• د عکسونو نندارتون
    • زموږ سره اړیکه
      • زمونږ سره اړیکه
      • د چاپیریالي شکایتونو فورمه
    • خپرونې
      • د رسنیو سره اړیکې
      • خپرونې
      • خبرونه
    • جـوازونـه
      • چاپیریالی جواز
      • د ښکار جواز
    • قوانین
      • قوانین او مقررات
      • تګلارې او ستراتیژۍ
      • لارښوونې
    • زموږ په اړه
      • د سازمانی چارت
      • ژوندلیک
      • پیښې
      • داوطلبۍ
      • نرخ اخستل
      • دندې
    • چاپيریال
      • نړیوالې اړیکې
        • MEAS
        • شریکانو
      • د اقلیم بدلون
        • د پروژې څارنه
        • راپورونه
      • نظارت او تفتیش
        • د اوبو کیفیت
        • د هوا ککړتیا
        • د زبالو مدیریت
      • تلپاتې پراختیا
        • د جواز ورکول
          • لارښونی
      • طبیعي میراثونه
    • کورپاڼه
logo
  1. خبرونه
  2. کور پاڼه

وروستی

ولایتونو کې د یو شمېر فعالیتونو چاپېریالي وضعیت و ارزول شو
د چاپېریال ساتنې ملي ادارې عمومي رئیس د IFRC د اسیا پاسیفیک برخې له رئيس او مل پلاوي سره وکتل
د میدان وردګو مرکزي روزنتون ۹۰ تنه طالب العلمانو او استادانو ته عامه پوهاوی ورکړل شو
کونړ کې د نفرایټ ډبرو د استخراج معدن د فعالیتونو څارنه او ارزونه وشوه
لغمان کې د "۲۷۰۰۰" بادام نیالګیو د کېنولو بهیر پیل شو
ننګرهار او خوست کې د یو شمېر فعالیتونو څارنه او ارزونه وشوه
ولایتونو کې د عامه پوهاوې مختلفې برنامې ترسره شوې
د چاپېریال ساتنې ملي ادارې او (Access Point) شرکت ترمنځ د ۱۵۰ زره امریکايي ډالرو په ارزښت د پروژې د تطبیق هوکړه‌لیک لاسلیک شو
ارزګان کې ۵تنه د کبانو ښکاریان ونیول شول
د چاپېریال ساتنې ملي ادارې مالي او اداري معین د UNDP له مسوولینو سره وکتل

اړوند لینکونه

  • United Nations Environment Programme
  • Kabul Municipality
  • Climate Change-adaptation UNDP
  • Environmental-Health WHO

ولایتونو کې د مختلفو فعالیتونو څارنه او ارزونه وشوه

slider-image

۱۴۴۷ کال د جمادي الثاني۱۶نېټه/ننګرهار-زابل-ارزګان-غزنی
د هواککړتیا راکمولو، مخنیوي او چاپېریال ساتنې ته د خلکو د هڅونې په پار د ننګرهار، زابل، ارزګان او غزني ولایتونو د چاپېریال ساتنې ریاستونو مسوولینو له‌خوا د مختلفو فعالیتونو څخه څارنه وشوه
.
د ننګرهار ولایت د چاپېریال ساتنې ریاست مفتشینو له لوري بهسودو ولسوالۍ کې د یو شمېر تیلو پمپ سټیشنونو د چاپېریالي وضعیت څارنه وشوه، همداراز  د شيرزادو او خوږياڼو ولسواليو کې د کېنول شوو ځنګلي نيالګيو د وضعيت ارزونه وشوه او د ساتنې او پالنې په تړاو یې له قومي مشرانو او سیمه ییزو مسوولینو سره مشورتي غونډې وشوې
.


زابل کې د خلکو د عامه پوهاوي کچې لوړولو په موخه قلات ښاریانو باندې د هواککړتیا د مخنیوي په هکله چاپ شوي پیغامونه وویشل شول
.
د ارزګان ولایت د چاپېریال ساتنې ریاست مسوولینو له لوري دوه تنه ښکاریان چې د ګل سر په نوم ۱۰ وزره الوتونکي یې ښکار کړي وو، ونیول شول، له ښکاریانو لیکلې ژمنې واخیستل شوې چې بیا به ښکار نه کوي او الوتونکي په ازاده فضا کې خوشې شول
.


همداراز د غزني ولایت د چاپېریال ساتنې ریاست مسوولینو له لوري د حبیب الرحمن په نوم د اوړو تولیدي شرکت او  د بکاول په دښته کې د باتور ناهوریان په نوم د ګچ پزۍ تولیدي شرکت د فعالیتونو د څرنګوالي څارنه وشوه او مسوولینو ته یې د چاپېریالي اصولو په هکله د پوهاوي ترڅنګ لازمې سپارښتنې وشوې
.
چاپېریال ساتنه د ټولو هېوادوالو دیني او ملي مسوولیت دی؛ راځئ چې دغه مسئولیت په سمه توګه سرته ورسوو
!


Dec 7, 2025

د چاپیریال ساتنی ملي اداره


: کاری ساعتونه

له شنبې څخه تر پنجشنبې پورې : د سهار له:۸ څخه تر :۴ بجو پورې

پنجشنبې : د سهار له ۸:۳۰ څخه تر ۱:۳۰ بجو پورې


په ټولنیزو رسنیو کې مونږ وڅاروئ



مونږ سره اړیکه



  • د چاپیریال ساتنی ملي اداره، شپږمه ناحیه
  • د دارالامان سرک٫ د مکتب کوڅه
  • کابل - افغانستان
  • ټیلیفون: ۸۰۵۵۳۰-۷۰۴  ۹۳+
  • بریښنالیک: info@nepa.gov.af
  • ګوګل لارښود

اړوند لینکونه



  • د وظائفو د مدیریت سیستم
  • داقلیم بدلون ملی معلوماتی سیستم
  • ایمیل
  • د چاپیریال ساتنی ملی معلوماتی سیستم
  • د هوا ککړتیا کمولو او مخنیوي لپاره پنځه کلن پلان
  • د کابل د هوا ککړتیا کمولو ، مخنیوي او اداره کولو لپاره کاري پلان
  • د چاپیریالي شکایتونو فورمه
  • د شرکتونو د ثبت فورمه
  • کلنۍ راپور ۱۳۹۸
  • د امر بالمعروف او نهي عن المنکراو شکایاتو اوریدلو وزارت

Copyright © NEPA,  2019 - 2021