• د عکسونو نندارتون
    • زموږ سره اړیکه
      • زمونږ سره اړیکه
      • د چاپیریالي شکایتونو فورمه
    • خپرونې
      • د رسنیو سره اړیکې
      • خپرونې
      • خبرونه
    • جـوازونـه
      • چاپیریالی جواز
      • د ښکار جواز
    • قوانین
      • قوانین او مقررات
      • تګلارې او ستراتیژۍ
      • لارښوونې
    • زموږ په اړه
      • د سازمانی چارت
      • ژوندلیک
      • پیښې
      • داوطلبۍ
      • نرخ اخستل
      • دندې
    • چاپيریال
      • نړیوالې اړیکې
        • MEAS
        • شریکانو
      • د اقلیم بدلون
        • د پروژې څارنه
        • راپورونه
      • نظارت او تفتیش
        • د اوبو کیفیت
        • د هوا ککړتیا
        • د زبالو مدیریت
      • تلپاتې پراختیا
        • د جواز ورکول
          • لارښونی
      • طبیعي میراثونه
    • کورپاڼه
logo
  1. خبرونه
  2. کور پاڼه

وروستی

د چاپېریال ساتنې ملي ادارې مالي او اداري معین د UNDP له مسوولینو سره وکتل
په لغمان ولایت کې د چاپېریالي ستونزو د حل په موخه د همغږۍ ناسته ترسره شوه
په يو شمېر ولایتونو کې د مختلفو اصنافو څخه څارنه ترسره شوه
کابل پوهنتون کې د چاپېریالي پایښت او طبیعي زیرمو د مدیریت تر عنوان لاندي علمي او څېړنیز کنفرانس جوړ شو
د لغمان په طبیعي ځنګلونو کې ۱۱بیزوګان او ۲کجیر مارغان خوشې شولد لغمان په طبیعي ځنګلونو کې ۱۱بیزوګان او ۲کجیر مارغان خوشې شول
لغمان او خوست کې د یو شمېر فعالیتونو چاپېریالي وضعیت و ارزول شو
د چاپېریالي چارو مفتشینو له لوري ولایتونو کې مختلف فعالیتونه ترسره شول
د چاپېریال ساتنې ملي ادارې او (EPTDO) موسسې ترمنځ د پروژې د تطبیق په موخه هوکړه‌لیک لاسلیک شو
خوست کې سلګونو زده‌کوونکو ته عامه پوهاوی ورکړل شو
ولایتونو کې د هواککړوونکو سرچینو د تشخیص په موخه څارنې وشوې

اړوند لینکونه

  • United Nations Environment Programme
  • Kabul Municipality
  • Climate Change-adaptation UNDP
  • Environmental-Health WHO

د ضرب الاجل پای او د اصنافو د بندولو پیل

slider-image

د چاپېریال ساتنې ملي ادارې مسلکي معین انجنیر عزت الله صدیقي په مشرۍ، له هواککړتیا سره د حکومت د جدي او عملي کړنو په درشل کې  د روان کال د مرغومي په ۷مه نېټه د دې ادارې د کول حشمت خان د غونډو په تالار کې د کابل ښار د اصنافو (هوټلونو، حمامیانو، سقاوو، کلچه پخوونکو او قنادیو) له استازو سره غونډه ترسره شوه. 

په دې غونډه کې د کابل ښاروالي د ښاري خدمتونو معینې آغلې مهتاب عالمي، د کورنیو چارو وزارت استازي الحاج شاه مقصود مستور، د کابل ښار ټولو امنیتي حوزو او ناحیو مسوولینو، د پیشه ورانو اتحادیې رئیس او کابل ښار مختلفو اصنافو استازو ګډون کړی وو. 

د غونډې په پیل کې د چاپېریال ساتنې ملي ادارې مسلکي معین ګډونوالو ته ښه راغلاست ووایه او د دې غونډې موخه یې د کابل ښار د هوا ککړونکو منابعو له منځه وړل وبلل، نوموړي وویل: د هواککړتیا د مخنیوي عالي کمیسیون د لیندۍ په ۳۰مه نېټه د جلالتمآب ولسمشر په ریاست غونډه وکړه او د اړوندو ادارو مسوولینو ته یې قاطع امر وکړ چې له یادې نېټې وروسته دې په جدیت سره د ککړوونکو سرچینو مخنیوی وکړي. 

