• د عکسونو نندارتون
    • زموږ سره اړیکه
      • زمونږ سره اړیکه
      • د چاپیریالي شکایتونو فورمه
    • خپرونې
      • د رسنیو سره اړیکې
      • خپرونې
      • خبرونه
    • جـوازونـه
      • چاپیریالی جواز
      • د ښکار جواز
    • قوانین
      • قوانین او مقررات
      • تګلارې او ستراتیژۍ
      • لارښوونې
    • زموږ په اړه
      • د سازمانی چارت
      • ژوندلیک
      • پیښې
      • داوطلبۍ
      • نرخ اخستل
      • دندې
    • چاپيریال
      • نړیوالې اړیکې
        • MEAS
        • شریکانو
      • د اقلیم بدلون
        • د پروژې څارنه
        • راپورونه
      • نظارت او تفتیش
        • د اوبو کیفیت
        • د هوا ککړتیا
        • د زبالو مدیریت
      • تلپاتې پراختیا
        • د جواز ورکول
          • لارښونی
      • طبیعي میراثونه
    • کورپاڼه
logo
  1. خبرونه
  2. کور پاڼه

وروستی

د چاپېریال ساتنې ملي ادارې رهبرۍ د EPTDO موسسې د روانو او راتلونکو پروژو جاج واخیست
ولایتونو کې د یو شمېر فعالیتونو چاپېریالي وضعیت و ارزول شو
د چاپېریال ساتنې ملي ادارې عمومي رئیس د IFRC د اسیا پاسیفیک برخې له رئيس او مل پلاوي سره وکتل
د میدان وردګو مرکزي روزنتون ۹۰ تنه طالب العلمانو او استادانو ته عامه پوهاوی ورکړل شو
کونړ کې د نفرایټ ډبرو د استخراج معدن د فعالیتونو څارنه او ارزونه وشوه
لغمان کې د "۲۷۰۰۰" بادام نیالګیو د کېنولو بهیر پیل شو
ننګرهار او خوست کې د یو شمېر فعالیتونو څارنه او ارزونه وشوه
ولایتونو کې د عامه پوهاوې مختلفې برنامې ترسره شوې
د چاپېریال ساتنې ملي ادارې او (Access Point) شرکت ترمنځ د ۱۵۰ زره امریکايي ډالرو په ارزښت د پروژې د تطبیق هوکړه‌لیک لاسلیک شو
ارزګان کې ۵تنه د کبانو ښکاریان ونیول شول

اړوند لینکونه

  • United Nations Environment Programme
  • Kabul Municipality
  • Climate Change-adaptation UNDP
  • Environmental-Health WHO

د افغانستان د چاپېریالي وضعیت د راپور پر مسودې مشورتي غونډه وشوه

slider-image

۱۴۴۷کال د جمادي الاول ۲۹مه/ کابل
د چاپېریال ساتنې ملي ادارې او رها مؤسسې په ګډه همکارۍ نن پنج‌شنبه د ۱۴۰۴کال د عقرب په ۲۹مه نېټه د دې ادارې د بند امیر غونډو په تالار کې د افغانستان د چاپېریالي وضعیت د راپور پر مسودې مشورتي غونډه وشوه.


یاده غونډه چې پکې د دې ادارې مالي او اداري معین مُلا سعدالدین سعید، رئیسانو، متخصصینو او د رها مؤسسې مسوولینو ګډون کړی وو، د افغانستان د چاپېریالي وضعیت په تړاو چمتو شوي راپور پر مسودې هر اړخیر بحث او خبرې وشوې.
غونډه د قران عظیم الشان مبارکو ایتونو په تلاوت پیل شوه ورپسې د چاپېریال ساتنې ملي ادارې مالي او اداري معین مُلا سعدالدین سعید د یاد راپور په اړه خبرې وکړې او زیاته یې کړه: دغه راپور چې د ادارې او رها مؤسسې په ګډه همکارۍ جوړ شوی، دا به د افغانستان د چاپېریالي وضعیت د ارزونې په برخه کې یو ګټور او اغېزمن کار وي؛ د دې راپور په بشپړیدو سره به د افغانستان موجوده چاپېریالي ستونزې او ګواښونه په ډاګه شي، په ملي او نړۍواله کچه به د اقلیمي بدلون سره د مبارزې په برخه کې ترې اعظمي استفاده وشي.


