• د عکسونو نندارتون
    • زموږ سره اړیکه
      • زمونږ سره اړیکه
      • د چاپیریالي شکایتونو فورمه
    • خپرونې
      • د رسنیو سره اړیکې
      • خپرونې
      • خبرونه
    • جـوازونـه
      • چاپیریالی جواز
      • د ښکار جواز
    • قوانین
      • قوانین او مقررات
      • تګلارې او ستراتیژۍ
      • لارښوونې
    • زموږ په اړه
      • د سازمانی چارت
      • ژوندلیک
      • پیښې
      • داوطلبۍ
      • نرخ اخستل
      • دندې
    • چاپيریال
      • نړیوالې اړیکې
        • MEAS
        • شریکانو
      • د اقلیم بدلون
        • د پروژې څارنه
        • راپورونه
      • نظارت او تفتیش
        • د اوبو کیفیت
        • د هوا ککړتیا
        • د زبالو مدیریت
      • تلپاتې پراختیا
        • د جواز ورکول
          • لارښونی
      • طبیعي میراثونه
    • کورپاڼه
logo
  1. خبرونه
  2. کور پاڼه

وروستی

د چاپېریال ساتنې ملي ادارې رهبرۍ د EPTDO موسسې د روانو او راتلونکو پروژو جاج واخیست
ولایتونو کې د یو شمېر فعالیتونو چاپېریالي وضعیت و ارزول شو
د چاپېریال ساتنې ملي ادارې عمومي رئیس د IFRC د اسیا پاسیفیک برخې له رئيس او مل پلاوي سره وکتل
د میدان وردګو مرکزي روزنتون ۹۰ تنه طالب العلمانو او استادانو ته عامه پوهاوی ورکړل شو
کونړ کې د نفرایټ ډبرو د استخراج معدن د فعالیتونو څارنه او ارزونه وشوه
لغمان کې د "۲۷۰۰۰" بادام نیالګیو د کېنولو بهیر پیل شو
ننګرهار او خوست کې د یو شمېر فعالیتونو څارنه او ارزونه وشوه
ولایتونو کې د عامه پوهاوې مختلفې برنامې ترسره شوې
د چاپېریال ساتنې ملي ادارې او (Access Point) شرکت ترمنځ د ۱۵۰ زره امریکايي ډالرو په ارزښت د پروژې د تطبیق هوکړه‌لیک لاسلیک شو
ارزګان کې ۵تنه د کبانو ښکاریان ونیول شول

اړوند لینکونه

  • United Nations Environment Programme
  • Kabul Municipality
  • Climate Change-adaptation UNDP
  • Environmental-Health WHO

د هوا ککړتیا د مخنیوي کميسیون غونډه وکړه

slider-image

 

د چاپېریال ساتنې ملي ادارې عمومي رئیس شاه زمان میوندي په مشرۍ د دې ادارې د مسلکي معین، انجنیر عزت الله صدیقي په حضور کې د هوا ککړتیا د مخنیوي کمیسیون د لېندۍ په ۱۶مه نېټه د بند امیر د غونډو په تالار کې ناسته وکړه.

ښاغلي میوندي د کابل ښار د هوا ککړتیا د راکمولو او مخنیوي پنځه کلن پلان په تړاو د وزارتونو او اړوندو ادارو د دندو او مکلفیتونه چې مشخص کړای شوي دي، ټینګار وکړ او د کمیسیون له غړیو یې وغوښتل چې هغه اقدامات ترسره کړي چې په ارګ کې د جلالتماب جمهور رئیس په مشرۍ فوق العاده غونډه کې دوی ته سپارښتنه شوې ده.

 د اجنډا مطابق د چاپېریال ساتنې ملي ادارې مسلکي معین انجنیر عزت الله صدیقي د کابل ښار د هوا ککړتیا د راکمولو او مخنیوي پنځه کلن پلان د پلي کېدا په تړاو د اړوندو وزارتونو او ادارو د دندو او مکلفیتونو په اړه معلومات ورکړل او ویې ویل: چې هر ارګان باید د خپل کاري لید لوري مطابق خپلې کړنې او اقدامات ترسره کړي.

 ښاغلي صدیقي همدا راز وویل: جلالتماب جمهور رئیس په مختلفو برخو لکه: د هوا ککړتیا او چاپېریالي وضعیت د معلوماتي سیسټم جوړول، د ماسک څخه د استفادې په اړه د عامه پوهاوي کمپاینونو په لاره اچول، د شنو ساحو پراختیا، د ترافیکي ګڼې ګوڼې څخه مخنیوی، د زړو ټایرونو او ډبرو سکرو د استفادې مخنیوی، د حمامونو، ریګریشنونو، خښتو بټیو او چاپېریالي مالي میکانیزمونو په اړه لازمې لارښوونې کړي چې د هوا ککړتیا د مخنیوي کمیسیون باید جدي اقدامات ترسره او جمهوري ریاست ته راپور ورکړي.

د کمیسیون غړو له هر اړخیز بحث وروسته پرېکړه وکړه چې د کورنیو چارو وزارت، چاپېریال ساتنې ملي ادارې، کابل ښاروالۍ، د نورم او ستندرد ملي ادارې او عامې روغتیا وزارت استازو په ګډون دې یوه کمېټه جوړه او څلور میاشتنی عملي پلان دې چمتو او راتلونکې غونډه کې دې وړاندې کړي؛ ترڅو د هغه پر اساس بېړني او عملي اقدامات پیل شي.

د یادولو وړ ده چې د جلالتماب جمهور رئیس په لارښوونه باید لس وروسته د هوا ککړتیا د مخنیوي کمیسیون په ارګ کې خپله غونډه جوړه او د کمیسیون د کړنو په اړه به راپور وړاندې کړي.

Dec 9, 2019

د چاپیریال ساتنی ملي اداره


: کاری ساعتونه

له شنبې څخه تر پنجشنبې پورې : د سهار له:۸ څخه تر :۴ بجو پورې

پنجشنبې : د سهار له ۸:۳۰ څخه تر ۱:۳۰ بجو پورې


په ټولنیزو رسنیو کې مونږ وڅاروئ



مونږ سره اړیکه



  • د چاپیریال ساتنی ملي اداره، شپږمه ناحیه
  • د دارالامان سرک٫ د مکتب کوڅه
  • کابل - افغانستان
  • ټیلیفون: ۸۰۵۵۳۰-۷۰۴  ۹۳+
  • بریښنالیک: info@nepa.gov.af
  • ګوګل لارښود

اړوند لینکونه



  • د وظائفو د مدیریت سیستم
  • داقلیم بدلون ملی معلوماتی سیستم
  • ایمیل
  • د چاپیریال ساتنی ملی معلوماتی سیستم
  • د هوا ککړتیا کمولو او مخنیوي لپاره پنځه کلن پلان
  • د کابل د هوا ککړتیا کمولو ، مخنیوي او اداره کولو لپاره کاري پلان
  • د چاپیریالي شکایتونو فورمه
  • د شرکتونو د ثبت فورمه
  • کلنۍ راپور ۱۳۹۸
  • د امر بالمعروف او نهي عن المنکراو شکایاتو اوریدلو وزارت

Copyright © NEPA,  2019 - 2021