ښاغلي صدیقي له ټولو کسبګرو وغوښتل چې سر له نننه دې د هوا ککړتیا د راکمولو او مخنیوي په برخه کې جدي تدابیر او اقدامات ترسره کړي که نه د پولیسو له جدي چلند سره به مخ شي. 

د کابل ښاروالۍ معینې آغلې مهتاب عالمي هم وینا وکړه او زیاته یې کړه چې د کابل ښار اوسني وضعیت ته په کتو باید لاس په کار شو او په دې برخه کې یې د ټولو هېوادوالو همکاري اړینه وبلله. 

همدا راز د کورنیو چارو وزارت استازي الحاج شاه مقصود مستور هم وینا وکړه او ژمنه یې وکړه چې د هوا ککړتیا د راکمولو او مخنیوي په برخه که به په ۲۴ساعته توګه په ټول کابل ښار کې د چاپېریال ساتنې ملي ادارې او کابل ښاروالۍ د چاپېریالي چارو له مفتشینو سره اوږه په اوږه ګرځي او سرغړوونکو سره به قانوني چلند کوي. نوموړي وویل د دې چارې د کابو کولو لپاره د (CRU) ځانګړې قطې، ۷۰ کسیزه ډله ګومارل شوې ده چې له قانون ماتوونکو سره به جدي عمل کوي. 

د پیشه ورانو اتحادیې رئیس ښاغلي عمري هم وینا وکړه او په دې تړاو یې خپلې ستونزې له مسوولینو سره شریکې او د چاپېریال ساتنې په تړاو یې د هر اړخیزه همکارۍ ژمنه وکړه.

د غونډې په پای کې ښاغلي صدیقي د ګډونو پوښتنو ته ځوابونه ورکړل او ویې ویل: هر هغه څوک چې د هوا ککړتیا لامل ګرځي له قانوني چلند سره به مخ شي. 

د یادولو وړ ده چې په دا وروستیو کې د کابل ښار هوا ډېره ککړه شوې ده چې د ډېرو نورو لاملونو سربېره د اصنافو فعالیت هم پکې د پام وړ ونډه لري، په همدې خاطر جلالتمآب ولسمشر په جدي توګه د کورنیو چارو وزارت ته امر کړی، هر هغه څوک چې د هوا ککړتیا لامل ګرځي؛ قانوني چلند دې ورسره وشي؛ نو ټولو هغو هېوادوالو ته چې د فابریکو، خښتو بټیو، ښارګوټو، لوړپوړیزو ودانیو، هوټلونو، نانوایانو او نورو لویو او کوچنیو فعالیتونو خاوندان دي، ژر ترژه دې جدي تدابیر ونیسي.

Dec 30, 2019

د چاپیریال ساتنی ملي اداره


: کاری ساعتونه

له شنبې څخه تر پنجشنبې پورې : د سهار له:۸ څخه تر :۴ بجو پورې

پنجشنبې : د سهار له ۸:۳۰ څخه تر ۱:۳۰ بجو پورې


په ټولنیزو رسنیو کې مونږ وڅاروئ



مونږ سره اړیکه



  • د چاپیریال ساتنی ملي اداره، شپږمه ناحیه
  • د دارالامان سرک٫ د مکتب کوڅه
  • کابل - افغانستان
  • ټیلیفون: ۸۰۵۵۳۰-۷۰۴  ۹۳+
  • بریښنالیک: info@nepa.gov.af
  • ګوګل لارښود

اړوند لینکونه



  • د وظائفو د مدیریت سیستم
  • داقلیم بدلون ملی معلوماتی سیستم
  • ایمیل
  • د چاپیریال ساتنی ملی معلوماتی سیستم
  • د هوا ککړتیا کمولو او مخنیوي لپاره پنځه کلن پلان
  • د کابل د هوا ککړتیا کمولو ، مخنیوي او اداره کولو لپاره کاري پلان
  • د چاپیریالي شکایتونو فورمه
  • د شرکتونو د ثبت فورمه
  • کلنۍ راپور ۱۳۹۸
  • د امر بالمعروف او نهي عن المنکراو شکایاتو اوریدلو وزارت

Copyright © NEPA,  2019 - 2021