• د عکسونو نندارتون
    • زموږ سره اړیکه
      • زمونږ سره اړیکه
      • د چاپیریالي شکایتونو فورمه
    • خپرونې
      • د رسنیو سره اړیکې
      • خپرونې
      • خبرونه
    • جـوازونـه
      • چاپیریالی جواز
      • د ښکار جواز
    • قوانین
      • قوانین او مقررات
      • تګلارې او ستراتیژۍ
      • لارښوونې
    • زموږ په اړه
      • د سازمانی چارت
      • ژوندلیک
      • پیښې
      • داوطلبۍ
      • نرخ اخستل
      • دندې
    • چاپيریال
      • نړیوالې اړیکې
        • MEAS
        • شریکانو
      • د اقلیم بدلون
        • د پروژې څارنه
        • راپورونه
      • نظارت او تفتیش
        • د اوبو کیفیت
        • د هوا ککړتیا
        • د زبالو مدیریت
      • تلپاتې پراختیا
        • د جواز ورکول
          • لارښونی
      • طبیعي میراثونه
    • کورپاڼه
logo
  1. خبرونه
  2. کور پاڼه

وروستی

د چاپېریال ساتنې ملي ادارې مالي او اداري معین د UNDP له مسوولینو سره وکتل
په لغمان ولایت کې د چاپېریالي ستونزو د حل په موخه د همغږۍ ناسته ترسره شوه
په يو شمېر ولایتونو کې د مختلفو اصنافو څخه څارنه ترسره شوه
کابل پوهنتون کې د چاپېریالي پایښت او طبیعي زیرمو د مدیریت تر عنوان لاندي علمي او څېړنیز کنفرانس جوړ شو
د لغمان په طبیعي ځنګلونو کې ۱۱بیزوګان او ۲کجیر مارغان خوشې شولد لغمان په طبیعي ځنګلونو کې ۱۱بیزوګان او ۲کجیر مارغان خوشې شول
لغمان او خوست کې د یو شمېر فعالیتونو چاپېریالي وضعیت و ارزول شو
د چاپېریالي چارو مفتشینو له لوري ولایتونو کې مختلف فعالیتونه ترسره شول
د چاپېریال ساتنې ملي ادارې او (EPTDO) موسسې ترمنځ د پروژې د تطبیق په موخه هوکړه‌لیک لاسلیک شو
خوست کې سلګونو زده‌کوونکو ته عامه پوهاوی ورکړل شو
ولایتونو کې د هواککړوونکو سرچینو د تشخیص په موخه څارنې وشوې

اړوند لینکونه

  • United Nations Environment Programme
  • Kabul Municipality
  • Climate Change-adaptation UNDP
  • Environmental-Health WHO

د اقلیم بدلون او د بشر راتلونکي تر عنوان لاندې علمي سمینار جوړ شو

slider-image

١٤٤٧کال د ربیع الثاني ١٤مه/ کابل
د چاپېریال ساتنې ملي ادارې او غالب پوهنتون په ګډه همکارۍ، نن سه‌شنبه د ۱۴۰۴ کال د تلې په ۱۵مه نېټه، د غالب پوهنتون د غونډو په تالار کې د «اقلیم بدلون او د بشر راتلونکي » تر عنوان لاندې یو ورځنی علمي سمینار جوړ شو.
په دې علمي سمینار کې د چاپېریال ساتنې ملي ادارې عمومي رئیس مولوي مطیع‌الحق خالص، د یادې ادارې یو شمېر رئیسانو او کارپوهانو، د غالب پوهنتون مشرتابه او استادانو، د رسنیو استازو او ګڼ شمېر محصلینو ګډون کړی و.


سیمینار د قرآن عظیم‌الشان د مبارکو آیتونو په تلاوت پیل شو. ورپسې د غالب پوهنتون رئیس دوکتور مفتي محمد اسحاق نوري ګډونوالو ته ښه راغلاست ووایه او د چاپېریال ساتنې ارزښت، د اسلام له نظره د چاپېریال ساتنې مقام او د اقلیمي بدلون په برخه کې یې د پوهنتونونو رول او ونډه تشریح کړه.


