• د عکسونو نندارتون
    • زموږ سره اړیکه
      • زمونږ سره اړیکه
      • د چاپیریالي شکایتونو فورمه
    • خپرونې
      • د رسنیو سره اړیکې
      • خپرونې
      • خبرونه
    • جـوازونـه
      • چاپیریالی جواز
      • د ښکار جواز
    • قوانین
      • قوانین او مقررات
      • تګلارې او ستراتیژۍ
      • لارښوونې
    • زموږ په اړه
      • د سازمانی چارت
      • ژوندلیک
      • پیښې
      • داوطلبۍ
      • نرخ اخستل
      • دندې
    • چاپيریال
      • نړیوالې اړیکې
        • MEAS
        • شریکانو
      • د اقلیم بدلون
        • د پروژې څارنه
        • راپورونه
      • نظارت او تفتیش
        • د اوبو کیفیت
        • د هوا ککړتیا
        • د زبالو مدیریت
      • تلپاتې پراختیا
        • د جواز ورکول
          • لارښونی
      • طبیعي میراثونه
    • کورپاڼه
logo
  1. خبرونه
  2. کور پاڼه

وروستی

ارزګان کې ۵تنه د کبانو ښکاریان ونیول شول
د چاپېریال ساتنې ملي ادارې مالي او اداري معین د UNDP له مسوولینو سره وکتل
په لغمان ولایت کې د چاپېریالي ستونزو د حل په موخه د همغږۍ ناسته ترسره شوه
په يو شمېر ولایتونو کې د مختلفو اصنافو څخه څارنه ترسره شوه
کابل پوهنتون کې د چاپېریالي پایښت او طبیعي زیرمو د مدیریت تر عنوان لاندي علمي او څېړنیز کنفرانس جوړ شو
د لغمان په طبیعي ځنګلونو کې ۱۱بیزوګان او ۲کجیر مارغان خوشې شولد لغمان په طبیعي ځنګلونو کې ۱۱بیزوګان او ۲کجیر مارغان خوشې شول
لغمان او خوست کې د یو شمېر فعالیتونو چاپېریالي وضعیت و ارزول شو
د چاپېریالي چارو مفتشینو له لوري ولایتونو کې مختلف فعالیتونه ترسره شول
د چاپېریال ساتنې ملي ادارې او (EPTDO) موسسې ترمنځ د پروژې د تطبیق په موخه هوکړه‌لیک لاسلیک شو
خوست کې سلګونو زده‌کوونکو ته عامه پوهاوی ورکړل شو

اړوند لینکونه

  • United Nations Environment Programme
  • Kabul Municipality
  • Climate Change-adaptation UNDP
  • Environmental-Health WHO

د ملګرو ملتونو پراختیایې پروګرام: د چاپېریالي مسایلو او اقلیمي بدلون سره د مبارزې په برخه کې به خپلو همکاریو ته دوام ورکړو

slider-image

۱۴۴۷کال د جمادي الثاني ۴مه نېټه/ کابل
د چاپېریال ساتنې ملي ادارې عمومي رئیس مولوي مطیع الحق خالص نن سه‌شنبه د ۱۴۰۴کال د لیندۍ په ۴مه نېټه د ملګرو ملتونو د پراختیایې پروګرام (UNDP) د سکرتر جنرال له مرستیالې آغلې شوکو نودا، په افغانستان کې د (UNDP) رئیس ښاغلي سټیفن او مل پلاوي سره په خپل کاري دفتر کې وکتل.
په یاده کتنه کې د دواړو خواوو له‌ لوري د افغانستان د چاپېریالي وضعیت، اقلیمي بدلون سره د مبارزې او زیانونو، د ځنډول شویو چاپېریالي پروژو، نړۍوالو کنفرانسونو ته د افغان حکومت استازو د بلنې، د ګډې همکارۍ او همغږۍ پر پیاوړتیا خبرې وشوې.


