• د عکسونو نندارتون
    • زموږ سره اړیکه
      • زمونږ سره اړیکه
      • د چاپیریالي شکایتونو فورمه
    • خپرونې
      • د رسنیو سره اړیکې
      • خپرونې
      • خبرونه
    • جـوازونـه
      • چاپیریالی جواز
      • د ښکار جواز
    • قوانین
      • قوانین او مقررات
      • تګلارې او ستراتیژۍ
      • لارښوونې
    • زموږ په اړه
      • د سازمانی چارت
      • ژوندلیک
      • پیښې
      • داوطلبۍ
      • نرخ اخستل
      • دندې
    • چاپيریال
      • نړیوالې اړیکې
        • MEAS
        • شریکانو
      • د اقلیم بدلون
        • د پروژې څارنه
        • راپورونه
      • نظارت او تفتیش
        • د اوبو کیفیت
        • د هوا ککړتیا
        • د زبالو مدیریت
      • تلپاتې پراختیا
        • د جواز ورکول
          • لارښونی
      • طبیعي میراثونه
    • کورپاڼه
logo
  1. خبرونه
  2. کور پاڼه

وروستی

ننګرهار کې د چاپېریالي چارو مفتشینو له لوري مختلف فعالیتونه ترسره شول
د چاپېریال ساتنې په هکله سلګونو زده‌کوونکو ته عامه پوهاوی ورکړل شو
د نیالګیو کېنولو ملي کمپاین په لړ کې ۱۰۰۰ نیالګي کابل کې کېنول شول
په ولایاتو کې د فعالیتونو چاپېریالي ارزونه ترسره شوه
لغمان کې د طبي کثافاتو د راټولولو شرکت پرانېست غونډه وشوه
کابل کې د سپین کجیر په نوم وحشي مرغه د ښکاریانو له منګولو وژغورل شو
کابل کې د وحشي ژویو او مرغانو د پېر او پلور له هټیو څارنه وشوه
د طبي کثافاتو د خوندي انتقال او له منځه وړلو لپاره د روغتیايي مرکزونو د ثبت بهیر پیل شو
ننګرهار او کونړ کې د نفرايټ او عادي ډبرو د استخراج کانونو ارزونه وشوه
د پکتیکا په برمل کې یوه غرنۍ پیشو د ښکاریانو له منګولو وژغورل شوه

اړوند لینکونه

  • United Nations Environment Programme
  • Kabul Municipality
  • Climate Change-adaptation UNDP
  • Environmental-Health WHO

د ا.ا.ا د چاپېریال ساتنې ملي ادارې عمومي رئیس د یوه پلاوي په مشرۍ په سیمه‌ییزې ایکولوژیکي سرمشریزې کې د ګډون په موخه قزاقستان هېواد ته په سفر ولاړ

slider-image

قزاقستان _ ٤ ذوالقعده ١٤٤٧
د افغانستان اسلامي امارت د چاپېریال ساتنې ملي ادارې عمومي رئیس الحاج مولوي مطیع‌الحق خالص نن سه شنبه د روان ١٤٠٥ هجري لمریز کال د غوایي میاشتې په لومړۍ نېټه د یوه رسمي پلاوي په مشرۍ د سیمه‌ییزې ایکولوژیکي سرمشریزې (Regional Ecological Summit 2026) کې د ګډون په موخه (آستانه) د قزاقستان پلازمېنې ته په سفر ولاړ.
ټاکل شوې ده چې دغه سرمشریزه سبا پیل شي او درې ورځې به دوام وکړي، چې پکې به د سیمې د هېوادونو استازي، د ملګرو ملتونو ادارې، نړیوال بنسټونه او د چاپېریال ساتنې برخې متخصصین ګډون ولري.
دا سرمشریزه د اقلیمي بدلون، چاپېریال ساتنې او د طبیعي سرچینو د دوامداره مدیریت په برخه کې د سیمه‌ییزو همکاریو د پیاوړتیا لپاره یو مهم نړیوال پلیټفارم بلل کېږي.
په دې غونډه کې به د اقلیمي بدلون پر وړاندې د ګډو حل‌لارو موندل، د اوبو او ځمکې اغېزمن مدیریت، د ځنګلونو او ایکوسیستمونو ساتنه، د ککړتیا کمول او د شنو اقتصادي بدلونونو په ګډون پر مهمو موضوعاتو بحثونه ترسره شي.

په یاده غونډه کې د چاپېریال ساتنې ملي ادارې د ګډون موخه د سیمې له هېوادونو او نړیوالو شریکانو سره د تجربو تبادله، د اقلیمي خطرونو د کمولو لپاره د همکاریو پراخول او د افغانستان د چاپېریالي اړتیاوو او لومړیتوبونو مطرح کول دي.
د افغانستان د چاپېریال ساتنې ملي ادارې عمومي رئیس به د دې سرمشریزې په عمومي غونډو او تخنیکي ناستو کې ګډون او وینا وکړي او همداراز به له یو شمېر نړیوالو استازو سره د دوه‌اړخیزو همکاریو د پراختیا په موخه جلا لیدنې او کتنې هم ولري.
دغه سرمشریزه د اقلیمي بدلون پر وړاندې د سیمه‌ییزې همغږۍ د پیاوړتیا په برخه کې یو مهم ګام ګڼل کېږي، چې کولی شي د سیمې د هېوادونو ترمنځ د ګډو اقداماتو او دوامدارو حل‌لارو لپاره زمینه برابره کړي.

Apr 21, 2026

د چاپیریال ساتنی ملي اداره


: کاری ساعتونه

له شنبې څخه تر پنجشنبې پورې : د سهار له:۸ څخه تر :۴ بجو پورې

پنجشنبې : د سهار له ۸:۳۰ څخه تر ۱:۳۰ بجو پورې


په ټولنیزو رسنیو کې مونږ وڅاروئ



مونږ سره اړیکه



  • د چاپیریال ساتنی ملي اداره، شپږمه ناحیه
  • د دارالامان سرک٫ د مکتب کوڅه
  • کابل - افغانستان
  • ټیلیفون: ۸۰۵۵۳۰-۷۰۴  ۹۳+
  • بریښنالیک: info@nepa.gov.af
  • ګوګل لارښود

اړوند لینکونه



  • د وظائفو د مدیریت سیستم
  • داقلیم بدلون ملی معلوماتی سیستم
  • ایمیل
  • د چاپیریال ساتنی ملی معلوماتی سیستم
  • د هوا ککړتیا کمولو او مخنیوي لپاره پنځه کلن پلان
  • د کابل د هوا ککړتیا کمولو ، مخنیوي او اداره کولو لپاره کاري پلان
  • د چاپیریالي شکایتونو فورمه
  • د شرکتونو د ثبت فورمه
  • کلنۍ راپور ۱۳۹۸
  • د امر بالمعروف او نهي عن المنکراو شکایاتو اوریدلو وزارت

Copyright © NEPA,  2019 - 2021