• د عکسونو نندارتون
    • زموږ سره اړیکه
      • زمونږ سره اړیکه
      • د چاپیریالي شکایتونو فورمه
    • خپرونې
      • د رسنیو سره اړیکې
      • خپرونې
      • خبرونه
    • جـوازونـه
      • چاپیریالی جواز
      • د ښکار جواز
    • قوانین
      • قوانین او مقررات
      • تګلارې او ستراتیژۍ
      • لارښوونې
    • زموږ په اړه
      • د سازمانی چارت
      • ژوندلیک
      • پیښې
      • داوطلبۍ
      • نرخ اخستل
      • دندې
    • چاپيریال
      • نړیوالې اړیکې
        • MEAS
        • شریکانو
      • د اقلیم بدلون
        • د پروژې څارنه
        • راپورونه
      • نظارت او تفتیش
        • د اوبو کیفیت
        • د هوا ککړتیا
        • د زبالو مدیریت
      • تلپاتې پراختیا
        • د جواز ورکول
          • لارښونی
      • طبیعي میراثونه
    • کورپاڼه
logo
  1. خبرونه
  2. کور پاڼه

وروستی

د چاپېریال ساتنې ملي ادارې رهبرۍ د EPTDO موسسې د روانو او راتلونکو پروژو جاج واخیست
ولایتونو کې د یو شمېر فعالیتونو چاپېریالي وضعیت و ارزول شو
د چاپېریال ساتنې ملي ادارې عمومي رئیس د IFRC د اسیا پاسیفیک برخې له رئيس او مل پلاوي سره وکتل
د میدان وردګو مرکزي روزنتون ۹۰ تنه طالب العلمانو او استادانو ته عامه پوهاوی ورکړل شو
کونړ کې د نفرایټ ډبرو د استخراج معدن د فعالیتونو څارنه او ارزونه وشوه
لغمان کې د "۲۷۰۰۰" بادام نیالګیو د کېنولو بهیر پیل شو
ننګرهار او خوست کې د یو شمېر فعالیتونو څارنه او ارزونه وشوه
ولایتونو کې د عامه پوهاوې مختلفې برنامې ترسره شوې
د چاپېریال ساتنې ملي ادارې او (Access Point) شرکت ترمنځ د ۱۵۰ زره امریکايي ډالرو په ارزښت د پروژې د تطبیق هوکړه‌لیک لاسلیک شو
ارزګان کې ۵تنه د کبانو ښکاریان ونیول شول

اړوند لینکونه

  • United Nations Environment Programme
  • Kabul Municipality
  • Climate Change-adaptation UNDP
  • Environmental-Health WHO

هلمند پوهنتون کې د زرګونو نیالګیو په ایښودلو سره د نیالګیو کېنولو لړۍ پیل شوه

slider-image

۱۴۴۶کال د رمضان المبارک ۱۰مه/ لښکرګاه
د هلمند ولایت د چاپېريال ساتنې رياست له لوري په هلمند پوهنتون کې د ۳۳۰۰ نيالګيو په اېښودلو سره د يو لړ مراسمو په ترڅ کې د نیالګیو کېنولو  ملي برنامه پیل شوه.
په دې مراسمو کې د هلمند ولايت مقام د دفتر رئيس الحاج مولوي عبدالرحمن حذيفه، چاپېريال ساتنې رئيس الحاج ملا محمد عيسی حسین الله آغا، هلمند پوهنتون رئيس الحاج شیخ الحدیث مفتي شریف الله ابواحمد، لښکرګاه ښاروالۍ او يو شمېر ادارو استازو ګډون کړی وو.


