• د عکسونو نندارتون
    • زموږ سره اړیکه
      • زمونږ سره اړیکه
      • د چاپیریالي شکایتونو فورمه
    • خپرونې
      • د رسنیو سره اړیکې
      • خپرونې
      • خبرونه
    • جـوازونـه
      • چاپیریالی جواز
      • د ښکار جواز
    • قوانین
      • قوانین او مقررات
      • تګلارې او ستراتیژۍ
      • لارښوونې
    • زموږ په اړه
      • د سازمانی چارت
      • ژوندلیک
      • پیښې
      • داوطلبۍ
      • نرخ اخستل
      • دندې
    • چاپيریال
      • نړیوالې اړیکې
        • MEAS
        • شریکانو
      • د اقلیم بدلون
        • د پروژې څارنه
        • راپورونه
      • نظارت او تفتیش
        • د اوبو کیفیت
        • د هوا ککړتیا
        • د زبالو مدیریت
      • تلپاتې پراختیا
        • د جواز ورکول
          • لارښونی
      • طبیعي میراثونه
    • کورپاڼه
logo
  1. خبرونه
  2. کور پاڼه

وروستی

د چاپېریال ساتنې ملي ادارې عمومي رئیس د IFRC د اسیا پاسیفیک برخې له رئيس او مل پلاوي سره وکتل
د میدان وردګو مرکزي روزنتون ۹۰ تنه طالب العلمانو او استادانو ته عامه پوهاوی ورکړل شو
کونړ کې د نفرایټ ډبرو د استخراج معدن د فعالیتونو څارنه او ارزونه وشوه
لغمان کې د "۲۷۰۰۰" بادام نیالګیو د کېنولو بهیر پیل شو
ننګرهار او خوست کې د یو شمېر فعالیتونو څارنه او ارزونه وشوه
ولایتونو کې د عامه پوهاوې مختلفې برنامې ترسره شوې
د چاپېریال ساتنې ملي ادارې او (Access Point) شرکت ترمنځ د ۱۵۰ زره امریکايي ډالرو په ارزښت د پروژې د تطبیق هوکړه‌لیک لاسلیک شو
ارزګان کې ۵تنه د کبانو ښکاریان ونیول شول
د چاپېریال ساتنې ملي ادارې مالي او اداري معین د UNDP له مسوولینو سره وکتل
په لغمان ولایت کې د چاپېریالي ستونزو د حل په موخه د همغږۍ ناسته ترسره شوه

اړوند لینکونه

  • United Nations Environment Programme
  • Kabul Municipality
  • Climate Change-adaptation UNDP
  • Environmental-Health WHO

د اقلیمي بدلون په تړاو د چاپېریال ساتنې ملي ادارې کارکوونکو ته د ظرفیت لوړونې ورکشاپ پرانیستل شو

slider-image

١٤٤٦کال د ذوالقعدې٢٠مه/ کابل
د چاپېریال ساتنې ملي ادارې د کارکوونکو د مسلکي ظرفیت لوړونې پنځه ورځنی ورکشاپ، چې د یادې ادارې په همغږۍ او د "چاپېریال ساتنې او بشري مرستو" (رها) موسسې په تخنیکي همکارۍ تنظیم شوی، نن یکشنبه د غوايې میاشتې په ۲۸ مه نېټه د رها موسسې په مرکزي دفتر کې پرانیستل شو.


ورکشاپ د قرآن کریم د مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شو. ورپسې، د رها موسسې رئیس محمد یوسف حمیدیان ګډونوالو ته ښه راغلاست ووایه او د ورکشاپ د دایریدو په اړه یې تفصیلي معلومات وړاندې کړل.
د چاپېریال ساتنې ملي ادارې عمومي رئیس، مولوي مطیع‌الحق خالص د رها موسسې له مشرتابه څخه مننه وکړه چې د دې ادارې د کارکوونکو د ظرفیت لوړونې لپاره یې یاد ورکشاپ ترتیب کړی دی.


نوموړي وویل: "د تېرو ۴۵ کلونو جګړو او ناخوالو د افغانانو د ژوند ټولې برخې اغېزمنې کړې دي، نو موږ باید د اقلیمي بدلونونو د اغېزو پر وړاندې چمتو اوسو او خپله مسلکي پوهه لوړه کړو."
ښاغلي خالص وویل: "زده کړه یوازې د سند اخیستو لپاره نه ده، بلکې باید معنوي ارزښتونه او مسلکي ژمنتیا پکې په پام کې ونیول شي.
ده زیاته کړه موږ باید د الله (ج) او خپل هېواد پر وړاندې د مسؤلیت احساس ولرو، او ترلاسه شوي معلومات په عملي ډګر کې وکاروو."


هغه له ځوانانو وغوښتل چې د پرمختګ روحیه ولري، زده کړي معلومات نورو ته ورسوي او په خپل ژوند او کار کې ترې ګټه واخلي.
په ذکر شوي پنځه ورځني ورکشاپ کې به ګډونوالو ته د اقلیمي بدلون، نړیوالو چوکاټونو، قوانینو، پروتوکولونو، کنوانسیونونو، د ملي او نړیوالو بنسټونو رول، اقلیمي ارزونو، کړنلارو، نړیوالو مالي میکانیزمونو، اقلیمي حکومت‌ولۍ، د اقلیمي بدلون ساينسي مفاهیمو او د پروژو د مدیریت په اړه مسلکي معلومات وړاندې شي.


May 18, 2025

د چاپیریال ساتنی ملي اداره


: کاری ساعتونه

له شنبې څخه تر پنجشنبې پورې : د سهار له:۸ څخه تر :۴ بجو پورې

پنجشنبې : د سهار له ۸:۳۰ څخه تر ۱:۳۰ بجو پورې


په ټولنیزو رسنیو کې مونږ وڅاروئ



مونږ سره اړیکه



  • د چاپیریال ساتنی ملي اداره، شپږمه ناحیه
  • د دارالامان سرک٫ د مکتب کوڅه
  • کابل - افغانستان
  • ټیلیفون: ۸۰۵۵۳۰-۷۰۴  ۹۳+
  • بریښنالیک: info@nepa.gov.af
  • ګوګل لارښود

اړوند لینکونه



  • د وظائفو د مدیریت سیستم
  • داقلیم بدلون ملی معلوماتی سیستم
  • ایمیل
  • د چاپیریال ساتنی ملی معلوماتی سیستم
  • د هوا ککړتیا کمولو او مخنیوي لپاره پنځه کلن پلان
  • د کابل د هوا ککړتیا کمولو ، مخنیوي او اداره کولو لپاره کاري پلان
  • د چاپیریالي شکایتونو فورمه
  • د شرکتونو د ثبت فورمه
  • کلنۍ راپور ۱۳۹۸
  • د امر بالمعروف او نهي عن المنکراو شکایاتو اوریدلو وزارت

Copyright © NEPA,  2019 - 2021