• د عکسونو نندارتون
    • زموږ سره اړیکه
      • زمونږ سره اړیکه
      • د چاپیریالي شکایتونو فورمه
    • خپرونې
      • د رسنیو سره اړیکې
      • خپرونې
      • خبرونه
    • جـوازونـه
      • چاپیریالی جواز
      • د ښکار جواز
    • قوانین
      • قوانین او مقررات
      • تګلارې او ستراتیژۍ
      • لارښوونې
    • زموږ په اړه
      • د سازمانی چارت
      • ژوندلیک
      • پیښې
      • داوطلبۍ
      • نرخ اخستل
      • دندې
    • چاپيریال
      • نړیوالې اړیکې
        • MEAS
        • شریکانو
      • د اقلیم بدلون
        • د پروژې څارنه
        • راپورونه
      • نظارت او تفتیش
        • د اوبو کیفیت
        • د هوا ککړتیا
        • د زبالو مدیریت
      • تلپاتې پراختیا
        • د جواز ورکول
          • لارښونی
      • طبیعي میراثونه
    • کورپاڼه
logo
  1. خبرونه
  2. کور پاڼه

وروستی

ننګرهار کې د چاپېریالي چارو مفتشینو له لوري مختلف فعالیتونه ترسره شول
د چاپېریال ساتنې په هکله سلګونو زده‌کوونکو ته عامه پوهاوی ورکړل شو
د نیالګیو کېنولو ملي کمپاین په لړ کې ۱۰۰۰ نیالګي کابل کې کېنول شول
په ولایاتو کې د فعالیتونو چاپېریالي ارزونه ترسره شوه
لغمان کې د طبي کثافاتو د راټولولو شرکت پرانېست غونډه وشوه
کابل کې د سپین کجیر په نوم وحشي مرغه د ښکاریانو له منګولو وژغورل شو
کابل کې د وحشي ژویو او مرغانو د پېر او پلور له هټیو څارنه وشوه
د طبي کثافاتو د خوندي انتقال او له منځه وړلو لپاره د روغتیايي مرکزونو د ثبت بهیر پیل شو
ننګرهار او کونړ کې د نفرايټ او عادي ډبرو د استخراج کانونو ارزونه وشوه
د پکتیکا په برمل کې یوه غرنۍ پیشو د ښکاریانو له منګولو وژغورل شوه

اړوند لینکونه

  • United Nations Environment Programme
  • Kabul Municipality
  • Climate Change-adaptation UNDP
  • Environmental-Health WHO

علمای کرامو ته د اقلیمي بدلون او چاپېریال ساتنې په هکله یو ورځنی روزنیز ورکشاپ جوړ شو

slider-image

۱۴۴۷کال د ذوالقعدې‌ ۳مه/ کابل
د چاپېریالي مسایلو په تړاو د خلکو د عامه پوهاوي کچې لوړولو روزنیز برنامو په لړ کې نن دوشنبه د
۱۴۰۵کال د وري میاشتې په ۳۱مه نېټه د کابل ښار پارک سټار هوټل کې د علمای کرامو لپاره د اقلیمي بدلون او چاپېریال ساتنې په هکله یو ورځنی روزنیز ورکشاپ جوړ شو.
دغه ورکشاپ د چاپېریال ساتنې ملي ادارې له‌خوا د (رها) مؤسسې په همکارۍ او همدا راز د امرباالمعروف، نهی عن المنکر، ارشاد، حج او اوقافو وزارتونو په ګډه همغږۍ جوړ شوی و چې پکې د لوړپوړو امارتي چارواکو په شمول د کابل ښار د مختلفو ناحیو د جامع جوماتونو (
۱۵۰) تنو خطیبانو او علمای کرامو ګډون کړی وو.


یاد ورکشاپ د قرآن عظیم الشان مبارکو آيتونو په تلاوت پيل ورپسې د چاپېریال ساتنې ملي ادارې عمومي رئیس الحاج مولوي مطیع الحق خالص د ګډونوالو هرکلی وکړ او زیاته یې کړه چې نننۍ غونډه کې موږ ټول د یوې مهمې او حیاتي موضوع لپاره راټول شوي یو چې نه یوازې زموږ د نن ژوند پورې تړاو لري، بلکې د راتلونکو نسلونو د بقا، سلامتۍ او هوساینې سره مستقیم ارتباط لري چې هغه د چاپېریال ساتنې موضوع ده او چاپېریال ساتنه د ټولو انسانانو ګډ مسوولیت دی چې علمای کرام په دې برخه ځانګړی رول او مسوولیت لري
.


ښاغلي خالص زیاته کړه:الله جل جلاله انسان د ځمکې خلیفه ګرځولی دی چې خلافت یوازې د واک او استفادې معنی نه لري بلکې د ساتنې، اصلاح او مسؤلیت مفهوم هم لري او الله تعالی انسانانو ته د ځمکې د آبادولو او سمون مسؤلیت ور سپارلی دی
.
چاپېریال ساتنه یوازې اختیاري یا ثانوي کار نه دی بلکې شرعي مسؤلیت، الهي امر، او د هر وګړي اخلاقي وجیبه ده. عمومي رئیس علماوو ته په خطاب کې وویل: تاسې د امت د لارښوونکو په توګه هغه کسان یاست چې د ټولنې په سمون او اصلاح کې ډیر اغېز لرئ؛ نو علماوو ته پکار ده چې خلک چاپېریال ساتنې ته وهڅوي؛ ځکه د علماوو خبرې یوازې الفاظ نه دي، بلکې د خلکو لپاره لارښوونه، الهام او عملي تګلاره ده
.


