logo
  • د عکسونو نندارتون
  • قوانین
    • قوانین او مقررات
    • تګلارې او ستراتیژۍ
    • لارښوونې
  • د ادارې په اړه
    • نړیوالې اړیکې
      • MEAS
      • شریکانو
    • رسنۍ
      • د رسنیو سره اړیکې
      • خپرونې
      • خبرونه
    • اداره
      • د سازمانی چارت
      • ژوندلیک
      • پیښې
      • داوطلبۍ
      • نرخ اخستل
      • دندې
    • نندارتون
    • زمونږ سره اړیکه
  • چاپيریال
    • د اقلیم بدلون
      • د پروژې څارنه
      • راپورونه
    • نظارت او تفتیش
      • د اوبو کیفیت
      • د هوا ککړتیا
      • د زبالو مدیریت
    • تلپاتې پراختیا
      • د جواز ورکول
        • لارښونی
    • طبیعي میراثونه
  • کورپاڼه
  1. خبرونه
  2. کور پاڼه

وروستی

لغمان کې د امام ابوحنیفه مدرسې سلګونو طالب العلمانو ته عامه پوهاوی ورکړل شو
ولایتونو کې د یو شمېر فعالیتونو څارنه او ارزونه وشوه
وردګ پوهنتون کې د نیالګیو کېنولو خزاني کمپاین ترسره شو
ښرنه کې د چاپېریال ساتنې په هکله زده‌کوونکو ته عامه پوهاوی ورکړل شو
ننګرهار او غزني کې د یو شمېر فعالیتونو ارزونه وشوه
لوګی خاموش قاتل دی، مخنیوی یې وکړئ!
ولایتونو کې د مختلفو فعالیتونو څارنه او ارزونه وشوه
ننگرهار کې د طبي زبالو د له منځه وړلو بهیر څخه څارنه وشوه
خوست ښار کې د د ۳خصوصي روغتونونو د چاپېریالي وضعیت ارزونه وشوه
آیا پوهیږئ؟ هغه لوړپوړیزې ودانۍ او تاسیسات چې د لوګي د تصفیې فلټرونه و نه لري؛ بندیږي.

اړوند لینکونه

  • United Nations Environment Programme
  • Kabul Municipality
  • Climate Change-adaptation UNDP
  • Environmental-Health WHO

د هېواد د چاپېریالي وضعیت ارزونې راپور د چمتو کولو په تړاو د حکومت د لوړپوړو مسؤلینو سره بحث ترسره شو

slider-image

١٤٤٧کال د محرم الحرام ٢٠مه/ کابل
د چاپېریال ساتنې ملي ادارې له لوري د رها موسسې په همکارۍ د افغانستان د بېلابېلو حکومتي ادارو لوړپوړو مسؤلینو په ګډون د هېواد د چاپېریالي وضعیت ارزونې راپور د چمتو کولو په تړاو نن د ١٤٠٤ لمريز کال د چنګاښ میاشتې په ٢٥ نېټه د کابل په کانټیننتال هوټل کې بحث ترسره شو، تر څو د هېواد د چاپېریالي وضعیت راپور د چمتو کولو په اړه مشورې او نظریات واخیستل شي او لازمه همغږۍ ترسره شي.


یاد بحث چې مشري یې د چاپېریال ساتنې ملي ادارې عمومي رئیس مولوي مطیع‌الحق خالص کوله، په پیل کې یې د یاد راپور د ارزښت په اړه خبرې وکړې او د هېواد د چاپېریالي وضعیت، اقلیمي بدلون منفي تاثیراتو، د څلورو لسیزو جګړو مخربو پایلو او نورو جدي چاپېریالي ستونزو په اړه بحث وکړ؛ نوموړي وویل: زموږ طبیعت له کلونو راهیسې د جګړو، اقلیمي بدلون، وچکالیو، غیرمترقبه ښاري پراختیا او ناقانونه استوګنو له امله سخت زیانمن شوی دی. د چاپېریالي راپور چمتو کول یو اساسي ګام دی، تر څو موږ د حالاتو کره انځور وړاندې کړو، د پالیسیو لپاره دقیق بنسټونه کښیږدو او نړیوال ملاتړ جذب کړو.


