• د عکسونو نندارتون
    • زموږ سره اړیکه
      • زمونږ سره اړیکه
      • د چاپیریالي شکایتونو فورمه
    • خپرونې
      • د رسنیو سره اړیکې
      • خپرونې
      • خبرونه
    • جـوازونـه
      • چاپیریالی جواز
      • د ښکار جواز
    • قوانین
      • قوانین او مقررات
      • تګلارې او ستراتیژۍ
      • لارښوونې
    • زموږ په اړه
      • د سازمانی چارت
      • ژوندلیک
      • پیښې
      • داوطلبۍ
      • نرخ اخستل
      • دندې
    • چاپيریال
      • نړیوالې اړیکې
        • MEAS
        • شریکانو
      • د اقلیم بدلون
        • د پروژې څارنه
        • راپورونه
      • نظارت او تفتیش
        • د اوبو کیفیت
        • د هوا ککړتیا
        • د زبالو مدیریت
      • تلپاتې پراختیا
        • د جواز ورکول
          • لارښونی
      • طبیعي میراثونه
    • کورپاڼه
logo
  1. خبرونه
  2. کور پاڼه

وروستی

د چاپېریال ساتنې ملي ادارې رهبرۍ د EPTDO موسسې د روانو او راتلونکو پروژو جاج واخیست
ولایتونو کې د یو شمېر فعالیتونو چاپېریالي وضعیت و ارزول شو
د چاپېریال ساتنې ملي ادارې عمومي رئیس د IFRC د اسیا پاسیفیک برخې له رئيس او مل پلاوي سره وکتل
د میدان وردګو مرکزي روزنتون ۹۰ تنه طالب العلمانو او استادانو ته عامه پوهاوی ورکړل شو
کونړ کې د نفرایټ ډبرو د استخراج معدن د فعالیتونو څارنه او ارزونه وشوه
لغمان کې د "۲۷۰۰۰" بادام نیالګیو د کېنولو بهیر پیل شو
ننګرهار او خوست کې د یو شمېر فعالیتونو څارنه او ارزونه وشوه
ولایتونو کې د عامه پوهاوې مختلفې برنامې ترسره شوې
د چاپېریال ساتنې ملي ادارې او (Access Point) شرکت ترمنځ د ۱۵۰ زره امریکايي ډالرو په ارزښت د پروژې د تطبیق هوکړه‌لیک لاسلیک شو
ارزګان کې ۵تنه د کبانو ښکاریان ونیول شول

اړوند لینکونه

  • United Nations Environment Programme
  • Kabul Municipality
  • Climate Change-adaptation UNDP
  • Environmental-Health WHO

د چاپېریال ساتنې ملي ادارې عمومي رئیس په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د پراختیایي پروګرام له رئیس سره ولیدل

slider-image

۱۴۴۶کال د ذوالقعدې ۱۰نېټه/ کابل
د چاپېریال ساتنې ملي ادارې عمومي رئیس مولوي مطیع الحق خالص د ۱۴۰۴کال د ثور په ۱۸مه نېټه افغانستان کې د ملګرو ملتونو د پراختیایي پروګرام(UNDP)له رئیس ښاغلي سټیفن سره په خپل کاري دفتر کې ولیدل.
په دې لیدنه کې د افغانستان د چاپېریالي وضعیت، اقلیمي بدلون، چاپېریالي پروژو، د ګډې همکارۍ او همغږۍ د پیاوړتیا په تړاو بحث او خبرې وشوې.
د چاپېریال ساتنې ملي ادارې عمومي رئیس د (UNDP) د رئیس او ورسره مل پلاوي هرکلی وکړ او د دوی له راتګ څخه یې مننه وکړه.