ښاغلي سعید له نړۍوالې ټولنې ګیله وکړه چې له بده مرغه د اقلیمي بدلون په نړۍوال کنفرانس (COP-30) یې افغانستان ته د ګډون بلنه ور نه کړه په داسې حال کې چې افغانستان د اقلیمي بدلون څخه تر ټولو زیات زیانمن هېواد دی.
نوموړي پر نړۍوالو غږ وکړ چې چاپېریالي موضوعات دې نه سیاسي کوي او له افغان ولس سره دې امتیازي سلوک نه کوي.
د غونډې په لړ کې د رها مؤسسې رئیس محمد یوسف حمیدیان د افغانستان د چاپېریالي وضعیت د راپور د چمتو کولو په تړاو خبرې وکړې او د دې پروژې پر څرنګوالي یې ګډونوالو ته معلومات ورکړل.


د رها مؤسسې مرستیال انجنیر عزت الله صدیقي د یاد راپور د جوړیدو پروسه د معلوماتي پرزنټېشن په وړاندې کولو سره ګډونوالو ته تشریح کړه او په خپلو خبرو کې یې وویل چې د لومړي ځل لپاره د افغان متخصصینو لخوا د افغانستان د چاپېریالي وضعیت په تړاو دوه کلن راپور جوړ شوی. دا راپور په ۳۴ولایتونو کې د ۵۰۰۰ساحوي سروې‌ګانو، له متخصصینو سره د ۵۰مرکو او ارقامو ټولګه ده چې نهه فصلونه لري.


په دې راپور کې د افغانستان د عمومي چاپېریالي وضعیت، ایکوسیستم، د ځمکې استفاده، تخریب او کرنه، د اوبو کمښت او کیفیت، طبيعي پېښې، اقلیمي بدلون، ښاري پراختیا، ککړتیاوې او مدیریت، چاپېریالي معلومات او عامه پوهاوی، چاپېریالي حکومتولي او بنسټیز تقویت تشریح شوي دي چې له اقلیمي بدلون سره د مبارزې په برخه کې به د افغانستان د تعهد او موجوده چاپېریالي ستونزو او ګواښونو په ډاګه کولو کې یو معتبر سند وي.
د غونډې په پای کې د ګډونوالو لخوا هر اړخیز بحث وشو او د یاد راپور د لا غني کولو په تړاو یې خپل نظرونه او وړاندیزونه له مسوولینو سره شریک کړل.

Nov 20, 2025

د چاپیریال ساتنی ملي اداره


: کاری ساعتونه

له شنبې څخه تر پنجشنبې پورې : د سهار له:۸ څخه تر :۴ بجو پورې

پنجشنبې : د سهار له ۸:۳۰ څخه تر ۱:۳۰ بجو پورې


په ټولنیزو رسنیو کې مونږ وڅاروئ



مونږ سره اړیکه



  • د چاپیریال ساتنی ملي اداره، شپږمه ناحیه
  • د دارالامان سرک٫ د مکتب کوڅه
  • کابل - افغانستان
  • ټیلیفون: ۸۰۵۵۳۰-۷۰۴  ۹۳+
  • بریښنالیک: info@nepa.gov.af
  • ګوګل لارښود

اړوند لینکونه



  • د وظائفو د مدیریت سیستم
  • داقلیم بدلون ملی معلوماتی سیستم
  • ایمیل
  • د چاپیریال ساتنی ملی معلوماتی سیستم
  • د هوا ککړتیا کمولو او مخنیوي لپاره پنځه کلن پلان
  • د کابل د هوا ککړتیا کمولو ، مخنیوي او اداره کولو لپاره کاري پلان
  • د چاپیریالي شکایتونو فورمه
  • د شرکتونو د ثبت فورمه
  • کلنۍ راپور ۱۳۹۸
  • د امر بالمعروف او نهي عن المنکراو شکایاتو اوریدلو وزارت

Copyright © NEPA,  2019 - 2021