د چاپېریال ساتنې ملي ادارې عمومي رئیس د (UNDP) مسوولینو او ورسره پلاوي هرکلی وکړ او مننه یې ترې وکړه چې د چاپېریالي موضوعاتو په تړاو ورسره بحث او خبرې کوي.
د ملګرو ملتونو د پراختیایې پروګرام (UNDP) د سکرتر جنرال مرستیالې آغلې شوکو نودا په افغانستان کې د اقلیمي بدلون له امله د رامنځته شوو ستونزو په تړاو خبرې وکړې او ویې ویل زموږ موخه دا ده چې د اقلیمي بدلون سره د مبارزې او چاپېریالي ستونزو د حل په موخه د نړۍوالو مالي میکانیزمونو څخه مرستې او پروژې ترلاسه او تطبیق شي.
آغلې نودا ژمنه وکړه چې په نړۍوالو کنفرانسونو کې به د افغانستان د موجوده چاپېریالي ستونزو یادونه کوي او هلې ځلې به کوي چې چاپېریالي موضوعاتو ته د بشري اړخه وکتل شي.
د چاپېریال ساتنې ملي ادارې عمومي رئیس مولوي مطیع الحق خالص په خپلو خبرو کې وویل: افغانستان د ډیرو چاپېریالي او اقلیمي ستونزو سره مخ دی؛ ځکه دا وطن لا پخوا د جګړو له امله ډیر زیات ځپل شوی و او اوس دا دی د اقلیمي بدلون له امله هم زیانمن هېواد دی. د ځنګلونو له منځه تللو، اجباري ګډوالۍ او د ډول ډول وسلو کاریدل هغه څه و چې افغانان یې د ډېرو ستونزو سره مخ کړل.


عمومي رئیس وویل چې د نړۍوالو لخوا افغانانو سره توپیري چلند کیږي چې دا به د نړۍوالو پر وړاندې د افغانانو باور کمزوری کړي. ده زیاته کړه: له بده مرغه په نړۍوالو چاپېریالي غونډو کې افغانستان ته د ګډون بلنه نه ورکول کیږي؛ د افغانستان چاپېریالي پروژې د نړۍوالو مالي میکانیزمونو لخوا ځنډول شوي؛ پر پخوانیو نیمګړو پروژو کار نه کیږي او په ټوله کې له افغانانو سره د چاپېریالي پروژو د تطبیق په برخه د نړۍوالو تمایل کم دی؛ په داسې حال کې چې د چاپېریالي موضوعاتو او قوانینو د بیا کتنې په برخه کې افغانستان خپل مسوولیتونه او اقدامات ترسره کړي دي.
ښاغلي خالص پر نړۍوالې ټولنې غږ وکړ چې چاپېریالي موضوعات دې له سیاست څخه بېل شي، له افغانانو سره دې توپیري چلند نه کیږي او د افغانستان ځنډول شوې چاپېریالي پروژې دې ژر تر ژره بیا پیل شي.
ده همداراز غوښتنه وکړه چې افغانستان باید نړۍوالو مالي میکانیزمونو ته لاسرسی ومومي.
د (UNDP) د سکرتر جنرال مرستیالې آغلې شوکو نودا ژمنه وکړه چې موږ به ستاسې غوښتنې او وړاندیزونه تر نړۍوالو ورسوو او په ګډه به هلې ځلې وکړو چې د افغانانو ستونزو ته رسیده‌ګي وشي.


همدارنګه په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د پراختیایې پروګرام  (UNDP) رئیس ښاغلي سټیفن وویل چې د اقلیمي بدلون او چاپېریالي موضوعاتو ته (UNDP) سیاسي رنګ نه ورکوي، بلکې دا یو بشري ناورین دی او موږ ورته د بشري اړخه ګورو او په دې برخه کې به خپلو همکاريو ته دوام ورکړو.
د کتنې په پای کې د همکارۍ او همغږۍ پر پیاوړتیا ټینګار وشو او هوکړه وشوه چې د موجوده ستونزو د حل لپاره به په ګډه هلې ځلې کوو.

Nov 26, 2025

د چاپیریال ساتنی ملي اداره


: کاری ساعتونه

له شنبې څخه تر پنجشنبې پورې : د سهار له:۸ څخه تر :۴ بجو پورې

پنجشنبې : د سهار له ۸:۳۰ څخه تر ۱:۳۰ بجو پورې


په ټولنیزو رسنیو کې مونږ وڅاروئ



مونږ سره اړیکه



  • د چاپیریال ساتنی ملي اداره، شپږمه ناحیه
  • د دارالامان سرک٫ د مکتب کوڅه
  • کابل - افغانستان
  • ټیلیفون: ۸۰۵۵۳۰-۷۰۴  ۹۳+
  • بریښنالیک: info@nepa.gov.af
  • ګوګل لارښود

اړوند لینکونه



  • د وظائفو د مدیریت سیستم
  • داقلیم بدلون ملی معلوماتی سیستم
  • ایمیل
  • د چاپیریال ساتنی ملی معلوماتی سیستم
  • د هوا ککړتیا کمولو او مخنیوي لپاره پنځه کلن پلان
  • د کابل د هوا ککړتیا کمولو ، مخنیوي او اداره کولو لپاره کاري پلان
  • د چاپیریالي شکایتونو فورمه
  • د شرکتونو د ثبت فورمه
  • کلنۍ راپور ۱۳۹۸
  • د امر بالمعروف او نهي عن المنکراو شکایاتو اوریدلو وزارت

Copyright © NEPA,  2019 - 2021