ښاغلي خالص زیاته کړه ادارې یې په دې وروستیو کې د چاپېریال ساتنې په برخه کې مهمو ملي او نړیوالو پرمختګونو ته زمینه برابره کړې ده.


ده وویل موږ وتوانېدو چې د چاپېریال او اقلیمي بدلون اړوند نړيوالو کنفرانسونو او غونډو کې فعال حضور ولرو، تعلیق شوې پروژې بېرته پیل کړو، نوې پروژې جلب کړو او د اقلیمي بدلون او چاپېریال مالي صندوقونو ته لاس‌رسی تأمین کړو چې دغه هڅې به د چاپېریال د مدیریت، احیا، پالنې او خلکو ته د خدماتو پراخولو لپاره بنسټیز بدلون راولي.


ورپسې د رها موسسې مرستیال انجنیر عزت‌الله صدیقي د چاپېریالي راپور د جوړښت، محتواء، نړیوالو معیارونو او اړینو تخنیکي اجزاوو په اړه مفصل پرزنټېشن وړاندې کړ. هغه زیاته کړه راپور به د کره معلوماتو، شفاف تحلیل، سیمه‌ییزو ځانګړتیاوو او واقعي وړاندیزونو پر بنسټ برابر شي.


د بحث په دوام د اقتصاد، صنعت او سوداګرۍ، کور او ښار جوړولو، کډوالو او بېرته راستنېدونکو، اطلاعاتو او کلتور، کانونو او پطرولیم، اوبو او انرژۍ او عامي روغتیا وزارتونو مرستیالانو او استازو ویناوې وکړې، دوی د خپلو ادارو نظریات او وړاندیزونه شریک کړل او پر دې یې ټینګار وکړ چې راپور باید ملي، همه‌شموله او له تخنیکي اړخه پیاوړی وي، څو د پالیسۍ جوړونې، نړیوالو همکاریو او د چاپېریال ښه‌والي لپاره عملي لاره هواره کړي.


د بحث په پای کې د چاپېریال ساتنې ملي ادارې عمومي رئیس مولوي مطیع‌الحق خالص یو ځل بیا د ګډونوالو له همکاریو مننه وکړه او ویې ویل چې دا بهیر به د شفافیت، همکارۍ او ملي ارادې پر بنسټ پرمخ وړل کېږي.


ذکر شوی بحث د دعایې په ویلو سره پای ته ورسېد او پرېکړه وشوه چې د هېواد د چاپېریالي وضعیت راپور چمتو کول به د ټولو شریکانو په همغږۍ سره بشپړ شي.

Jul 19, 2025

د چاپیریال ساتنی ملي اداره


: کاری ساعتونه

له شنبې څخه تر پنجشنبې پورې : د سهار له:۸ څخه تر :۴ بجو پورې

پنجشنبې : د سهار له ۸:۳۰ څخه تر ۱:۳۰ بجو پورې


په ټولنیزو رسنیو کې مونږ وڅاروئ



مونږ سره اړیکه



  • د چاپیریال ساتنی ملي اداره، شپږمه ناحیه
  • د دارالامان سرک٫ د مکتب کوڅه
  • کابل - افغانستان
  • ټیلیفون: ۸۰۵۵۳۰-۷۰۴  ۹۳+
  • بریښنالیک: info@nepa.gov.af
  • ګوګل لارښود

اړوند لینکونه



  • د وظائفو د مدیریت سیستم
  • داقلیم بدلون ملی معلوماتی سیستم
  • ایمیل
  • د چاپیریال ساتنی ملی معلوماتی سیستم
  • د هوا ککړتیا کمولو او مخنیوي لپاره پنځه کلن پلان
  • د کابل د هوا ککړتیا کمولو ، مخنیوي او اداره کولو لپاره کاري پلان
  • د چاپیریالي شکایتونو فورمه
  • د شرکتونو د ثبت فورمه
  • کلنۍ راپور ۱۳۹۸
  • د امر بالمعروف او نهي عن المنکراو شکایاتو اوریدلو وزارت

Copyright © NEPA,  2019 - 2021