logo
  • د عکسونو نندارتون
  • قوانین
    • قوانین او مقررات
    • تګلارې او ستراتیژۍ
    • لارښوونې
  • د ادارې په اړه
    • نړیوالې اړیکې
      • MEAS
      • شریکانو
    • رسنۍ
      • د رسنیو سره اړیکې
      • خپرونې
      • خبرونه
    • اداره
      • د سازمانی چارت
      • ژوندلیک
      • پیښې
      • داوطلبۍ
      • نرخ اخستل
      • دندې
    • نندارتون
    • زمونږ سره اړیکه
  • چاپيریال
    • د اقلیم بدلون
      • د پروژې څارنه
      • راپورونه
    • نظارت او تفتیش
      • د اوبو کیفیت
      • د هوا ککړتیا
      • د زبالو مدیریت
    • تلپاتې پراختیا
      • د جواز ورکول
        • لارښونی
    • طبیعي میراثونه
  • کورپاڼه
  1. خبرونه
  2. کور پاڼه

وروستی

لغمان کې د امام ابوحنیفه مدرسې سلګونو طالب العلمانو ته عامه پوهاوی ورکړل شو
ولایتونو کې د یو شمېر فعالیتونو څارنه او ارزونه وشوه
وردګ پوهنتون کې د نیالګیو کېنولو خزاني کمپاین ترسره شو
ښرنه کې د چاپېریال ساتنې په هکله زده‌کوونکو ته عامه پوهاوی ورکړل شو
ننګرهار او غزني کې د یو شمېر فعالیتونو ارزونه وشوه
لوګی خاموش قاتل دی، مخنیوی یې وکړئ!
ولایتونو کې د مختلفو فعالیتونو څارنه او ارزونه وشوه
ننگرهار کې د طبي زبالو د له منځه وړلو بهیر څخه څارنه وشوه
خوست ښار کې د د ۳خصوصي روغتونونو د چاپېریالي وضعیت ارزونه وشوه
آیا پوهیږئ؟ هغه لوړپوړیزې ودانۍ او تاسیسات چې د لوګي د تصفیې فلټرونه و نه لري؛ بندیږي.

اړوند لینکونه

  • United Nations Environment Programme
  • Kabul Municipality
  • Climate Change-adaptation UNDP
  • Environmental-Health WHO

د چاپېریال ساتنې ملي ادارې لخوا د تیر کال د لاسته راوړنو او اقداماتو په تړاو ملت ته معلومات ورکړل شوه

slider-image

۱۴۴۶ کال د صفر ۲مه/ کابل
د امارتي ادارو د یو کلنو لاسته راوړنو د تشریح پروګرام په لړ کې ملت ته د معلوماتو ورکولو په تړاو د چاپېریال ساتنې ملي ادارې له لوري نن یک شنبه د روان ۱۴۰۴کال د زمري په ۵نېټه د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې خبري کنفرانس ترسره شو.
په دې کنفرانس کې د دې ادارې پالیسي او مسلکي معین ډاکټر ملا زین العابدین عابد، رئیسانو، کارکوونکو او د رسنیو استازو ګډون کړی وو.
یاد خبري کنفرانس د قران عظیم الشان مبارکو آیتونو په تلاوت پیل شو ورپسې د چاپېریال ساتنې ملي ادارې پالیسي او مسلکي معین د تیر کال د لاسته راوړنو او اقداماتو په تړاو هر اړخیزه وینا وکړه نوموړي په خپلو خبرو کې وویل: د ۱۴۴۶ هـ ق کال په اوږدو کې د چاپېریال ساتنې، اقلیمي بدلون، نړیوالو همکاریو او مسلکي ظرفیت لوړولو په برخو کې ګڼې لاسته راوړنې درلودلې دي.