د نیالګیو ايښودلو مراسم د قرآنکریم د څو مبارکو آيتونو په تلاوت پیل شول ورپسې د هلمند ولایت د چاپیریال ساتنې رئیس حسين الله آغا وويل: چاپېریال ساتنې رياست هڅه کوي ترڅو د مرکز لښکرګاه ترڅنګ په يو شمېر ولسوالیو کې سږ کال په زرګونه مثمر او غير مثمر نيالګي کېنوي ترڅو د چاپيريال د پاکوالي او ښېرازۍ لامل وګرځي.
نوموړي زياته کړه چې د نيالګيو اېښودلو لړۍ مخکې پيل شوې چې په دوام يې نن د همدې مراسمو پر مهال د ۳۳۰۰ نيالګيو اېښودلو لړۍ پيلوو چې دا نيالګي به د هلمند پوهنتون ترڅنګ په يو شمېر ښوونځيو او تعليمي مرکزونو کې کېنول شي.


د ولایت مقام د دفتر رئیس ښاغلي حذيفه د ساينسي پلوه د ونو پر ارزښت خبرې وکړې او ويې ويل: د نړۍ د ټکنالوژيکي چټک پرمختګ سره د نړۍ د ټولو هېوادونو چاپيريال ته زيان اوښتی او بېلا بېلي ناروغۍ يې رامنځته کړي نو پکار ده چې موږ يې پر وړاندي اړين تدابير ونيسو او د هوا د پاکوالي لپاره زيات نيالګي کېنوو.
نوموړي همدارنګه زياته کړه چې ونې او زرغون چاپېريال د انسانانو په ژوند‌ کې مهم رول لري ځکه يوه ونه د شاوخوا نهو انسانانو لپاره اکسېجن توليدوي نو پکار ده چې د ټولنې هر وکړی يې اېښودلو او ساتنې ته پاملرنه وکړي.


همدارنګه د هلمند پوهنتون رئیس ښاغلي ابواحمد په اسلام کې د چاپېريال پر ساتنې او پاکوالي د فضيلت او ارزښت په اړه عالمانه خبرې وکړې او ویې ويل: ټول انسانان په دې باندې مسؤل دي چې خپل چاپېريال پاک وساتي ځکه پاک چاپيريال د الله تعالی له لوري يو نعمت دی او څوک چې د چاپېريال په ککړتيا کې لاس ولري هغه د الله پر بندګانو دغه نعمت بند کړ او د يوې لويي ګناه مرتکب کڼل کيږي.
هلمند پوهنتون رئيس همدارنګه زياته کړه کله چې يو کس يوه ونه کېنوي دا صدقه جاريه ده چې ترڅو دغه ونه شنه وي صدقه به یې ورته روانه وي نو د ټولو هېوادوالو څخه غواړو چې د نيالګيو د کېنولو ترڅنګ يې پوره ساتنه او پاملرنه هم وکړي.

Mar 10, 2025

د چاپیریال ساتنی ملي اداره


: کاری ساعتونه

له شنبې څخه تر پنجشنبې پورې : د سهار له:۸ څخه تر :۴ بجو پورې

پنجشنبې : د سهار له ۸:۳۰ څخه تر ۱:۳۰ بجو پورې


په ټولنیزو رسنیو کې مونږ وڅاروئ



مونږ سره اړیکه



  • د چاپیریال ساتنی ملي اداره، شپږمه ناحیه
  • د دارالامان سرک٫ د مکتب کوڅه
  • کابل - افغانستان
  • ټیلیفون: ۸۰۵۵۳۰-۷۰۴  ۹۳+
  • بریښنالیک: info@nepa.gov.af
  • ګوګل لارښود

اړوند لینکونه



  • د وظائفو د مدیریت سیستم
  • داقلیم بدلون ملی معلوماتی سیستم
  • ایمیل
  • د چاپیریال ساتنی ملی معلوماتی سیستم
  • د هوا ککړتیا کمولو او مخنیوي لپاره پنځه کلن پلان
  • د کابل د هوا ککړتیا کمولو ، مخنیوي او اداره کولو لپاره کاري پلان
  • د چاپیریالي شکایتونو فورمه
  • د شرکتونو د ثبت فورمه
  • کلنۍ راپور ۱۳۹۸
  • د امر بالمعروف او نهي عن المنکراو شکایاتو اوریدلو وزارت

Copyright © NEPA,  2019 - 2021