• د عکسونو نندارتون
    • زموږ سره اړیکه
      • زمونږ سره اړیکه
      • د چاپیریالي شکایتونو فورمه
    • خپرونې
      • د رسنیو سره اړیکې
      • خپرونې
      • خبرونه
    • جـوازونـه
      • چاپیریالی جواز
      • د ښکار جواز
    • قوانین
      • قوانین او مقررات
      • تګلارې او ستراتیژۍ
      • لارښوونې
    • زموږ په اړه
      • د سازمانی چارت
      • ژوندلیک
      • پیښې
      • داوطلبۍ
      • نرخ اخستل
      • دندې
    • چاپيریال
      • نړیوالې اړیکې
        • MEAS
        • شریکانو
      • د اقلیم بدلون
        • د پروژې څارنه
        • راپورونه
      • نظارت او تفتیش
        • د اوبو کیفیت
        • د هوا ککړتیا
        • د زبالو مدیریت
      • تلپاتې پراختیا
        • د جواز ورکول
          • لارښونی
      • طبیعي میراثونه
    • کورپاڼه
logo
  1. خبرونه
  2. کور پاڼه

وروستی

د چاپېریال ساتنې ملي ادارې رهبرۍ د EPTDO موسسې د روانو او راتلونکو پروژو جاج واخیست
ولایتونو کې د یو شمېر فعالیتونو چاپېریالي وضعیت و ارزول شو
د چاپېریال ساتنې ملي ادارې عمومي رئیس د IFRC د اسیا پاسیفیک برخې له رئيس او مل پلاوي سره وکتل
د میدان وردګو مرکزي روزنتون ۹۰ تنه طالب العلمانو او استادانو ته عامه پوهاوی ورکړل شو
کونړ کې د نفرایټ ډبرو د استخراج معدن د فعالیتونو څارنه او ارزونه وشوه
لغمان کې د "۲۷۰۰۰" بادام نیالګیو د کېنولو بهیر پیل شو
ننګرهار او خوست کې د یو شمېر فعالیتونو څارنه او ارزونه وشوه
ولایتونو کې د عامه پوهاوې مختلفې برنامې ترسره شوې
د چاپېریال ساتنې ملي ادارې او (Access Point) شرکت ترمنځ د ۱۵۰ زره امریکايي ډالرو په ارزښت د پروژې د تطبیق هوکړه‌لیک لاسلیک شو
ارزګان کې ۵تنه د کبانو ښکاریان ونیول شول

اړوند لینکونه

  • United Nations Environment Programme
  • Kabul Municipality
  • Climate Change-adaptation UNDP
  • Environmental-Health WHO

د کابل او پروان ولایتونو لپاره د اقلیمي بدلون پر وړاندې د سازګارۍ پلانونه جوړيږي

slider-image

۱۴۴۷کال د صفرالمظفر ۹مه/ کابل
د چاپېريال ساتنې ملي ادارې مسلکي او پاليسي معين ډاکټر مُلا زين العابدين عابد په مشرۍ نن دوشنبه د ۱۴۰۴کال د زمري په ۱۳مه نېټه د دې ادارې د بند امیر غونډو په تالار کې له اقلیمي بدلون سره د سازښت او مبارزې په برخه د اویک (AWEC) مؤسسې په همکارۍ د کابل او پروان ولایتونو لپاره د سازګارۍ پلان پر مسودې مشورتي غونډه ترسره شوه.


په دې غونډه کې د دې ادارې د اقلیمي بدلون، د کابل او پروان ولایتونو د چاپېریال ساتنې رئیسانو، کارپوهانو ؛ د اړوندو امارتي وزارتونو او ادارو استازو ګډون کړی وو.
غونډه د قران عظیم الشان مبارکو آیتونو په تلاوت پیل شوه ورپسې د چاپېريال ساتنې ملي ادارې مسلکي او پاليسي معين ډاکټر مُلا زين العابدين عابد ګډونوالو ته ښه راغلاست ووایه او په خپلو خبرو کې یې وویل: اقلیمي بدلون یوه نړۍواله موضوع ده چې افغانستان یې په راوستو کې هیڅ ونډه نه لري؛ خو له بده مرغه د اقلیمي بدلون له ناوړه اغیزو څخه تر ټولو زیانمن هېواد دی.


ښاغلي عابد زیاته کړه چې په تېرو څو لسیزو جګړو کې ډول ډول کیمیاوي وسلې کارول شوې چې د نورو ناخوالو سربېره د افغانستان چاپېریالي وضعیت هم ډیر زیانمن کړی دی. نوموړي وویل: له اقلیمي بدلون سره د مبارزې په برخه کې سږني پسرلي کې څه باندې ۱۷میلیونه نیالګي کېنول شوي، د ځنګلونو د قطع کولو مخنیوی شوی، د ځنګولونو د بیا احیاء لپاره ډیر کار شوی، د بې کیفیته تیلو د واردولو مخه نیول شوې او دا دی اوس د کابل او پروان ولایتونو لپاره د سازګارۍ پلان مسوده چمتو شوې چې د لا بډاینې لپاره به ستاسو نظرونه او وړاندیزونه پکې و اوډل شي.
ده له ګډونوالو وغوښتل چې د سازګارۍ پلان د غني کېدو لپاره دې خپل نظرونه او وړاندیزونه له دې ادارې سره شریک کړي.


د غونډې په لړ کې د (AWEC) مؤسسې استازي له خوا د کابل او پروان ولایتونو لپاره د سازګارۍ پلان د مسودي په هکله هر اړخیز معلوماتي پرزنټېشن وړاندې کړ او له ګډونوالو یې وغوښتل چې د دې مسودې د غني کولو لپاره دې خپل نظرونه او وړاندیزونه شریک کړي.
د یادې مشورتي غونډې په پای کې ګروپي کارونه ترسره شول او د کابل او پروان ولایتونو لپاره د سازګارۍ پلان د مسودې په هکله یې هر اړخیز بحث وکړ او خپل نظرونه او وړاندیزونه یې شریک کړل.

Aug 4, 2025

د چاپیریال ساتنی ملي اداره


: کاری ساعتونه

له شنبې څخه تر پنجشنبې پورې : د سهار له:۸ څخه تر :۴ بجو پورې

پنجشنبې : د سهار له ۸:۳۰ څخه تر ۱:۳۰ بجو پورې


په ټولنیزو رسنیو کې مونږ وڅاروئ



مونږ سره اړیکه



  • د چاپیریال ساتنی ملي اداره، شپږمه ناحیه
  • د دارالامان سرک٫ د مکتب کوڅه
  • کابل - افغانستان
  • ټیلیفون: ۸۰۵۵۳۰-۷۰۴  ۹۳+
  • بریښنالیک: info@nepa.gov.af
  • ګوګل لارښود

اړوند لینکونه



  • د وظائفو د مدیریت سیستم
  • داقلیم بدلون ملی معلوماتی سیستم
  • ایمیل
  • د چاپیریال ساتنی ملی معلوماتی سیستم
  • د هوا ککړتیا کمولو او مخنیوي لپاره پنځه کلن پلان
  • د کابل د هوا ککړتیا کمولو ، مخنیوي او اداره کولو لپاره کاري پلان
  • د چاپیریالي شکایتونو فورمه
  • د شرکتونو د ثبت فورمه
  • کلنۍ راپور ۱۳۹۸
  • د امر بالمعروف او نهي عن المنکراو شکایاتو اوریدلو وزارت

Copyright © NEPA,  2019 - 2021