logo
  • د عکسونو نندارتون
  • قوانین
    • قوانین او مقررات
    • تګلارې او ستراتیژۍ
    • لارښوونې
  • د ادارې په اړه
    • نړیوالې اړیکې
      • MEAS
      • شریکانو
    • رسنۍ
      • د رسنیو سره اړیکې
      • خپرونې
      • خبرونه
    • اداره
      • د سازمانی چارت
      • ژوندلیک
      • پیښې
      • داوطلبۍ
      • نرخ اخستل
      • دندې
    • نندارتون
    • زمونږ سره اړیکه
  • چاپيریال
    • د اقلیم بدلون
      • د پروژې څارنه
      • راپورونه
    • نظارت او تفتیش
      • د اوبو کیفیت
      • د هوا ککړتیا
      • د زبالو مدیریت
    • تلپاتې پراختیا
      • د جواز ورکول
        • لارښونی
    • طبیعي میراثونه
  • کورپاڼه
  1. خبرونه
  2. کور پاڼه

وروستی

لغمان کې د امام ابوحنیفه مدرسې سلګونو طالب العلمانو ته عامه پوهاوی ورکړل شو
ولایتونو کې د یو شمېر فعالیتونو څارنه او ارزونه وشوه
وردګ پوهنتون کې د نیالګیو کېنولو خزاني کمپاین ترسره شو
ښرنه کې د چاپېریال ساتنې په هکله زده‌کوونکو ته عامه پوهاوی ورکړل شو
ننګرهار او غزني کې د یو شمېر فعالیتونو ارزونه وشوه
لوګی خاموش قاتل دی، مخنیوی یې وکړئ!
ولایتونو کې د مختلفو فعالیتونو څارنه او ارزونه وشوه
ننگرهار کې د طبي زبالو د له منځه وړلو بهیر څخه څارنه وشوه
خوست ښار کې د د ۳خصوصي روغتونونو د چاپېریالي وضعیت ارزونه وشوه
آیا پوهیږئ؟ هغه لوړپوړیزې ودانۍ او تاسیسات چې د لوګي د تصفیې فلټرونه و نه لري؛ بندیږي.

اړوند لینکونه

  • United Nations Environment Programme
  • Kabul Municipality
  • Climate Change-adaptation UNDP
  • Environmental-Health WHO

د چاپېریال ساتنې ملي ادارې عمومي رئیس: رسنۍ دي د افغانستان د اقلیمي بدلون د زیانمنتیا غږ په بدرګه کولو کې خپل مسوولیت ادا کړي

slider-image

١٤٤٧کال د صفرالمظفر ٦مه/ کابل
سلام وطندار راډیو د «رسنیو رول په اقلیمي بدلون کې» تر سرلیک لاندې غونډه جوړه کړې وه چې پکې د چاپېریال ساتنې ملي ادارې عمومي رئیس مولوي مطیع‌الحق خالص، د اطلاعاتو او کلتور وزارت نشراتي مرستیال مهاجر فراهي، د ملګرو ملتونو دفتر استازي سټیفن سمیت، د پاکستان د سفارت نماینده، د رسنیو مسؤلینو، ژورنالېستانو او د اقلیمي بدلون برخي کارپوهانو ګډون کړی و.
په پیل کې د سلام وطندار راډیو مرستیال نورمحمد هاشمي خبري وکړې، ويې ويل د غونډې هدف د رسنیو رول او ونډه ده څو د اقلیم بدلون له امله د افغانستان د زیانمنتیا غږ پورته او نړیوالو ته ورسول شي.
د چاپېریال ساتنې ملي ادارې عمومي رئیس مولوي مطیع‌الحق خالص په خپلو خبرو کې وویل، افغانستان د اقلیمي بدلون له امله له جدي خطرونو سره مخ دی، حال دا چې د نړۍ د کاربن د اخراج برخه کې یې ونډه ډېر کمه ده. نوموړي له رسنیو وغوښتل چې د افغانستان د مظلوم ملت غږ نړیوالو ته ورسوي او د اقلیمي بدلون ستونزو په تړاو عامه پوهاوي ته لومړیتوب ورکړي.


ده وويل نړیوالو چاپېریالي مسایل سیاسي کړي او د دې هېواد تر ٩٠٠ ميليونو ډالرو زياتي پروژې يې په تعلیق کې اچولي، چې دا په ښکاره توګه د افغانستان له ملت سره ظلم دی.
نوموړي په راتلونکي کې د اقلیمي بدلون نړیوال کنفرانس کاپ ٣٠ ته په اشارې سره وویل، افغانستان ته بايد بلنه ورکول شي او رسنۍ دي د دې غږ په بدرګه کولو کې لازمه مرسته او همکاري وکړي.


همداراز د اطلاعاتو او کلتور وزارت نشراتي مرستیال مهاجر فراهي، د طلوع نیوز مسؤل ذبیح الله سادات او یو تن د اقلیمي بدلون برخي کارپوه شعیب سادات د رسنیو پر ارزښت، مسؤلیت او اغېزمن رول خبرې وکړې او ټینګار یې وکړ چې رسنۍ باید د اقلیم بدلون په اړه خپلو خپرونو او راپورونو ته لا ډېره پاملرنه وکړي.
د غونډې په وروستیو شېبو کې د یو پرانیستي بحث په ترڅ کې د چاپېریال ساتنې ملي ادارې عمومي رئیس، د یوناما استازي او د پاکستان د سفارت نماینده د سیمه‌ییزو همکاریو، د معلوماتو د شریکولو او نړیوالو میکانیزمونو له لارې د اقلیم بدلون پر وړاندې د ګډو هڅو پر اړتیا خبرې وکړې.


غونډه په دې ټکو پای ته ورسېده چې رسنۍ باید د اقلیمي او چاپېریالي پوهاوي د لوړولو لپاره خپلې هڅې زیاتې کړي او نړیوال بنسټونه دې د افغانستان بشپړ ملاتړ ته را ودانګي.

Aug 2, 2025

د چاپیریال ساتنی ملي اداره


: کاری ساعتونه

له شنبې څخه تر پنجشنبې پورې : د سهار له:۸ څخه تر :۴ بجو پورې

پنجشنبې : د سهار له ۸:۳۰ څخه تر ۱:۳۰ بجو پورې


په ټولنیزو رسنیو کې مونږ وڅاروئ



مونږ سره اړیکه



  • د چاپیریال ساتنی ملي اداره، شپږمه ناحیه
  • د دارالامان سرک٫ د مکتب کوڅه
  • کابل - افغانستان
  • ټیلیفون: ۸۰۵۵۳۰-۷۰۴  ۹۳+
  • بریښنالیک: info@nepa.gov.af
  • ګوګل لارښود

اړوند لینکونه



  • د وظائفو د مدیریت سیستم
  • داقلیم بدلون ملی معلوماتی سیستم
  • ایمیل
  • د چاپیریال ساتنی ملی معلوماتی سیستم
  • د هوا ککړتیا کمولو او مخنیوي لپاره پنځه کلن پلان
  • د کابل د هوا ککړتیا کمولو ، مخنیوي او اداره کولو لپاره کاري پلان
  • د چاپیریالي شکایتونو فورمه
  • د شرکتونو د ثبت فورمه
  • کلنۍ راپور ۱۳۹۸
  • د امر بالمعروف او نهي عن المنکراو شکایاتو اوریدلو وزارت

Copyright © NEPA,  2019 - 2021