنې ریاست او TLO موسسې په همکارۍ د لښکرګاه مرکز بُست شاهي صالون کې پر اوبو د اقلیمي بدلون اغېزو تر سرليک لاندې يو ورځنی روزنيز ورکشاپ ترسره شو.
په ياد ورکشاپ کې د هلمند ولايت مقام د دفتر رئيس مولوي عبدالرحمن حذيفه، د هلمند ولایت د چاپېريال ساتنې رئيس ملا محمد عيسی حسین الله آغا، د اوبو او انرژۍ رئيس محمد یعقوب قایم، د اطلاعاتو او کلتور، ارشاد، حج او اوقافو ریاستونو، علمای کرامو، د پوهنتون استادانو، محصلینو، لښکرګاه ښاروالۍ د ګذرونو او صنفي وکیلانو، د اړوندو ادارو استازو، خبریالانو او ځوانانو ګډون کړی وو.


د ورکشاپ په لړ کې د ولایت مقام د دفتر رئیس مولوي عبدالرحمن حذيفه وويل چې په نړۍ کي د نويو ټکنالوژيو په رامنځته کيدو سره اقليمي بدلون رامنځته شو چې د افغانستان پر چاپېریال یې ناوړه اغېزې کړې دي. نوموړي زیاته کړه: باید په ټولو هڅه وکړو ترڅو د اوبو د کمښت ستونزه په مسلکي شکل مدیریت کړو او تر څنګ یې عامه ولسونو ته پوهاوی ورکړو تر څو یاده ستونزه په بشپړ ډول له ټولنې څخه ورکه شي.
د هلمند ولایت د چاپېريال ساتنې رئيس د TLO موسسې له مسؤلينو څخه مننه وکړه چې د هلمندوالو لپاره يې د يوې ګټورې موضوع په تړاو روزنیز ورکشاف جوړ او له ګډونوالو يې وغوښتل چې د ورکشاف له معلوماتو ګټه واخلي او عملي يې کړي.
همدارنګه د اوبو او انرژۍ رياست انجينر سيد عمر دوران د موضوع په اړه خبرې وکړې او ويې ويل: اقليم د انسانانو په ژوند کې يوه اساسي برخه ده او د اقليم له بدلون سره د اوبو کچه هم بدلون کوي. نوموړي زياته کړه چې په هلمند ولايت کې د تېرو دوو کلنو را پدېخوا د ځمکې لاندې اوبو کچه تر يو نیم مترو پورې را ټيټه شوې ده چې دا د اوبو د کموالي په برخه کې يوه ګواښونکې موضوع ده.


د هلمند پوهنتون د وترنرۍ پوهنځۍ استاد پوهنمل محمد امان احمدزي وويل چې اوبه د ژوند په معنا دي چې هر ژوندی موجود ورته اړتيا لري نو بايد د کم استعمال هڅه يې وکړو. نوموړي زياته کړه چې افغانستان د جغرافیایي پلوه په وچه کې راګير هيواد دی چې کوم سمندر ته لار نه لري نو بايد اوبه يې په سمه توګه مهار او مديریت سي ترڅو د اوبو له کمښت سره مخ نه شو.
د حج او اوقافو رياست په استازيتوب مولوي عبدالرحيم آغا د اسلام له نظره د چاپېريال پر پاک ساتنې او د اوبو پر سمه کارونه هر اړخيزې خبرې وکړې او له ګډونوالو يې وغوښتل چې د اوبو د کم استعمال په برخه کې خپلو کورنيو او ټولنه کې عامه پوهاوی ترسره کړي.


د کابل پوهنتون استاد او اړيکو د دفتر فعال غړي مجيب الرحمن احمدزي او هلمند پوهنتون استاد عبدالوهاب سيدي د پرګرام د موضوع سره سم خپل ترتيب شوي سمينارونه او اړوند معلومات د ګډونوالو سره شريک کړه.
د ورکشاپ په وروستيو کې په ګروپي ډول د پرګرام ګډونوالو نظرونه او وړانديزونه را ټول او وروسته په نوبت سره تشريح شول او ياد ورکشاپ ګډونوالو ته د تصديق پاڼو په ورکولو او دُعا ويلو سره پای ته ورسېده.

Dec 12, 2024

د چاپیریال ساتنی ملي اداره


: کاری ساعتونه

له شنبې څخه تر پنجشنبې پورې : د سهار له:۸ څخه تر :۴ بجو پورې

پنجشنبې : د سهار له ۸:۳۰ څخه تر ۱:۳۰ بجو پورې


په ټولنیزو رسنیو کې مونږ وڅاروئ



مونږ سره اړیکه



  • د چاپیریال ساتنی ملي اداره، شپږمه ناحیه
  • د دارالامان سرک٫ د مکتب کوڅه
  • کابل - افغانستان
  • ټیلیفون: ۸۰۵۵۳۰-۷۰۴  ۹۳+
  • بریښنالیک: info@nepa.gov.af
  • ګوګل لارښود

اړوند لینکونه



  • د وظائفو د مدیریت سیستم
  • داقلیم بدلون ملی معلوماتی سیستم
  • ایمیل
  • د چاپیریال ساتنی ملی معلوماتی سیستم
  • د هوا ککړتیا کمولو او مخنیوي لپاره پنځه کلن پلان
  • د کابل د هوا ککړتیا کمولو ، مخنیوي او اداره کولو لپاره کاري پلان
  • د چاپیریالي شکایتونو فورمه
  • د شرکتونو د ثبت فورمه
  • کلنۍ راپور ۱۳۹۸
  • د امر بالمعروف او نهي عن المنکراو شکایاتو اوریدلو وزارت

Copyright © NEPA,  2019 - 2021