د اقلیم بدلون په برخه کې د افغانستان د ملي ستراتیژۍ او د NDC سندونو بازنگري یا بیا کتنه بشپړه شوه، چې په نږدې راتلونکي کې به د ملګرو ملتونو د اقلیم بدلون برخي ته وړاندې شي. دغه راز لومړی ځل و چې د افغانستان اسلامي امارت پلاوي تیر کال د اقلیم بدلون نړیوال کنفرانس (COP29)چې په اذربایجان هېواد کې جوړ شوی و، برخه واخیسته.
ښاغلي عابد د اذربایجان هېواد څخه مننه وکړه چې افغانستان ته یې په دې کنفرانس کې د ګډون زمینه مساعده کړه.
ده زیاته کړه چې د اقلیم بدلون او چاپېریال ساتنې په برخه کې یو شمېر مهمې پروژې له نړیوالو منابعو ترلاسه کړې دي؛ د اقلیم‌ سره د سازګاره اوبو او آب‌ریزو پروژه د GEF له صندوق څخه د ۲۰ میلیونه ډالرو په ارزښت، د کم کاربن خپرونکو لارو چارو پروژه د GEF له خوا د ۱۰ میلیونه ډالرو په ارزښت، د اقلیم بدلون سره مبارزې ټولنه ‌محوره پروژه د GEF/LDCF له لارې نږدې د ۹.۹ میلیونه ډالرو په ارزښت او د مونتریال پروتوکول اړوند، د Multilateral Fund له لوري څلور پروژې منظور شوې دي: د HCFC ملي موجودي پروژه د ۹۰ زره ډالرو په ارزښت، د اوزون واحد او نهادي تقویت پروژه د ۱۹۲ زره ډالرو په ارزښت او د HCFC مدیریت دوه پروژې په ترتیب سره د ۲۸ زره او ۱۸۰,۹۰۸ ډالرو په ارزښت تائید او ترلاسه شوي چې په مجموع کې د ۴۰،۴ ملیونه ډالرو په ارزښت پروژې کیږي.


د چاپېریال ساتنې ملي ادارې پالیسي او مسلکي معین وویل: د ځنګلونو د بیا احیا په موخه د ۱۴۰۴ کال په جریان کې د نړیوالو او کورنیو موسسو په همکارۍ په مرکز او ولایتونو کې ۱۷.۷ میلیونه نیالګي کینول شوي، د ځنګلونو د قطع کولو د مخنیوي لپاره شنه قطعه جوړه شوې چې اوس په ټول افغانستان کې د ځنګلونو وهل بند دي.
په بلخ او غزني ولایتونو کې دوه تحقیقاتي فارمونه جوړ شول، څو د اقلیمي بدلون سره د تطابق او سازګارۍ علمي لارې چارې وڅېړل شي.
ښاغلي عابد وویل چې د همکارو ادارو په ملاتړ وتوانېده چې په بېلابېلو ملي پروژو، ستراتیژیکو پلانونو او پالیسۍ جوړونه کې اغېزناک او فعال رول ولوبوي، څو د یوه سالم، خوندي او پایداره چاپېریال لپاره بنسټيز ګامونه پورته شي.
د ۱۴۴۶ هـ ق کال په ترڅ کې د (۱۶۵۰) پراختیایي، زیربنایي، صنعتي او تولیدي فعالیتونو او د معدن پروژو د چاپېریالي او ټولنیزو اغېزو راپورونه ارزولي دي، د چاپېریالي معیارونو د ټینګښت لپاره نهه (۹) مهم رهنمودونه ترتیب او نافذ شوي چې پکې د تصفیه‌خانو، لوړپوړیزو ودانیو، فابریکو، طبی لابراتوارونو، موټر ترمیم‌ځایونو او یو شمیر نورو فعالیتونو لپاره مشخص چاپېریالي اصول پکي وضع شوي دي.
په تیر کال کې د چاپېریال ساتنې ملي ادارې د چاپېریال، ایکوسیستمونو او طبیعي میراثونو د ساتنې او مدیریت په برخه کې پراخې هڅې کړي، د طبیعي میراثونو او ساتل شوو ساحو په برخه کې د واخان، درقد او کندز د مهمو ساتل شوو سیمو نظارت او تخنیکي راپورونه برابر شوي.
د بند امیر، تخار او کندز د ساتل شوو سیمو شته ستونزې ارزول شوې او د حل لپاره له سیمه‌يیزو ادارو سره همغږي شوې.
د نورستان ملي پارک د بایوفزیکي، ټولنیزو او اقتصادي سروې کار پیل شوی.
د ښکار، قاچاق او غیرقانوني پلور ضد اقداماتو له لارې ۱۵۷۵۵ حیوانات او مرغان له نیول کېدو وروسته طبیعت ته بېرته پرېښودل شوي او لاملین یې د قانون منګولو ته سپارل شوي دي.
د نړیوال کنوانسیونونو مطابق د ژوو نړیوال تجارت ۱۶۶ جوازونه صادر شوي.
د کنړ ولایت د شیگل او دانګام ولسوالیو د نوو ساحو ابتدایی معلومات تحلیل شوي او د ساتل شوو سیمو په توګه د پیشنهاد لپاره برابر شوي.
د ښکاري وسلو د وارداتو د مخنیوي لپاره اړوندو وزارتونو ته رسمي مکتوبونه لېږل شوي او د مخنیوي لپاره یې اغیزمن ګامونه اخیستل شوي دي.
د چاپېریال ساتنې ملي ادارې، د چاپېریال د دوامداره ساتنې په هدف د ککړتیاوو د کنټرول، زباله‌وو د تنظیم، شکایتونو ته د رسېدنې او د پالیسیو د ملاتړ په برخو کې کوټلي ګامونه پورته کړي.


