• د عکسونو نندارتون
    • زموږ سره اړیکه
      • زمونږ سره اړیکه
      • د چاپیریالي شکایتونو فورمه
    • خپرونې
      • د رسنیو سره اړیکې
      • خپرونې
      • خبرونه
    • جـوازونـه
      • چاپیریالی جواز
      • د ښکار جواز
    • قوانین
      • قوانین او مقررات
      • تګلارې او ستراتیژۍ
      • لارښوونې
    • زموږ په اړه
      • د سازمانی چارت
      • ژوندلیک
      • پیښې
      • داوطلبۍ
      • نرخ اخستل
      • دندې
    • چاپيریال
      • نړیوالې اړیکې
        • MEAS
        • شریکانو
      • د اقلیم بدلون
        • د پروژې څارنه
        • راپورونه
      • نظارت او تفتیش
        • د اوبو کیفیت
        • د هوا ککړتیا
        • د زبالو مدیریت
      • تلپاتې پراختیا
        • د جواز ورکول
          • لارښونی
      • طبیعي میراثونه
    • کورپاڼه
logo
  1. خبرونه
  2. کور پاڼه

وروستی

د چاپېریال ساتنې ادارې عمومي رئیس د UN Habitat له مشرتابه سره وکتل
د طبي زبالو د مدیریت په تړاو یو ورځنی روزنیز ورکشاپ په کابل کې ترسره شو
کونړ کې د عامه پوهاوي او نظارتي فعالیتونه ترسره شول
د چاپېریال ساتنې په هکله ۸۰۰ښوونکو او زده‌کوونکو پوهاوی ورکړل شو
ارزګان او خوست کې سلګونو زده‌کوونکو ته عامه پوهاوی ورکړل شو
ننګرهار کې د نفرایټ ډبرو د استخراج کانونو د چاپېریالي وضعیت ارزونه وشوه
ولایتونو کې د مختلفو فعالیتونو د چاپېریالي وضعیت ارزونه وشوه
د ګردیز ښار نانوایانو ته د شخصي حفظ الصحې ساتنې په هکله پوهاوی ورکړل شو
د چاپېریالي موضوعاتو په هکله سلګونو زده‌کوونکو ته عامه پوهاوی ورکړل شو
راځئ چې ټول په ګډه د چاپېریال ساتنې فرهنګ ته وده ورکړو

اړوند لینکونه

  • United Nations Environment Programme
  • Kabul Municipality
  • Climate Change-adaptation UNDP
  • Environmental-Health WHO

د طبي زبالو د مدیریت په تړاو یو ورځنی روزنیز ورکشاپ په کابل کې ترسره شو

slider-image

١٤٤٧کال د ذوالقعدې٢٣مه/ کابل
د چاپېریال ساتنې عمومي ادارې له لوري، د کابل ولایت د چاپېریال ساتنې ریاست په نوښت او د Clean Path شرکت په همکارۍ، د طبي زبالو د مدیریت، تفکیک او قانوني چلند په تړاو یو ورځنی روزنیز ورکشاپ په کابل کې ترسره شو.
دغه ورکشاپ چې د اړوندو امارتي ادارو، روغتیايي سکتور استازو، خصوصي شرکتونو او د چاپېریال ساتنې برخې کارپوهانو په ګډون جوړ شوی و، موخه یې د طبي زبالو د خوندي مدیریت په اړه د عامه پوهاوي لوړول، د چاپېریال او عامې روغتیا ساتنه، او د ادارو ترمنځ د همغږۍ پیاوړتیا وه.


د ورکشاپ د پرانیستې وینا پر مهال د چاپېریال ساتنې ادارې عمومي رئیس الحاج مولوي مطیع‌الحق خالص د طبي زبالو د ناسم مدیریت له امله د چاپېریال، اوبو، خاورې او انساني روغتیا پر وړاندې د رامنځته کېدونکو جدي خطرونو یادونه وکړه او ویې ویل چې د روغتیايي مرکزونو، خصوصي سکتور او مسؤلو ادارو ګډه همکاري د سالم او معیاري مدیریت لپاره حیاتي ارزښت لري.


نوموړي ټینګار وکړ چې د طبي زبالو منظم مدیریت یوازې د یوې ادارې مسؤلیت نه، بلکې یوه ګډه ملي او انساني دنده ده او په دې برخه کې باید ټولې اړوندې ادارې خپل مسؤلیتونه په جدي توګه ترسره کړي. هغه د ښاروالۍ او د عامې روغتیا وزارت څخه وغوښتل چې د طبي زبالو د راټولولو، انتقال، تفکیک او خوندي له منځه وړلو په برخه کې لا ډېره پاملرنه وکړي.
ښاغلي خالص وویل: «تر تداوۍ وقایه مهمه ده، که موږ د طبي زبالو مدیریت ته جدي پاملرنه ونه کړو، نه یوازې چاپېریال ککړېږي، بلکې د بېلابېلو ناروغیو د خپرېدو خطر هم زیاتېږي. له همدې امله باید ټول دولتي بنسټونه، روغتیايي مرکزونه، خصوصي سکتور او عام خلک په ګډه همکاري وکړي، څو سالم او پاک چاپېریال راتلونکو نسلونو ته پرېږدو.»