نوموړي وویل: اوسمهال  نړۍ له سختو چاپېریالي ننګونو سره مخ ده. اقلیمي بدلون، د اوبو کمښت، د هوا ککړتیا، د ځنګلونو قطع کېدل، د خاورې تخریب او د طبیعي سرچینو بې‌رویه استفاده هغه ستونزې دي چې د انسان ژوند ګواښي. زموږ هېواد افغانستان هم له دې ستونزو څخه جلا نه دی. وچکالي، سیلابونه، د کرنیزو ځمکو زیان، او د ښارونو ککړه فضا زموږ د خلکو روغتیا، اقتصاد او راتلونکی له خطر سره مخ کړی دی
.


په داسې حالت کې د دیني علماوو رول تر بل هر وخت زیات مهم او حیاتي دی او علمای کرام کولی شي د دیني نصوصو په رڼا کې خلکو ته د چاپېریالي موضوعاتو په هکله په پراخه کچه عامه پوهاوی ورکړی او خلک خپلو مسوولیتونو ته متوجه کړي
.
ښاغلي خالص زیاته کړه: موږ باید دا درک کړو چې چاپېریال ساتنه یوازې د حکومت یا یوې ادارې مسؤلیت نه دی، بلکې دا یو ګډ ملي او اسلامي مسؤلیت دی. که موږ ټول په ګډه کار و نه کړو، نو دا ستونزې به لا پسې زیاتې شي. موږ باور لرو چې د دیني بنسټونو، جوماتونو، مدارسو او علماوو له لارې کولی شو د چاپېریال ساتنې پیغام تر هر کور، هر کلي او هر فرد پورې ورسوو
.


ده پر علماوو غږ وکړ چې د دیني اړخه د چاپېریال ساتنې، اوبو، ځنګلونو، ونو او نیالګیو د ساتنې او ککړتیا د مخنیوي په هکله خلک خپلو مسوولیتونو ته وهڅوي او په پراخه کچه عامه پوهاوی ورکړي. نوموړي ټینګار وکړ چې نظام او ملت باید په ګډه خپل مسوولیتونه ادا کړي او مخکې قدمونه واخلي
.
ښاغلي خالص له خصوصي او صنعتي سکتور څخه هم غوښتنه وکړه چې خپل فعالیتونه د چاپېریالي اصولو مطابق عیار او ترسره کړي او له داسې بې‌رویې فعالیتونو څخه دې ډډه وکړي چې د انسانانو د تدریجي قتل سبب وګرځي
.


عمومي رئیس وویل که موږ د ژوندانه او نظام ټول اړخونه د دين په واقعي معنا سره د الهي قوانینو مطابق عیار او ترسره کړو؛ نو موجوده ستونزې به حل او د نړۍوالو لپاره به یوه الګو شو
.


د رها مؤسسې مرستیال انجنیر عزت الله صدیقي هم د اقلیمي بدلون او چاپېریال ساتنې په هکله وینا وکړه او له علمای کرامو یې غوښتنه وکړه چې د ساینسي او تخنیکي معلوماتو په نظر کې نیولو سره د د یني نصوصو په رڼا کې د چاپېریالي موضوعاتو په تړاو د مساجدو د منبرونو له لارې خلکو ته په پراخه کچه عامه پوهاوی ورکړي
.


د ورکشاپ په لړ کې د متخصصینو له لوري ګډونوالو ته د چاپېریالي حکومتولۍ، چاپېریال قانون او مقرراتو، اهم چاپېریالي، ساینسي او تخنیکي معلومات، چاپېریالي ننګونو، اقلیمي بدلون او طبیعي سرچینو په هکله هر اړخیز معلوماتي پرزنټېشنونه وړاندې شول
.

Apr 20, 2026

د چاپیریال ساتنی ملي اداره


: کاری ساعتونه

له شنبې څخه تر پنجشنبې پورې : د سهار له:۸ څخه تر :۴ بجو پورې

پنجشنبې : د سهار له ۸:۳۰ څخه تر ۱:۳۰ بجو پورې


په ټولنیزو رسنیو کې مونږ وڅاروئ



مونږ سره اړیکه



  • د چاپیریال ساتنی ملي اداره، شپږمه ناحیه
  • د دارالامان سرک٫ د مکتب کوڅه
  • کابل - افغانستان
  • ټیلیفون: ۸۰۵۵۳۰-۷۰۴  ۹۳+
  • بریښنالیک: info@nepa.gov.af
  • ګوګل لارښود

اړوند لینکونه



  • د وظائفو د مدیریت سیستم
  • داقلیم بدلون ملی معلوماتی سیستم
  • ایمیل
  • د چاپیریال ساتنی ملی معلوماتی سیستم
  • د هوا ککړتیا کمولو او مخنیوي لپاره پنځه کلن پلان
  • د کابل د هوا ککړتیا کمولو ، مخنیوي او اداره کولو لپاره کاري پلان
  • د چاپیریالي شکایتونو فورمه
  • د شرکتونو د ثبت فورمه
  • کلنۍ راپور ۱۳۹۸
  • د امر بالمعروف او نهي عن المنکراو شکایاتو اوریدلو وزارت

Copyright © NEPA,  2019 - 2021