وروسته د چاپېریال ساتنې ملي ادارې عمومي رئیس مولوي مطیع‌الحق خالص د افغانستان د چاپېریالي وضعیت په اړه هر اړخیزې څرګندونې وکړې. نوموړي وویل د تېرو څو لسیزو جګړو پر مهال د ممنوعه وسلو کارول د هېواد چاپېریال ته جدي زیانونه رسولي چې اغېزې یې اوس د خلکو پر ژوند او طبیعي چاپېریال څرګندې احساسېږي.
هغه زیاته کړه اقلیمي بدلون یوه نړېواله مسئله ده چې ټولې نړۍ پرې اغېزمنه شوې ده. افغانستان، سره له دې چې په اقلیمي بدلون کې هېڅ ونډه نه لري، خو له دې پدیدې څخه یې خورا زیات زیان لیدلی دی. د کرنې او مالدارۍ زیانمنېدل، وچکالي، سېلابونه او د اوبو د کچې ټیټېدل د دې پدیدې څرګندې بېلګې دي.


ښاغلي خالص وضاحت ورکړ اقلیم بدلون په دوه ډوله دی: یو طبیعي بدلون چې په تدریجي ډول رامنځته کېږي او بل غیر طبیعي بدلون چې د انسانانو د ناسمو کړنو له امله منځته راځي. د صنعتي پرمختګ پر مهال د چاپېریالي اصولو نه‌رعایت د دې لامل شوی چې د نړۍ د اقلیم پر توازن ناوړه اغېزه وکړي.
عمومي رئيس وویل د انسانانو په توګه د دوامدارې پراختیا مسوولیت لرو. چاپېریال زموږ د ژوند اړتیا هم ده او امانت هم، نو باید داسې عمل وکړو چې هم خپله ګټه تأمین کړو او هم راتلونکو نسلونو ته یو سالم چاپېریال په میراث پرېږدو.


مولوي مطیع‌الحق خالص له استادانو، محصلینو او د رسنیو له استازو وغوښتل چې د فرصتونو څخه اعظمي ګټه واخلي، د چاپېریال ساتنې، علمي څېړنو او د عامه پوهاوي په لوړولو کې له چاپېریال ساتنې ملي ادارې سره ګډ کار وکړي.


د سیمینار پر دوام د چاپېریال ساتنې ملي ادارې د اقلیمي بدلون رئیس انجنیر روح‌الله امین د «ساینس او اقلیمي بدلون» تر عنوان لاندې او د غالب پوهنتون استاد ښاغلي شکرالله شهیر د «اقلیم بدلون او د بشر راتلونکي » تر عنوان لاندې معلوماتي پرزنټېشنونه وړاندې کړل.

Oct 7, 2025

د چاپیریال ساتنی ملي اداره


: کاری ساعتونه

له شنبې څخه تر پنجشنبې پورې : د سهار له:۸ څخه تر :۴ بجو پورې

پنجشنبې : د سهار له ۸:۳۰ څخه تر ۱:۳۰ بجو پورې


په ټولنیزو رسنیو کې مونږ وڅاروئ



مونږ سره اړیکه



  • د چاپیریال ساتنی ملي اداره، شپږمه ناحیه
  • د دارالامان سرک٫ د مکتب کوڅه
  • کابل - افغانستان
  • ټیلیفون: ۸۰۵۵۳۰-۷۰۴  ۹۳+
  • بریښنالیک: info@nepa.gov.af
  • ګوګل لارښود

اړوند لینکونه



  • د وظائفو د مدیریت سیستم
  • داقلیم بدلون ملی معلوماتی سیستم
  • ایمیل
  • د چاپیریال ساتنی ملی معلوماتی سیستم
  • د هوا ککړتیا کمولو او مخنیوي لپاره پنځه کلن پلان
  • د کابل د هوا ککړتیا کمولو ، مخنیوي او اداره کولو لپاره کاري پلان
  • د چاپیریالي شکایتونو فورمه
  • د شرکتونو د ثبت فورمه
  • کلنۍ راپور ۱۳۹۸
  • د امر بالمعروف او نهي عن المنکراو شکایاتو اوریدلو وزارت

Copyright © NEPA,  2019 - 2021