ده همداراز د پاک چاپېریال ساتنه د اسلامي ارزښتونو یوه مهمه برخه وبلله او زیاته یې کړه چې اسلام د پاکۍ، نظم او د انسان او طبیعت د حقونو د رعایت لارښوونه کړې ده.

ورپسې د کابل ولایت د چاپېریال ساتنې ریاست کارکوونکي انجنیر سید قیوم هاشمي د طبي زبالو د تفکیک، راټولولو، انتقال او خوندي له منځه وړلو په اړه معلومات وړاندې کړل. هغه د طبي زبالو د بېلابېلو ډولونو، د هغوی د خطر کچې او د نړیوالو معیارونو مطابق د مدیریت پر اصولو مفصل بحث وکړ.


همدارنګه د کابل د عامې روغتیا ریاست استازي ډاکټر سید نعیم سادات د طبي زبالو د قانوني چلند، روغتیايي خطرونو او د روغتیايي مرکزونو د مسؤلیتونو په اړه هر اړخیز معلومات شریک کړل.

نوموړي ټینګار وکړ چې د طبي زبالو ناسم مدیریت کولی شي د ساري ناروغیو د خپرېدو، د اوبو او خاورې د ککړتیا او د عامې روغتیا د جدي ستونزو لامل شي.

په ورکشاپ کې د Clean Path شرکت رئیس ډاکټر ویس لعل زاد دراني هم د خپل شرکت د فعالیتونو، د طبي زبالو د راټولولو او پروسس معیاري سیستم او د خصوصي سکتور د ونډې او مسؤلیتونو په اړه معلوماتي پرزنټېشن وړاندې کړ.


هغه څرګنده کړه چې خصوصي سکتور کولای شي د عصري ټکنالوژۍ او مسلکي خدماتو له لارې د چاپېریال ساتنې له ملي هڅو سره اغېزمنه مرسته وکړي.


د ورکشاپ په جریان کې ګډونوالو د طبي زبالو د مدیریت په برخه کې خپلې تجربې، ستونزې او وړاندیزونه هم شریک کړل او د اړوندو ادارو ترمنځ د لا زیاتې همغږۍ او ګډ کار پر اړتیا ټینګار وشو.
د پروګرام په وروستۍ برخه کې د چاپېریال ساتنې ادارې عمومي رئیس الحاج مولوي مطیع‌الحق خالص د ورکشاپ جمع‌بندي وکړه او د داسې روزنیزو پروګرامونو دوام یې د چاپېریال ساتنې او عامې روغتیا د خوندیتوب لپاره مهم وباله. نوموړي د Clean Path شرکت، د عامې روغتیا ریاست او ټولو ګډونوالو له همکاریو او فعال ګډون څخه مننه وکړه.


ورکشاپ د ګډونوالو لپاره د تصدیق‌پاڼو په وېشلو سره پای ته ورسېد.

May 10, 2026

د چاپیریال ساتنی ملي اداره


: کاری ساعتونه

له شنبې څخه تر پنجشنبې پورې : د سهار له:۸ څخه تر :۴ بجو پورې

پنجشنبې : د سهار له ۸:۳۰ څخه تر ۱:۳۰ بجو پورې


په ټولنیزو رسنیو کې مونږ وڅاروئ



مونږ سره اړیکه



  • د چاپیریال ساتنی ملي اداره، شپږمه ناحیه
  • د دارالامان سرک٫ د مکتب کوڅه
  • کابل - افغانستان
  • ټیلیفون: ۸۰۵۵۳۰-۷۰۴  ۹۳+
  • بریښنالیک: info@nepa.gov.af
  • ګوګل لارښود

اړوند لینکونه



  • د وظائفو د مدیریت سیستم
  • داقلیم بدلون ملی معلوماتی سیستم
  • ایمیل
  • د چاپیریال ساتنی ملی معلوماتی سیستم
  • د هوا ککړتیا کمولو او مخنیوي لپاره پنځه کلن پلان
  • د کابل د هوا ککړتیا کمولو ، مخنیوي او اداره کولو لپاره کاري پلان
  • د چاپیریالي شکایتونو فورمه
  • د شرکتونو د ثبت فورمه
  • کلنۍ راپور ۱۳۹۸
  • د امر بالمعروف او نهي عن المنکراو شکایاتو اوریدلو وزارت

Copyright © NEPA,  2019 - 2021