د ملګرو ملتونو د پراختیایي پروګرام (UNDP)رئیس ښاغلي سټیفن د چاپېریال ساتنې ملي ادارې له عمومي رئیس څخه مننه وکړه او ویې ویل چې په امارتي ادارو کې دا یوازینۍ اداره ده چې ورسره ډیره همغږي او همکاري لري.
د چاپېریال ساتنې ملي ادارې عمومي رئیس مولوي مطیع الحق خالص په خپلو خبرو کې وویل: د چاپېریال ساتنې په برخه کې باید زموږ او (UNDP) تر منځ ستراتېژیکه همکاري پیاوړي شي. ده وویل په ملي کچه د افغانستان د ټاکل شوې ونډې سند NDC_2 چمتو شوی چې د ملګرو ملکتونو د اقلیم بدلون د کنوانسیون سکرتریت ته د سپارلو په برخه کې د UNDP همکاري اړینه ده.همدارنګه د ادارې د کارکوونکو د ظرفیت لوړونې او د  NDC_3 سند په چمتو کولو په برخه کې (UNDP) د دې ادارې مالي او تخنیکي ملاتړ وکړي.


ښاغلي خالص غوښتنه وکړه چې د اقلیمي بدلون سره د مبارزې په برخه کې باید ځوانانو ته د ګډون زمینه مساعده شي، په نړۍوالو چاپېریالي غونډو خصوصاً (COP-30) کې د ادارې د پلاوي د ګډون لپاره هلې ځلې وشي او د تګ امکانات دي ورته برابر شي.
په دې لیدنه کې همدا راز له اقلیمي بدلون سره د سازښت په برخه کې د نیالګیو کېنول با اهمیته وبلل شول او عمومي رئیس ټینګار وکړ چې راتلونکي کال کې باید د نړۍوالو او ملي بنسټونو لخوا د نیالګیو کېنولو کچه درې او یا لږ تر لږه د سږ کال په پرتله دوه برابره شي؛ ځکه چې افغانستان د اقلیمي بدلون له ناوړه اغېزو څخه زیات اغیزمن شوی هېواد دی.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د پراختیایې پروګرام  (UNDP)رئیس ښاغلي سټیفن د همکارۍ او همغږۍ په پیاوړتیا ټینګار وکړ او ویې ویل چې زموږ همکاري محدوده نه ده، بلکې په هره برخه کې د افغانستان ملاتړ کوو او هر هغه څه مو چې په وس کې وي خپلو هڅو او همکاریو ته به دوام ورکړو.


نوموړي زیاته کړه موږ په ټولو نړۍوالو غونډو کې د افغانستان د ستونزو یادونه کړې او له بسپنه ورکوونکو هېوادونو څخه مو غوښتي چې چاپېریالي او صحي موضوعات دې نه سیاسي کوي.
د لیدنې په پای کې د همکارۍ او همغږۍ په پیاوړتیا ټینګار وشو او هوکړه وشوه چې د ذکر شويو مسایلو په هکله به تخنیکي ټیمونه خپل کار ته ادامه ورکړي او د موجوده ستونزو د هوارولو لپاره به مناسبې د حل لارې چارې ولټوي.

May 10, 2025

د چاپیریال ساتنی ملي اداره


: کاری ساعتونه

له شنبې څخه تر پنجشنبې پورې : د سهار له:۸ څخه تر :۴ بجو پورې

پنجشنبې : د سهار له ۸:۳۰ څخه تر ۱:۳۰ بجو پورې


په ټولنیزو رسنیو کې مونږ وڅاروئ



مونږ سره اړیکه



  • د چاپیریال ساتنی ملي اداره، شپږمه ناحیه
  • د دارالامان سرک٫ د مکتب کوڅه
  • کابل - افغانستان
  • ټیلیفون: ۸۰۵۵۳۰-۷۰۴  ۹۳+
  • بریښنالیک: info@nepa.gov.af
  • ګوګل لارښود

اړوند لینکونه



  • د وظائفو د مدیریت سیستم
  • داقلیم بدلون ملی معلوماتی سیستم
  • ایمیل
  • د چاپیریال ساتنی ملی معلوماتی سیستم
  • د هوا ککړتیا کمولو او مخنیوي لپاره پنځه کلن پلان
  • د کابل د هوا ککړتیا کمولو ، مخنیوي او اداره کولو لپاره کاري پلان
  • د چاپیریالي شکایتونو فورمه
  • د شرکتونو د ثبت فورمه
  • کلنۍ راپور ۱۳۹۸
  • د امر بالمعروف او نهي عن المنکراو شکایاتو اوریدلو وزارت

Copyright © NEPA,  2019 - 2021