• د عکسونو نندارتون
    • زموږ سره اړیکه
      • زمونږ سره اړیکه
      • د چاپیریالي شکایتونو فورمه
    • خپرونې
      • د رسنیو سره اړیکې
      • خپرونې
      • خبرونه
    • جـوازونـه
      • چاپیریالی جواز
      • د ښکار جواز
    • قوانین
      • قوانین او مقررات
      • تګلارې او ستراتیژۍ
      • لارښوونې
    • زموږ په اړه
      • د سازمانی چارت
      • ژوندلیک
      • پیښې
      • داوطلبۍ
      • نرخ اخستل
      • دندې
    • چاپيریال
      • نړیوالې اړیکې
        • MEAS
        • شریکانو
      • د اقلیم بدلون
        • د پروژې څارنه
        • راپورونه
      • نظارت او تفتیش
        • د اوبو کیفیت
        • د هوا ککړتیا
        • د زبالو مدیریت
      • تلپاتې پراختیا
        • د جواز ورکول
          • لارښونی
      • طبیعي میراثونه
    • کورپاڼه
logo
  1. خبرونه
  2. کور پاڼه

وروستی

د چاپېریال ساتنې ملي ادارې مالي او اداري معین د UNDP له مسوولینو سره وکتل
په لغمان ولایت کې د چاپېریالي ستونزو د حل په موخه د همغږۍ ناسته ترسره شوه
په يو شمېر ولایتونو کې د مختلفو اصنافو څخه څارنه ترسره شوه
کابل پوهنتون کې د چاپېریالي پایښت او طبیعي زیرمو د مدیریت تر عنوان لاندي علمي او څېړنیز کنفرانس جوړ شو
د لغمان په طبیعي ځنګلونو کې ۱۱بیزوګان او ۲کجیر مارغان خوشې شولد لغمان په طبیعي ځنګلونو کې ۱۱بیزوګان او ۲کجیر مارغان خوشې شول
لغمان او خوست کې د یو شمېر فعالیتونو چاپېریالي وضعیت و ارزول شو
د چاپېریالي چارو مفتشینو له لوري ولایتونو کې مختلف فعالیتونه ترسره شول
د چاپېریال ساتنې ملي ادارې او (EPTDO) موسسې ترمنځ د پروژې د تطبیق په موخه هوکړه‌لیک لاسلیک شو
خوست کې سلګونو زده‌کوونکو ته عامه پوهاوی ورکړل شو
ولایتونو کې د هواککړوونکو سرچینو د تشخیص په موخه څارنې وشوې

اړوند لینکونه

  • United Nations Environment Programme
  • Kabul Municipality
  • Climate Change-adaptation UNDP
  • Environmental-Health WHO

د فعالیتونو د چاپېریالي وضعیت د ارزونې په هکله محصلینو ته عملي زده‌کړه ورکړل شوه

slider-image

۱۴۴۷ کال د ربیع الاول ۱۵/ ننګرهار
د ننګرهار ولایت د چاپېریال ساتنې ریاست له لوري د علمي زده‌کړو د پراختیا او د محصلینو د ظرفیت لوړونې په موخه د روښان پوهنتون محصلینو ته د چاپېریال په برخه کې  عملي روزنیز پروګرام ترسره کړ، ترڅو هغوی له نږدې د چاپېریالي چارو عملي اړخونه وپیژني او مسلکي تجربې ترلاسه کړي.
په دې روزنیز پروګرام کې محصلین د جلال‌ آباد ښار اړوند یو شمېر تولیدي فابریکو ته بوتلل شول؛ ترڅو له نږدې د فابریکو د تولیدي بهیر، د چاپېریالي اغېزو د ارزونې او د ککړتیا د کنټرول له میتودونو سره آشنا شي.


همداراز د چاپېریال ساتنې ریاست مسلکي کارکوونکو محصلینو ته د ساحوي څارنې، تفتیش، چاپېریالي قوانینو، شرایطو، ارزونې او د عملي فعالیتونو اړوند تفصیلي معلومات او عملي لارې چارې ور وښودلي.
 
د روښان پوهنتون محصلینو د یادې علمي برنامې له ښه تنظیم او پلي کېدو مننه وکړه او ټینګار یې وکړ چې دا ډول علمي او عملي همکاري نه یوازې د محصلینو عملي تجربې زیاتوي، بلکې د علمي بنسټونو او دولتي ادارو ترمنځ اړیکې هم پیاوړې کوي.


د یادونې وړ ده، چې د ننګرهار ولایت د چاپېریال ساتنې ریاست او د روښان پوهنتون ترمنځ د ګډو همکاریو تفاهم‌لیک له وړاندې لاسلیک شوی؛ همداراز له دې عملي برنامې وړاندې د ریاست له لوري محصلینو ته نظري زده کړې هم ورکړل شوې دي چې له مخې یې د عامه پوهاوي، د ځنګلونو د ارزښت، د ګازونو د اغېزو، چاپېریال قانون او چاپېریالي شرایطو په اړه مفصل معلومات ورکړل شوي دي.


 
د ننګرهار د چاپېریال ساتنې ریاست وياړي چې  محصلینو ته عملي زده کړې برابروي، ترڅو د هغوی د عامه پوهاوي کچه لوړه شي او ځوانان له چاپېریالي چارو سره مسلکي تجربه ترلاسه کړي.

Sep 8, 2025

د چاپیریال ساتنی ملي اداره


: کاری ساعتونه

له شنبې څخه تر پنجشنبې پورې : د سهار له:۸ څخه تر :۴ بجو پورې

پنجشنبې : د سهار له ۸:۳۰ څخه تر ۱:۳۰ بجو پورې


په ټولنیزو رسنیو کې مونږ وڅاروئ



مونږ سره اړیکه



  • د چاپیریال ساتنی ملي اداره، شپږمه ناحیه
  • د دارالامان سرک٫ د مکتب کوڅه
  • کابل - افغانستان
  • ټیلیفون: ۸۰۵۵۳۰-۷۰۴  ۹۳+
  • بریښنالیک: info@nepa.gov.af
  • ګوګل لارښود

اړوند لینکونه



  • د وظائفو د مدیریت سیستم
  • داقلیم بدلون ملی معلوماتی سیستم
  • ایمیل
  • د چاپیریال ساتنی ملی معلوماتی سیستم
  • د هوا ککړتیا کمولو او مخنیوي لپاره پنځه کلن پلان
  • د کابل د هوا ککړتیا کمولو ، مخنیوي او اداره کولو لپاره کاري پلان
  • د چاپیریالي شکایتونو فورمه
  • د شرکتونو د ثبت فورمه
  • کلنۍ راپور ۱۳۹۸
  • د امر بالمعروف او نهي عن المنکراو شکایاتو اوریدلو وزارت

Copyright © NEPA,  2019 - 2021