د چاپېریال ساتنې ملي ادارې پالیسي او مسلکي معین زیاته کړه چې د هواککړتیا راکمولو او مخنیوي په موخه مرکز او ولایتونو په کچه له ۲۳٬۶۷۴ فعالیتونو څخه نظارت او ارزونه ترسره شوې ده.
په کابل ښار کې د ۱۰۹۵ تجارتي، رهایشي او امارتي ودانیو د فاضلابو سیستمونه ارزول شوي چې ډیری یې جذبي سیستمونه وو. خلکو ته سپارښتنه شوې چې سپتیک څاګاني معیاري کړي، د طبي زبالو د مدیریت لپاره هڅې ګړندۍ شوې، پر یو شمیر تقنیني اسنادو او پالیسي بیاکتنه شوې، له نړۍوالو چاپېریالي کنوانسیونونو سره اړیکې رغول شوې دي، د ملي او نړۍ والو موسسو سره تفاهم لیکونه امضا شوي، په مستقیم او غیر مستقیم ډول میلیونونو کسانو ته عامه پوهاوی ورکړل شوی.
د کنفرانس په لړ کې د دې ادارې د اقلمی بدلون رئیس انجنیر روح الله امین د افغانستان د اقلیمي بدلون پر وضعیت، موجوده فرصتونو او ننګونو په تړاو خبرې وکړې.
د کنفرانس په پای کې د مسوولینو له لوري د خبریالانو پوښتنو ته ځوابونه ورکړل شول او د دعایې په لوستلو یاد خبري کنفرانس پای ته ورسېده.

Jul 27, 2025

د چاپیریال ساتنی ملي اداره


: کاری ساعتونه

له شنبې څخه تر پنجشنبې پورې : د سهار له:۸ څخه تر :۴ بجو پورې

پنجشنبې : د سهار له ۸:۳۰ څخه تر ۱:۳۰ بجو پورې


په ټولنیزو رسنیو کې مونږ وڅاروئ



مونږ سره اړیکه



  • د چاپیریال ساتنی ملي اداره، شپږمه ناحیه
  • د دارالامان سرک٫ د مکتب کوڅه
  • کابل - افغانستان
  • ټیلیفون: ۸۰۵۵۳۰-۷۰۴  ۹۳+
  • بریښنالیک: info@nepa.gov.af
  • ګوګل لارښود

اړوند لینکونه



  • د وظائفو د مدیریت سیستم
  • داقلیم بدلون ملی معلوماتی سیستم
  • ایمیل
  • د چاپیریال ساتنی ملی معلوماتی سیستم
  • د هوا ککړتیا کمولو او مخنیوي لپاره پنځه کلن پلان
  • د کابل د هوا ککړتیا کمولو ، مخنیوي او اداره کولو لپاره کاري پلان
  • د چاپیریالي شکایتونو فورمه
  • د شرکتونو د ثبت فورمه
  • کلنۍ راپور ۱۳۹۸
  • د امر بالمعروف او نهي عن المنکراو شکایاتو اوریدلو وزارت

Copyright © NEPA,  2019 - 2021